ریحانه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i139010-ریحانه
په دې ډول اسلامي تعلیماتو بیا بیا د بچی په څنګ کې د میندې د شتون په اهمیت ټینګار او سپارښتنه کړی ده او د بچی تربیت د مور له مینې ډکې غیږې پرته ممکن ندی
(last modified 2023-09-25T10:09:21+00:00 )
Sep 25, 2023 14:36 Asia/Kabul
  • ریحانه

په دې ډول اسلامي تعلیماتو بیا بیا د بچی په څنګ کې د میندې د شتون په اهمیت ټینګار او سپارښتنه کړی ده او د بچی تربیت د مور له مینې ډکې غیږې پرته ممکن ندی

 

میرمنه د مور په رول کې د عواطفو او سرشیندنو ټولکه ننداری ته وړاندی کوی . د میرمنې روحي او بدني ځانګړنې له بچی سره مرسته کوی خپل اصلی مسولیت او دنده یعنی مور ډیر ادا کړی . په اسلامي کلتور کی د مور ځای دومره اوچت دی چی خدای تعالی بچی د هغه وړکوټي ټکی په ژبې راوستلو چی د مور او پلار د خپګان او ازار سبب شی ، منعه کړی دی . د رهبرۍ ستر مقام په دې اړه فرمایی میرمنه د کورنۍ اصلی عنصر او اساسی رکن دی . هغه میندې چی  له خپلې مینې او عطوفت  ډکې غیږې کې د بچی روزل د نورو بی اهمیته کارونو د ترسره کولو په پلمه پریږدی او سمه لومړیتوب نلری ، تیروتنه کوی . د انسان د روزلو بهترینه روده دا ده چی بچې د مور له مینې په ډکې غیږې کې وپلل شی .

په اسلامی لیدتوګه کی  روزل د مور له پاکې لمنې او دپلار له نږدیکت پیلیږی او د هغو په سمې او اسلامی روزنې سره د ټولنې او هیواد په ګټه ازادی او ژمنتیا پلان کیږی . د میندو لمن د بچیانو او د راتلونکیو ټولنو  د جوړونکیو  د تربیت لومړنې او تر ټولو مهم ځای دی . د ټولنې خوشبختۍ او نیکمرغۍ یا فساد او بدبختۍ د میندو د عاطفي او تربیتي فعالیتونو پامته داره دی . میندې په هغو ځانګوتیاو سره چی خدای تعالی د هغو په وجود کی کیښودلي دي ، انسان جوړونکي دي . که هغو خپل روزنیز او میندې رول په ښه ډول ترسره کړي ، د نظام راتلونکی نسل به سالم ، ژمن او مومن نسل وی  چی ټولنه د پردیو له کلتوري یرغل ساتلې شی . بی شکه که یوبچې ښه  و روزل شی نو یو ملت ژغورلې شی .

له همدې امله د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای بچیانوته د  میندو د رسیدا په اهمیت کی فرمایی د میندو په شیدو سره د خوړو مسله او د ماشوم سلامتیا ، تربیت او ژوند ته اهمیت ورکول یوه اساسی مسله ده چی مونږه تل پری ټینګار کړی دی او باوری یو دغه تر ټولو مقدس اوستر کار دی چی باید په یوه کورنۍکې ترسره شی .

په دې ډول  اسلامي تعلیماتو بیا بیا د بچی په څنګ کې د میندې د شتون په اهمیت ټینګار او سپارښتنه کړی ده او د بچی تربیت د مور له مینې ډکې غیږې پرته ممکن ندی . کله ممکنه ده هغه  مشکلات او غوټې چی په ژوند کی پیښیږي ، د مور له کمزورو ګوتو پرته د اواریدو نه وي . په مقابل کی وینو چی لویدیځ کلتور پر دې سربیره چی د میرمنې مور کیدا یوډول محدودیت بولی ، د مور د لارې د دوام لپاره  له هغې سره مرسته نه کوی او نه یوازې هغې ته ځانګړي امتیازونه نه ورکوی بلکې هغه د مور کیدا له حقه هم محروموی او دا په لویدیځ کې د مور جرم دی .

د اقتصادی پراختیا اوملګرتیا سازمان  د نړۍ د ۱۸۸ هیوادونو حمایتي قوانین جاجولی او اعلان یې کړی دی چی امریکا یوازنې  اقتصادی پرمختللې هیواددی چی له کورنۍ د ملاتړ په زمینه کی په دې زمینه کی د ګینه نو په شان د شاته پاتې هیوادونو په لیکه کی راځي .

امریکا هغه یوازنې هیواد دی چی د کارکونکیو او کارګرانو لپاره په تنخوا سره د چټي هیڅ ضمانت نلری . البته هغو له  تنخوا پرته چټی کولای شی خو کارګرانو لپاره د ژوند لګښتونه دومره زیات دي چی له تنخوا پرته وخت نشی تیرولی . یوه کارګره میرمن د دې لپاره چی وکولی شی د خپل نوزیږی په څنګ کې درې میاشتې پاتې شی باید د خپلې تنخوا کابو لس زره ډالره له لاسه ورکړی ، په داسی حال کی چی ۶۰ فیصده امریکایان په خپل اکاونټ کې زر ډالره هم نلری ، دا خو له پریږده چی په خپلو حقوقو سترګې پتې کړې شی . په همدې دلیل د کارګر میندو څلورمه برخه له خپلې زیږیدا یوازې دوې اونۍ وروسته خپل کار ځای ته ورستیږي .

نوزیږي د خپل ژوند په لومړیو میاشتو کی سختې څارنې او خیال ته ضرورت لري  او په ځینو موردونو کی د دغې موضوع حساسیت د ژوند او مرګ په اندازه دی . رسمي شمیرنې ښی چی  امریکا په پرمختللیو هیوادونو کې د نوزیږو د مړینې تر ټولو ستره اندازه لری او د دغې چارې دلیل زیاتره د امریکایی ماشومانو یوازیتوب دی . د کیلی فورنیا ، لس انجلس او مک ګیل پوهنتونونو  د څیړواندو جاجونې ښی چی د کورنیو په تنخوا سره د چټیانو سیاستونو عملی کول د  نوزیږو د مړینې په کمښت ډیر جدی اغیز شیندلای شی . د دغې جاجونې په اساس  له نوزیږو سره د کورنیو د هرې میاشتې په پاتی کیدو سره د هغو د مړینې اندازه ۱۳ فیصده کمیږي . خو د امریکا د قوانینو عجیبه برخه هلته ده چی یوه میرمنه له مور کیدا وروسته نه یوازې حمایت کیږی نه بلکې د تنخوا یوه برخه هم له لاسه ورکوی . په امریکا کی کله چی سړي د بچی خاوند کیږي نو عاید یې ۶  فیصده زیاتیږي خو د میندو عاید د هر بچی لپاره ۴ فیصده کمیږي .

جیسکا ډیکلر د سی این بی سی په ټیلی ویژیونی چینل کی په یوه راپور کی د  هغو میرمنو دحقوقو د کمیدا په اړه چی میندې کیږي  ، او هغو سړیو د تنخوا د زیاتیدا په اړه چی پلاران کیږي ، ویلی دی  مورکیدا ډیرې ګټې لري خو د عاید زیاتیدا یې د هغه یوه ګټه نده . یوه مطالعه ښی چی په لویدیځ کې د میرمنې عاید  له لومړی زیږون وروسته ممکنه ده ۳۰ فیصده کم شی . د امریکا د اقتصادي تحقیقاتو ملی دفتر د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې په یوه راپور کی وویل چی د میرمنو احتمالی درجې اوچتیدل او ترقۍ د خپل لومړی بچی له زیږیدا وروسته له سړیو شاته پاتی کیږی .

جیسکا دیکلر په نوموړی راپور کی وایی په امریکا هغه میرمنې چی ټول وخت کار کوي ، معمولا د خپل سړیو همڅنګو په پرته معمولا کمه تنخوا اخلی یعنی د سړی د یوه ډالره په مقابل کی یوازې اتیا سنټه ترلاسه کوی او د سړیو او میرمنو کارمندانو په تنخواګانو کې واټن  حتی له دې هم زیات دی .

د نیشنل ومین لا سنټر د سرشمیرنو د ورکول شویو معلوماتو د شننې او تحلیل په اساس  په ۲۰۱۸ کال کی  د هر هغه ډالر په اساس چی پلارانو ته ورکول کیږی ، میندو ته یوازې ۸۰ سنټه ورکول کیږي چی په کال کی ۱۶۰۰۰ ډالرو د تاوان په معنا دی .

د هغه بل راپور په اساس چی د برتاینه د کارګرانو اتحادیې د ټولنې په وسیله خپور شوی دی ، میندې په مور کیدا سره د تنخوا له کمښت سره مخامخیږي په داسی حال کی چی د سړیو تنخوا په پلار کیدا سره زیاتیږي . په دغه راپور کی راغلی دی پلاران له هغو سړیو چی بچیان نلری کابو ۲۰ فیصده زیاته تنخوا اخلی .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د حضرت فاطمه الزهرا (س ) د نیکمرغه زوکړې په ورځو کې  له بیلا بیلو ایراني میرمنو سره په کتنه کې فرمایلی دی ، د اسلام له نظره د یوې میرمنې اصلی رول همدغه د کورنۍ ساتل دی  ، خو مهمه دا ده چی د کورنۍ ساتل په کور کی د کښینستلو په معنا نده . ځینې په دې زمینه کی تیروتنه کوی ، کله چی وایو د کورنۍ خیال ساتل ، نو دا فکر کوي چی کور دننه کښیني هیڅ دې نه کوي ، هیڅ دنده  نه ترسره کوي  ، تدریس دې نه کوی ، مجاهدت دې نه  کوي ، اجتماعي کار دې نه کوي ، سیاسی فعالیتونه دې نه کوي ، د کورنۍ خیال ساتل دا ندي ، خانه دارۍ یعنی کور دې ولرلې شي ، د کور د درلودلو په څنګ کې هر بل کار چی د تاسو یې ترسره کولای شئ او ورسره دلچسپۍ  او شوق لرئ  ترسره کولای شئ . خو دا ټول په خانه دارۍ کی راځي . خو که کار په یوه ځای کی راغونډ شو د دې ترمینځ چی د دغه ماشوم ځان وساتل شی یا هغه کار په  اداره کی ترسره کړئ نو د دغه بچی ځان لومړیتوب لری . په دې کی شک لرئ ؟ نه هیڅ میرمنه په دې کې شک نلری چی د بچی ژوند یې په خطر کی دی یا د ادارې کار یې په خطر کی دی نو د ماشوم ځان مقدم دی . د ماشوم اخلاق هم همداسی دی ،د بچی ایمان او تربیت هم همداسی دی یعنی هماغه ډول چی د بچی د ځان په اړه شک نلرئ د روزل او تربیت په اړه هم همداسی ده البته ځینې ځایونه شته دي چی  په یوې رودې سره   ، د دغو دو چارو ترمینځ  په یو نه یو ډول ستونزه حل کیدلای شی  ، کله کیدلای شی خو که واقعا بله لاره نه وه ، نو د بچی تربیت د ادارې په کار مقدم دی خو که هغه هم مجاز کار دی ، لازم کار دی ، په ځینو موردونو کی ضروری دی ، یعنی اجتماعي کارونه په ځینو موردونو کی فریضه ده ،.دنده ده باید ترسره شی دلته باید چی ترسره شي .

پای