نوښتونه ۹۸
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i141170-نوښتونه_۹۸
په دغه برخه کې به تاسو ته  په تېره اوونۍ کې د ایران او نړۍ د نوېو اقتصادي، علمي، فرهنګي او هنري لاسته راوړنو په هکله معلومات درکړو.
(last modified 2023-11-07T06:24:02+00:00 )
Nov 07, 2023 10:51 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۹۸

په دغه برخه کې به تاسو ته  په تېره اوونۍ کې د ایران او نړۍ د نوېو اقتصادي، علمي، فرهنګي او هنري لاسته راوړنو په هکله معلومات درکړو.

په دې وروستیو کې د امریکا اسټنفورډ پوهنتون د نړۍ د هغو څېړونکو لیسټ خپور کړی دی چي د هغوی مقالات او موندنې په زیاته اندازه په عملي فعالیتونو کې د سند او مرجع په توګه کارول شوی دی. په دغه لیسټ کې د دوو زرو ایراني څېړونکو نومونه هم شامل دي، په دې لیسټ کې اکثره د طب او د اینجینرینګ د ډګرونو څېړونکي شامل دي.

د اسکوپوس ویب پاڼه چي د نړۍ د علمي استنادي ځانګړونو تر ټولو لویه انترنیټي پاڼه ده. دغه ویب پاڼه په مختلفو ډګرونو کې د څېړونکو لپاره اوزارونه برابروي او ښیي چي په کومې علمې مقالې او کتابونو څومره استناد شوی دی. د اسټنفورډ پوهنتون په همدغه اساس باندې د نړۍ دوه سلنه تر ټولو غوره پوهان یې معرفي کوي.

د نړۍ د دوو سلنو غورو څېړونکو په لیسټ کې د ایراني پوهانو حضور ښودنه کوي چي په دغه لیسټ کې د ایراني څېړونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسټنفورډ د پوهنتون په لیست کې ۱۹۴۱ څېړونکي شامل وه، خو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې دغه شمېر ۲۱۳۸ تنو ته زیات شوی دی چي د ۱۵ سلنیزې ودې ښودنه کوي.

د ایران په پوهنتونو کې هم د تهران له پوهنتون څخه تر ټولو زیات څېړونکي په دغه لیسټ کې حضور لري، له دغه پوهنتون څخه ۱۰۶ څېړونکي په یاد لیسټ کې شامل دي.

خو د ایران د پوهنې د وزارت د ۳۴ پوهنتونونو څخه یوازې یو غوره څېړونکی په دغه لیسټ کې دی. د روغتیا د وزارت نه هم ۱۱ څېړونکې د اسټنفورډ په لیست کې راغلي دي. اکثره څېړونکې د طب، اینجینرینګ، کیمیا، مصنوعي هوښ او نانو ټکنالوژی پورې اړونده دي.

په یوه بله ټکنالوژیکه لاسته راوړنه کې، د لومړي ځل لپاره یو ایرانی پوه بنسټ شرکت د سمارټ نانو رنګي ذراتو په کارولو سره داسي جامې جوړي کړې دي چي د بدن د تودوخې له دریجې سره رنګ بدلوي. دغه جامې د ماشوم د تبې په صورت کې خپل رنګ بدلوي.

د دې شرکت د مشرې زهرا بهروزی په وېنا، هغوی توانېدلي دي چي د نانو ټکنالوژی او بایو ټکنالوژیو په کارولو سره، دغه سمارټ جامې جوړي کړي، دغه جامې انټي بکټریال، ترموکرومیک او د اوبو ضد دی.  دغه شرکت د کاله یو لک سمارټ جامې تولیدوایشي.

د دغه څېړونکی په وېنا، تبه د بدن دفاعي غبرګون او د ناروغتیا نښه ده او ممکنه ده چي په مختلفو دلایلو سره رامینځ ته شي. تبه کولایشي په ماشومانوکې د ناروغتیا خبرداري ورکړي، په تېره بیا چي تبه د اوږده مودې لپاره وي، که پر وخت تشخیص نه شي نو ممکنه ده ماشوم ته زیات زیان وروسوي. شاید مور او پلار د ماشوم تبه په اسانه تشخیص نه وکړي او یا یې له سره بیخي ورته خیال نه وشي. خو دغه اسمارټ جامې همیشه کولایشي مور او پلار ته د ماشوم د تبې په هکله خبرداری ورکړي.

د دغو جامو رنګ هغه وخت بدلیږي چي د ماشوم د بدن د تودوخې درجه له ۳۷ څخه زیاته شي، او که تبه یې له ۳۸ نه واوري بیا جامې بیخې سپنیږي. خو د ماشوم له درملنې وروسته، جامې بیرته خپل طبیعي رنګ ته ورګرځي. د دغه شرکت د مشرې زهرا بهروزی په وېنا، ماشومانو لپاره د تبه ښودونکو جامو جوړونه  یوه ټولنیزه اړتیا ده. هغې یادونه وکړه چي دغه جامې د ۱۰۰ فیصده د مالوچو له تار څخه جوړ شوي دي او د الرژی یا د حسیاست ضد دي.

دغه شرکت له یادو سمارټ ټوکرو څخه نه یوازې جامې بلکې جورابې او خولۍ هم جوړې شوي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گوینده:

په تېره اوونۍ کې هم په ایران کې د یوه هنري لاسته راوړنې کتوونکي وو.

د (بیست و یک هفته بعد) لنډ فیلم د نسرین محمد پور په ډایرکټری، لیکولی او پرډیوسری سره، د لومړي ځل لپاره د بوسان د جنوبي کوریا په نړیوال فیسټیول کې نندارې ته وړاندې شو او په سیالیو کې د دغه فیسټیول یو تر ټولو معتبره جایزه (سونجی) تر لاسه کړه.

د بوسان فیلمي فیسټیول د تلې د میاشتې له ۱۲ څخه بیا تر ۲۱ پورې په جنوبي کوریا کې تر سره کیږي. د وایډ انګل په برخه کې ۳۹ مستند او لنډ فیلمونه فاینل ته لاره موندلې وه چي د بیست و یک هفته بعد فیلم په کښې تر ټولو د غوره فیلم په توګه انتخاب شو.  د دغه فیلم نړیواله ننداره هم د میلاد خسروي په مشری د هفت چشمه شرکت له لورې تر سره شوه. بنفشه ریاضي، لیلا حسین زاده، سودابه بهرامی نژاد او پریسا عسګري د یاد فیلم لوبغاړي دي.

همدارنګه د (چاه های طلا) لنډ فیلم چي د سعید تیمار له لورې جوړ شوی وو، په برازیل کې د بشري حقوقو په فیسټیول کې نندارې ته وړاندې شو او د دې فیسټیول یوه اصلي جایزه یې تر لاسه کړه.

دا فیلم د اسما کیسه بیانوي، اسما هڅه کوي خپل خور عذرا له یوه اجباري واده څخه وژغوري، سپیده موسوي، طیبه زندش، سعید موحدي او محمد سلامتي د دې فیلم لوبغاړي دي، دغه فیلم له دې مهخکې هم په اسپانیا کې د (اسلانتیلا سینه فروم) او د (موسترمپ) له فیسټیولونو جایزې تر لاسه کړې وي.