له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې-۴
(last modified Mon, 02 Oct 2023 07:06:10 GMT )
Oct 02, 2023 11:36 Asia/Kabul
  • له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې-۴

د جنګ په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله حقوقي معیارونه

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! «له حقوقي نظره د یوکرین د جنګ او د هغه د پایلو» د څیړنې په هکله لړۍ له څلورمې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په ننني پروګرام کښې د روسیې او یوکرین ترمینځ د جنګ په وړاندې د لویدیځ دوه ګوني حقوقي معیارونه جاجوو.

*/*/*/*/

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو په یوکرین باندې د روسیې د حملې وجوهات او انګیزې وڅیړلې او د یوکرین د کړکیچ مختلفو اړخونو ته یوه اشاره وشوه. د روسیې او یوکرین خبرې د دغه کړکیچ ټول اړخونه نه بیانوي. د یوکرین بحران له مختلفو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، جیوپالیټک او نړیوالو حقوقو له اړخونو او پایلو څخه د جاج وړ دی. دغه کړکیچ له سیاسي، امنیتي، اقتصادي او انساني نظره د نړۍ په معادلاتو کښې د بدلانو یو پيچومی ګڼل کیږي. د یوکرین کړکیچ له انساني اړخه له دویم نړیوال جنګ وروسته په اروپا کښې د کډولۍ او د خلکو د بې ځایه کیدو یو ډیر ستر کړکیچ ثبت کړی دی. د روسیې او یوکرین جنګ  اروپا ته د ګډوالو د پراخې او بې مخینې څپې د ورماتیدو لامل شوی دی او دا هغه موضوع ده چې ملګرو ملتو په دې وروستیو کلونو کښې د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ترټولو جدي بحران نومولې ده.

د ملګرو ملتو د کډولۍ د لوړې کمشنرۍ له خوا وړاندې شوې احصائیې ښودنه کوي چې د یوکرین کابو اته میلیونه خلک د خپلو کورونو پریښودو او اروپايي هیوادونو ته کډه شوي دي. څه باندې اته میلیونه هم په یوکرین کښې کډه په سر شوي دي. د یوکرین نور خلک هم چې په خپلو کورونو او ښارونو کښې پاتې دي، انساني مرستو ته اړتیا لري.       

«د ملګرو ملتو د کډوالو د آژانس» د احصائیو له مخې، هر اروپايي هیواد د یوکریني کډوالو په کوربه توب کښې ونډه اخیستې ده. په دې منځومان کښې پولینډ په څه باندې یونیم میلیون کډوالو سره په وړومبي، جرمني له یو میلیون نه په زیاتو کډوالو سره دویم او چک جمهوریت په ۴ لاکه ۶۳ زره یوکریني کډوالو په منلو سره په دریم نمبر دی.

ذ ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۲۳ کال کې د اوکرایني کډوالو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په سلو کې ۹۰ یې ښځې او ماشومان دي. دا ځکه چې ټول اوکرایني نارینه چې عمرونه یې د 18 او 60 کلونو ترمنځ دي له هیواد څخه له وتلو منع دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) ویاند جیمز ایلډر ټینګار وکړ چې په اوکرایین کې له بې رحمانه تاوتریخوالی څخه په تېښته کې له لسو څخه نهه یې ښځې او ماشومان دي، خبرداری ورکوي چې ځوانان نوي نا اشنا چاپیریال ته د تلو په موخه د قاچاقبرانو ښکار کیږي.

د کار د نړيوال سازمان International Labor Organization د راپور له مخې، د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې د ۲۰۲۲ کال تر مۍ مياشتې پورې په اوکراين کې شاوخوا4.8 ميليونه دندې له لاسه ورکړې شوې دي.  څیړنه اټکل کوي چې که چیرې دښمني زیاته شي، نو د کار ضایعات به اوه ملیون ته لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وايي، په اوکراین کې جنګ او نورو شخړو له امله د هغو کسانو شمېر چې د جګړې، تاوتریخوالي، د بشري حقونو له خلاف ورزیو او شکنجو څخه تیښتې ته اړ شوي دي، په تاریخ کې په اول ځل  سلو میلیونو ته ورسید.  فیلیپو ګرانډي وايي. هغه وايي چې دا شمیره باید د صلحې د راوستو او د اجباري بې ځایه کیدو په ټولو لاملونو د غور په موخه د لا زیاتو اقداماتو لپاره "د بیدارۍ د غږ" په توګه کار وکړي.

کله چې د یوکریني کډوالو سیلاب د اروپا په لور ورمات شو نو د اروپا د «ډبل سټینډرډ» یعنې «دوه ګوني معیار» موضوع یوځل بیا ګرمه شوه. د اروپايي اتحادیې په تیره بیا جرمني له خوا د میلیونونو یوکرینیانو لپاره د غیږې له خلاصیدو وروسته آزاد خبریال محمد شهاده په یو ټویټ کښې ولیکل: جرمني به تیرو نهو میاشتو کښې له یو میلیونه زیات یوکریني کډوال منلي دي چې دا رقم د هغو کسانو له شمیره زیات دی چې په ۲۰۱۵ کال کښې د کډوالو د کړکیچ د اوج په وختو کښې له نورو هیوادونو څخه جرمني ته تللي دي. په عین حال کښې دغه کار هیڅ چا «د کډوالۍ کړکیچ» نه و بللی.

په جرمني کښې د یوکریني کډوالو سمدستي منل په داسې حال کښې دي چې د سوریې، افغانستان او یا عراق په شمول د نورو هیوادونو کابو یو لاک کډوال له ۲۰۱۵ کال راهیسې په ځینو سرحدي کیمپونو او حتی په ښارونو کښې دننه کیمپونو کښې موجود دي او په دې موده کښې لاهم د منل کیدو او جرمن ټ،لنې ته د داخلیدو په لړ کښې په نامعلوم حالت کښې پاتې دي. لویدیځو هیوادونو په یوکرین کښې د جنګ له پیلیدو راهیسې د نړیوالو قواعدو په وسیله ګرځولو سره، د روسیې د غندلو په ترڅ کښې د یوکرین له مقاومت څخه پراخ ملاتړ کړی او د دغه هیواد د کډوالو مرسته یې کړې ده. دا کړنلاره د لویدیځې آسیا سره د بې شمیره او نه ختمیدونکو دښمنیو په وړاندې د هم دغو هیوادونو د کړنلارې اپوټه وه. ایسوشئيټډ پریس خبري آژانس د دې موضوع په څیړنې سره لیکي چې د لویدیځې آسیا زیاتره خلک د روسیې او یوکرین جنګ د نړیوالو جګړو په وړاندې د لویدیځ د دوه ګونو معیارونو یوه نښه ګڼي.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د بهرنیو چارو وزیر ریاض مالکي په ترکیې کښې په یوې امنیتي غونډې کښې د نړیوالې ټولنې په دوه ډوله کړچار باندې نیوکې سره وویل: «هغه ټول څیزونه چې له ۷۰ کلونو راهیسې مونږ ته وايي چې د عملي کیدو امکان یې نشته، هغه یې په ۷ ورځو کښې عملي کړل. دا عجیبه دوه مخې توب دی».

د عراق خلاف د امریکې جنګ د ډیرو خلکو لپاره یو غیرقانوني پوځي یرغل او د یو هیواد له خوا د بل خپلواکه هیواد د نیواک مصداق دی. خو په عین حال کښې کوم کسان چې د امریکايي پوځیانو خلاف وجنګیدل، ورباندې د «ترهګر» نوم کښیښودې شو او په لویدیځ کښې عراقي پناه غواړي زیاتره خپل هیواد ته ستانه کړې شول او د سختو امنیتي ګواښونو په سترګه ورته وکتلې شول.

امریکايي او انګریز پوځیانو په عراق کښې ډیر ستر انساني ضده جنایتونه ترسره کړل. په ابوغریب او ګوانتانامو جیلونو کښې پراخو شکنجو او د عراقي ښځو او ماشومانو وژلې ملګري ملتونه د امریکايي عسکرو او پلټونکو د جنایتونو تاییدولو ته اړ کړل. د امریکې د وخت دفاع وزیر ډونلډ رمزفیلډ د عامه افکارو د دباؤ په نتیجه کښې له خپل مقامه څنګته کیدو ته اړ کړ.

اوس د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په یوکرین کښې د روسي عسکرو او افسرانو د جنایتونو د څیړنې په تکل کښې دی او د نړیوالو قضايي او جزايي ارګانونو په سویه یې له څارنوالانو او قضايي چارواکو سره ملګرتیا ته د امریکې چمتووالی اعلان کړی دی. دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د جزا د نړیوالي محکمې غړې نه ده او په افغانستان کښې د امریکايي عسکرو د او هم داشان په فلسطین کښې د خپل انډیوال یعنې د اسرائيلو د رژيم د ځواکونو د جنګي جنایتونو په هکله له هر ډول تحقیق سره مخالفت کوي.

د تهران راډیو ګرانو مینه والو په دې ننني پروګرام کښې مو د یوکرین د کړکیچ د انساني اړخ په هکله خبرې وکړې. د یوکرین کړکیچ د دغه هیواد ښاریزې او اقتصادي بیخ بیناوې ورانې کړې او میلیونونه کسان یې بې کوره کړل او میلیونونه کاري فرصتونه له مینځه لاړل. که څه هم د ځینو کارپوهانو په باور، په یوکرین باندې د روسیې حمله د نړیوالو قواعدو خلاف ده خو امریکا او انډیوالانو یې ناټو ته د ګروهنې په لړ کښې د کي یف د لمسولو له لارې د یوکرین د جنګ د اور په غرغنډه کولو کښ ترټولو ستر رول لوبولی دی.

په عین حال کښې دغه کړکیچ د انساندوستۍ او په نړیوالو اصولو باندې د پابندۍ د مدعي لویدیځو حکومتونو دوه ډوله اقدامات او سیاستونه یوځل بیا په ډاګه کړل.

*/*/*/

ښه ګرانو دوستانو، «له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې» نومې لړۍ څلورمه برخه مو ولوستله، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو ګرځیدلې وي.

 

 

ټیګونه