شکره (دیابت) د نوامبر ۱۴د شکرې نړیواله ورځ
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i141270-شکره_(دیابت)_د_نوامبر_۱۴د_شکرې_نړیواله_ورځ
د نوومبر ۱۴ چي د لړم د میاشتې له ۲۳ سره سمون خوري د شکرې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده، په دغه خپرونه کې به تاسو ته د شکرې د ناروغۍ په هکله معلومات درکړو.
(last modified 2023-11-09T05:16:44+00:00 )
Nov 09, 2023 09:43 Asia/Kabul
  •  شکره (دیابت) د نوامبر ۱۴د شکرې نړیواله ورځ

د نوومبر ۱۴ چي د لړم د میاشتې له ۲۳ سره سمون خوري د شکرې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده، په دغه خپرونه کې به تاسو ته د شکرې د ناروغۍ په هکله معلومات درکړو.

شکره ناروغۍ په بدن کې د انسولین په تولید کې د ناخوالې د امله رامینځ ته کیږي، انسولین داسي یو هورمون دی چي په پانکراس کې تولیدیږي او د بدن حجراتو ته دا وړتیا ورکوي چي له وینو څخه ګلوکز بېل کړي او د انرژیو د تولید لپاره استعمال کړي. شکره هغه وخت رامینځ ته کیږي چي بدن په کافي اندازه انسولین نه تولیدوي او یا یې هم په کارنده توګه نه شي کارولای. شکره په څلورو مختلفو ډولونو باندې ویشل کیږي: شکره ټایپ ۱، شکره ټایپ ۲، وارمخکې شکره او د امېندوارۍ پر مهال شکره چي مېرمنو ته ځانګړې ده.

د شکرې دغه څلور ډولونه په ځینو نښو کې یو شان ته دي، لیکن د هغوی شدت او د درملنې د څرنګوالې بهیر یې له یو بل سره توپیر کوي.

په ټایپ ۱ شکره کې د ناروغ په بدن کې د انسولین تولید په بشپړه توګه درېدلی وي. انسولین معمولا د انسان په بدن کې په یوه طبیعي کچه کې تولیدیږي. بدن د انسولین په کارولو سره، ګلوکز یا هم هغه شکره په انرژی باندې بدلوي. په دې خاطر هغه کسان چي په ټایپ ۱ شکرې باندې مبتلا وي باید هره ورځ د انسولین ستنې ولګوي. دغه ډول شکره اکثره په ځوانانو او ماشومانو کې رامینځ ته کیږي خو له ځوانانو او ماشومانو ماسېوا هر یو کس پرې اخته کېدایشي. په ټایپ ۱ شکرې باندې مبتلا ناروغان اکثره د خواګرځی یعني د اولټۍ یا هم د نس دردونه تجروبه کوي. ټایپ ۲ شکره بیا د ټایپ ۱ په پرتله یو څه کمزورې ده، په دغه ډول کې ناروغ ته درملې ورکول کیږي، تایپ ۲ کې د ناروغ بدن انسولین تولیدوي خو په کافي اندازه یې نه تولیدوي، که په ټایپ ۲ باندې مبتلا ناروغ خپلې درملې استعمال نه کړي او له غوړو او خوږو نه پرهېز نه وکړي نو نو شکره یې په تایپ ۱ باندې بدلېدایشي نور درملې ورته ګټه نه کوي او مجبوره کیږي چي د انسولین ستنې ولګوي.  تایپ ۲ شکره اکثره د وزن د زیاتوالې، ناسم خواړه او کورنۍ مخینې له امله رامینځ ته کېدایشي.  په تایپ ۲ باندې مبتلا ناروغان کېدایشي په اول سر کې هیڅ نښې و نه لري، ممکنه ده تر دوو کلونو پورې د ناروغتیا نښې څرګندې نه شي. بیا رو رو د مرض په زیاتېدو سره یې نښې هم ښکاره کیږي.

د شکرې د ناروغۍ یو بل ډول (پري دیابت) یا وارمخکې شکره ده، په دغه ډول کې د ناروغ په بدن کې په ناڅاپه یا شکره زیاتیږي او یا هم کمیږي. په وارمخکې شکره کې د ناروغ د وینې شکره زیاته شوې وي، خو لا هم بدن یې انسولین تولیدوي.

فعالیت نه کول، ناوړه خواړه او د سګرېټو یا نسوارو استعمال د هغو لاملونو څخه دي چي د وارمخکې شکرې د رامینځ ته کېدو سبب ګرځّېدایشي. هغه خلګ چي په وار مخکې شکره باندې مبتلا وي، ممکنه ده چي په ټایپ ۲ شکرې باندې مبتلا شي.

د شکرې د ناروغۍ یو بل ډول ته د امیندوارۍ شکره وایي، دا اکثره د امیندوارۍ پر مهال د بچي د پیدا کېدو نه مخکې رامینځ ته کیږي. له بده مرغه د امیندوارۍ شکره د مور په نس کې د ماشوم په سلامتیا باندې ناوړه اثر کوي. د امیندوارۍ شکره وار د مخکې نښې نه لري او په ناڅاپه توګه د امېندوارۍ په ۶ او یا هم ۹ میاشته کې رامینځ ته کیږي.

اکثره امېندوارې مېرمنې د شکرې په شمول ضروري معایناتونه نه تر سره کوي، په دې خاطر هم د ځان سلامتیا او هم په خپله ګېډه کې د ماشوم سلامتیا له خطرې سره مخ کوي، د امېندوارۍ پر مهال شکره که کنټرول نه شي نو یا مور وژني او یا هم یې په ګېډه کې ماشوم وژل کیږي. له وخته مخکې د بچي پیدا کېدا، سالنډی، د ماشوم معلولیت او سخت زېږون له هغو ناخوالو څخه دي چي د امیندوارۍ پر مهال د شکرې د نه کنټرولېدو د امله رامینځ ته کېدایشي. البته یوه بل تاوان یې هم دا دی چي د امېندوارۍ د شکرې د نه کنټرولېدو د امله د بچي له پیدا کېدو نه وروسته، مور یې د تل لپاره د ټایپ ۲ په شکرې باندې مبتلا کېدایشي.

شکره په نړۍ کې یوه له چټکو مخ په زیاتېدونکو ناروغیو څخه ده،  په ۱۹۸۰ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۸ میلیون انسانان په شکرې باندې اخته وه، دا شمېر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۴۲۲ میلیون کسانو ته ورسېده، د شکرې د نړیوال فډرېشن له راپور سره سم، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په شکرې باندې د مبتلا ناروغانو شمېر ۵۳۷ میلیون کسانو ته رسېدلی و، دا په دې معنا ده چي په هرو ۱۰ پاخه عمر لرونکو کسانو کې یو کس په شکرې باندې مبتلا دی.

داسي اټکل کیږي چي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د شکرې د ناروغانو شمېر ۶۴۳ میلیونه او تر ۲۰۴۵ میلادي کاله پورې ۷۰۰ میلیونو کسانو ته ورسیږي.

د شکرې د ناروغۍ د نړیوال فډریشن د معلوماتو له مخې، د پاکستان د پوره نفوس ۳۱ سلنه د شکرې په ناروغۍ مبتلا دي، په دغه هیواد کې په هرو څلورو کسانو کې یو کس په شکرې باندې مبتلا شوی دی، په شکره باندې د مبتلا ناروغانو د شمېر په اساس پاکستان په نړۍ کې لومړی مقام لري او بیا ورپسې فرانسه دوهم مقام لري، د فرانسې د پوره نفوس ۲۵ اعشاریه دوه سلنه په شکرې باندې مبتلا دي. ورپسې په دریم مقام کې کویټ دی چي د نفوس ۲۴ اعشاریه ۹ سلنه یې د شکرې په ناروغۍ مبتلا شوي دي.

که څه هم شکره تقریبا په ټوله نړۍ کې په یوې عامې ناروغۍ باندې د بدلېدو په حال کې ده، لیکن څېړنې ښیي چي د جنوبي او غربي اسیا خلګ د جنیټیک له نظره د انسولین د تولید د ناخوالو له خطرې سره مخ دي، لیکن حیرانه کوونکې خبره دا ده چي د شکرې د ناروغۍ د نړیوال فډرېشن د معلوماتو له مخې، په افریقایې هیوادونو کې د شکرې د ابتلا موارد ډېر کم دي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په بنین او ګامبیا هیوادونو کې چي افریقایي دي، د شکرې د ناروغۍ ډېرې کمې پېښې تشخیص شوي دي. د ټولو افریقایي هیوادونو یوازې ۲۳ میلیونه کسان په شکرې باندې مبتلا دی، چي دا د افریقایي هیوادونو د پوره نفوس یوازې دوه سلنه جوړوي.  د څېړنو له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د انسانانو د مړینې په عمده دلایلو کې شکره په اتم مقام کې دی، په دغه کال کې په ټوله نړۍ کې یو نیم میلیون کسانو د شکرې د ناروغتیا د امله خپل ژوند د لاسه ورکړي دي. همدارنګه د تر سره شویو څېړنو له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۵۳۷ میلیون کسانو په شکرې مبتلا شوي دي چي درملنه یې ۹۶۶ میلیارد ډالره لګښت درلودلی دی.  داسي اټکل کیږي چي تر ۲۰۴۵ میلادي کال پورې د شکرې په درملنې باندې د لګښتونو کچه ۱۰۴۵ میلیارد ډالرو ته ورسیږي. شکره د پښتورګو د ناخوالې، د زړه حملې، د ماغزو د رګونو چاوده، د پښو د کاټېدو او د سترګو د ړندېدو اصلي لامل بلل کیږي.

په نړۍ کې د شکرې د کچې څېړنه ښیي چي دغه ناروغي د نړیوال روغتیا لپاره یوه ستره ننګونه بلل کیږي او ، له شکرې څخه مخنیوي، د هغه پر وخت تشخیص او د ناروغی د شدت مدیریت له شکرې سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره بلل کیږي.

شمېرنې ښودنه کوي چي د شکرې ټایپ ۱ او ټایپ ۲ ډولونه تر ټولو زیات رامینځ ته کېدونکي دي چي په معیاري معاینوتونو سره یې تشخیص کېدونکې ده. ټایپ ۱ شکره اکثره په ماشومانو کې رامینځ ته کیږي، په دې خاطر مخنیوی یې ممکن نه دی، خو ټایپ ۲ شکره بیا د وزن د زیاتوالې، ناسم خوراک او د نه فعالیت د امله رامینځ ته کیږي چي په ورزش او په خوراک باندې په احتیاط سره یې مخنیوی تر ډېره حده پوري ممکنه ده.  د ۱۹۹۱ میلادي کال د نوومبر ۱۴ نیټه، د انسولین د کشف کوونکی فردریک بانتینګ  د زوکړې کلیزه ده، دغه ورځ د شکرې د ناروغۍ د نړیوال فډرېشن او د روغتیا د نړیوالې ادارې له لورې د شکرې د ناروغۍ د ځانګړې ورځې په توګه نومول شوې ده.  د شکرې د نښو او زیانونو په هکله نړیوالو ته معلومات ورکول او د شکري د مخنیوی او درملنې لپاره هلې ځلې د شکرې د نړیوالې ورځې د ټاکلو موخې دي. دغه ورځ کې د شکرې په هکله د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې غونډې او معلوماتي پروګرامونه تر سره کیږي. 

که څه هم شکره دېر سخت زیانونه رامینځ ته کوي، لیکن په اطلاع رسونې او د تشخیص او کنټرول لپاره یې پراخ کوښښونه کولایشي، د شکرې عوارض راکم کړي، له ۲۰۲۱ میلادي نه بیا تر ۲۰۲۳ میلادي کلونو پورې ((د شکرې د ناروغانو لپاره درملیزې اسانتیاوې رامینځ ته کېدا ))د شکرې د نړیوالې ورځې د شعار په توګه ټاکل شوی دی. په شکرې باندې مبتلا ناروغان دوامداره پاملرنې او ملاتړ ته ضرورت لري. په داسي حال کې چي په نړۍ کې په شکرې باندې اخته په میلیونونو کسانو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري. باید هڅه وشي چي له شکرې سره د مقابلې لپاره درملېزې اسانتیاوې رامینځ ته شي.  په ۲۰۲۳ میلادي کال کې اکثره تمرکز په دې باندې وه چي د شکرې  د نښو او د عوارضو په هکله خلګو ته اطلاع رسونه وشي او د درملیزو خدماتو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.