د ایډورډانیلي د وفات دکلیزې ځانګړی پروګرام
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i141496-د_ایډورډانیلي_د_وفات_دکلیزې_ځانګړی_پروګرام
په دې فکر وکړئ چې د نړۍ له سترو سرمایه دارانو او یوه افسانه ای شتمني ولرئ او پرته له کوم مادي اندیښنو خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
(last modified 2023-11-13T06:16:33+00:00 )
Nov 13, 2023 10:41 Asia/Kabul
  • د ایډورډانیلي د وفات دکلیزې ځانګړی پروګرام

په دې فکر وکړئ چې د نړۍ له سترو سرمایه دارانو او یوه افسانه ای شتمني ولرئ او پرته له کوم مادي اندیښنو خپل ژوند ته دوام ورکړئ.

د نومبر ۱۵مه (د لړم۲۴مه) د مهدي (ایدواردو) انیلی د وفات  کلیزه ده، چې یو ایټالوی  شیعه مسلمان ، د فیات کمپنۍ د لوی پانګه وال  زوی او د یووینټس کلب د فرنچائز مالک چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته  یی ایران ته سفر وکړ .

فکر وکړئ چې د نړۍ له خورا مشهورو برانډونو قیمتي جامې واغوندي ، د نړۍ هرچیرې چې تاسو غواړئ سفر وکړئ او د نړۍ ترټولو لوکس هوټلونو کې پاتې شئ.

 په دې فکر وکړئ چې د نړۍ له سترو سرمایه دارانو او یوه  افسانه  ای  شتمني ولرئ او پرته له کوم مادي اندیښنو خپل ژوند ته دوام ورکړئ.

د تاسو په نظر څوک کولی شي د داسې شتمنیو په ارتباط بې پروا وي او د ژوند لپاره  د بلی لارې په غوره کولو سره خپله ټوله شتمنۍ پریږدي؟

په پروګرام  کې به یو داسې شخصیت  معرفي کړو چې له سترو او عظیمو شتمنیو په اړه  بې پروا وو او په ژوند کې یې د خوښبختۍ تصور په بل ډول کاوه. انیلي  چې د خپل پلار له سترې شتمنۍ سره یې هوسا ژوند کولی، خو زړه یې دنیا  ته ورنکړ او د اسلام له لارې یې خدای ته لاره وموندله. ز مونږ سره پاتې شئ.

اډوارډو انیلی د ۱۹۵۴ کال د جون په ۱۹ نیټه په نیویارک کې زیږیدلی و. د هغه پلارجیاني انیلی، له مشهورو ایټالوی پانګوالو او د Fiat موټر شرکت مالک یعنی  د ایټالیا ترټولو لوی موټر شرکت، څو خصوصي بانکونه، د فیشن او جامو ډیر ډیزاین شرکتونه، د فیراري ریسینګ کلب، د یووینټس فوټبال کلب خاونداود هغه مور د مارلا کاراچیلو په نوم یوه یهودي وه .

اډوارډو د  خپلولومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته په انګلستان کې د اتلانتیک کالج ته لاړ او د ډیپلوم  له ترلاسه کولو وروسته پرنسټن پوهنتون ته لاړ او په فلسفه او ختیځ دینونو کې یې ډاکټریټ وکړ .. بیا یې هند او ایران ته سفرونه وکړل تر څو د ختیځودینونو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هیچا دا تصور هم نه کاوه چې هغه  چې د خپلې کورنۍ د افسانوي شتمنیو ریښتیني وارث وي، دا ټوله شتمني  او پیسه به له پامه غورځوي او د اسلام له لارې به خدای ته لاره ومومي.

اډوارډو د خپل مسلمانیدا په اړه داسی ویلی دی

کله چې په نیویارک کې وم، یوه ورځ په کتابتون کې روان وم، کتابونو ته مې کتل، سترګې مې قرآن ته ولوېدې، کنجکاو شوم  چې وګورم په قرآن کې څه لیکل شوي دي، هغه مې پورته کړ. مخونه مو واړول او په انګریزی کې  مویې آیتونه ولوستل، ما احساس وکړ چې  دغه روښانه ټکي د انسان لخوا نشي ویل کیدی. زه ډیر متاثره شوم ، ما دا په امانت واخیسته او نور مو ولوستل او احساس مې وکړ چې  پرې پوه شوم او قبلوم یی ،  له هغه وروسته په نیویارک کې یو اسلامي مرکز ته لاړم او هلته مسلمان شوم، خو ایران ته له سفر او له امام خمیني  رح سره له لیدو وروسته مې خپل په  تشیع سره بشپړ کړ.

د ایدوارډو د اسلام منلو په اړه په زړه پورې خبره دا ده چې هغه د قرآن په لوستلو او د وحې د روښانه الفاظو په څیړلو سره اسلام ته متوجه شو، پرته له دې چې څوک ورته د اسلام په اړه معلومات ورکړي، هغه د ایټالیا په زړه کې ژوند کاوه او  هغه د یوې داسی  کورنۍ په مینځ کېچی  یهودي ګروهنې لري ، مسلمان کیږي او د ژوند لپاره بله لاره غوره کوي.

هغه د اسلام په اړه له زده کړې وروسته پریکړه وکړه چې دا موضوع له خپلې کورنۍ سره مطرح کړي او دوی ته هم  د قرآن حقیقت معرفي کړي، خود هغه کورنۍ له هغه سخت مخالفت وکړ او هغه یې خورا اقتصادي فشار لاندې راوستی، په داسې ډول چې هغه د ټیکسي سپریدو پیسې هم نه درلودلې .

د انیلي کورنۍ د دې لپاره چی اډوارډو له  میراث محرومه کړي ،ډیره هڅه وکړه چې خپل زوی لیونی وښی  او هغه یې په یوه  رواني روغتون کې واچوه.

د هغه کورنۍ یهودي وه او ویل کیږي چې له صهیونیسټانو سره یې ډیرې اړیکې درلودې، له همدې امله ادواردو تل په مبارزه بوخت وو او تر وروستۍ شېبې پورې په خپلو عقایدو ولاړ و او تل به یې ویل چې د اسلام اود خپلو مقدساتو د سپکاوي  په وړاندې چوپ پاتې نشي.

هغه د اسرائیلو او صهیونیسټ رژیم په وړاندې سخت دریځ درلوده او په فلسطین کښې د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې غلی پاتې نه شو . ادواردو څو ځلې د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره د دغو جنایتونو په اړه خبرې کړې وې.

سره له دې چې ادواردو د خپل پلار د شتمنۍ د لاسته راوړلو او د اسلام په لاره کې د مصرفولو هڅې وکړې،  خو هغه په ​​داسې حالت کې راغې چې باید د دې سترې شتمنۍ او اسلام ترمنځ انتخاب وکړي او هغه  اسلام غوره کړ.

له شیعه مذهب او د ایران له اسلامي انقلاب سره د ایدوارډو انیلي لومړنۍ پېژندګلوي د ډاکټر محمد حسن قادري ابیانه (په ایټالیا کې د ایران د سفارت مطبوعاتي مسوول) سره د 1982-1979-1982 کلونو ترمنځ د ایټالوي ټلویزیون له لارې شوې وه. له هغه وروسته په سفارت کې له هغه سره د لیدو لپاره لاړ او د دوی ترمنځ د دوستۍ اړیکه ټینګه شوه.

ادواردو څو ځله ایران ته سفر وکړ او له حضرت  امام خمینی (رح) او آیت ا... العظمی سید علی  خامنه ای سره یې کتلي وو  او د شیعیانو د اتم امام حضرت علی ابن موسی رضا (ع) زیات ته لاړ وو .  هغه په دغو سفرونو کې د ۱۹۸۱ کال د اپریل په اوومه له حضرت  آیت ا... العظمی سید علی  خامنه ای په مشرۍ د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړ او له هغه سره یې کتنه وکړه .

د ډاکټر محمد حسن قادري ابياني په وينا

(ایرانی ډیپلومات، په استرالیا او مکسیکو کې د ایران پخوانی سفیر):

په ايټاليا او لويديځو هيوادونو کي د ايدواردو حقيقت ندی پیژندل شوی ، ځکه چي په لويديځو رسنيو کي د هغه د ژوند او مرګ موضوع تبلیغ منعه  وه، که چيري ايټالوي رسنيو ته د اعلان اجازه ورکړل شوې وای او له ۲۰۰۰ کال راهيسي د ادواردو د مسلماني والی  په اړه يوه مقاله هم خپره شوې وای چی هغه د خپل پلار لویه شتمني ته  شا اړولې ده اومسلمان شوی دی او  د صهیونیسټانو په لاس وژل شوی دی ، بې له شکه  هغو ته به د اسلام ما هیت  او حقیقت به روښانه شوی وای.

  د ۲۰۰۰ میلادي کال د نوامبر په ۱۵مه (د ۱۳۷۹ کال د لړم ۲۴مه) د ایدوارډو انیلي مړی د ایټالیا په شمال کې د تورینو – ساوانا پر لویه لار د تورین ښار ته څېرمه وموندل شو.

  د پولیسو د راپور له مخې، د هغه موټر د لویې لارې په اوږدو کې وموندل شو چې څراغونه یې روښانه وو او دروازې یې خلاصې وې. داسې ښکاري چې هغه دله  پل څخه غورځول شوی وو.

د ايټاليا پوليسو د هغه د کورنۍ په سازباز د ايدوارډو د مړينې لامل ځان وژنه او د نشه يي توکو کارول اعلان کړل، په داسې حال کې چې د ايډوارډو د څېړنې اړوند ټول اثار او اسناد او حتی د هغه مستند فلم چې د ايټاليا په يوه ټلويزيوني چينل کې خپور شوی و، له منځه يوړل شو.

په ایټالیا کې په 2009 کې د ایټالوي ژورنالیست او لیکوال، جیوزپه پاپو لخوا د ایدوارډو انیلي د مړینې په اړه یو کتاب خپور شو، چې د اډوارډو مړینه یې یو قتل ګڼلی و او لیکلي یې وو:

هغه هیچا نه دی لیدلی چې هغه د یوې لویې لارې په اوږدو کې  چې په هره شیبه کې ډیر موټرونه تیریږي له یوه پله ټوپ ووهی  . همدارنګه، په هغه وخت کې ایدوارډو ګوډ وو او کوتک  یې استعمالول او هغه لږ تر لږه دوه دقیقې وخت یې اخیستو چی  له دیواله ښکته او ځان لاندې وغورځوی ، چې د لیدلو احتمال یې زیات وو، هغه هم له اتیا مترو راغورځول شوی و، د سیټ کمربند او د بوټونو تسمې  یې تړلی وی ، هغه څه چې شکونه یې نور هم زیات کړي، دا دي چې دوی پرته له دې چې پوسټ مارټم یې وشی  په چټکتیا سره ښخ کړ .

  د کتاب لیکوال وايي چې هغه له دریو بیلابیلو سرچینو معلومات ترلاسه کړي چې د هغه له مړینې څو اونۍ وړاندې، له هغه غوښتل شوی و چې د ډیرو پیسو او شتمنیو په بدل کې د فیات  شرکت کې له خپلو ټولو حقوقو څ د وتلو سند لاسلیک کړي، خو ادواردو هغه قبول نکړ . همدا راز ځینو رسنیو او سیاسي شخصیتونو د ادواردو د ځان وژنې احتمال رد کړی او د هغه مړینه یې د صهیونیسټي دسیسې پایله ګڼلې ده

ګرانو اورېدونکو، په دې خپرونه کې مو د ادواردو انیلي د ژوند او شخصیت  بېلابېل اړخونه معرفي کړل، چې خپل ټول مالونه اوشتمنی  يې له دې امله قربان کړه چې د ژوند حقيقت يې د اسلام له لارې او د خدای په لاره کې وموند.

په پاى کې، دستاسو پام د اډوارډو انیلي د څرګندونو ځینو برخو ته رااړوو:

هغه وخت چې مونږ ه په کې ژوند کوو د ارزښتونو د زوال وخت دی.

یوازنی هدف او اسطوره  د پیسو راټولول دي. د پیسو عبادت له  مخدره توکو ډیر بد دی.

مونږ  ه ټول د ځوانانو په منځ کې د نشه یي توکو د خپریدو په اړه اندیښمن یو، خو مونږ ه نه پوهیږو چې مونږ داسې نړۍ ته ننوځو چې  اساس یی د خلکو د بانکي حسابونو پر بنسټ ولاړ دی ، خو دا ټول به پای ته ورسیږي او زه باور لرم چې په راتلونکي کې به مونږ ه د نیمه رنسانس  وروسته یوه پړاو کی داسی وخت ته داخل شو  چې نور د ډیکارت  د عقلیت او تجربې پراساس ندي.

له هغه دا هم نقل شوی  دی چې:

  زه نړۍ په بل ډول ګورم. زما نړۍ سوچه  نړۍ ده.

  دا د الماس په څیر ده  چې خالصه ماده ده ... زه شیعه یم. شیعه یو دی.

  دا هغه څه لري چې نور مذهبونه نه لري او هغه د اهل بیتو (ع) له ولایت سره  اړوند والی دی .

  اهل بیت چې هر یو یې ځانګړی  دی او ورته والی نلری. مونږ ه  یوازې یو امام علی (ع) لرو، یو امام حسین (ع) چې بې مثاله دی.

په تاریخ کې هیچا داسې نه دي کړي چې امام حسین (ع) کړي دي.دا ټول اهل بیت ځانګړي او بی مثاله دي او دا د تشیع ځانګړنه ده .

که مونږ ه په کلتوري چارو کې دا غیر اسلامي ټولنو ته انتقال کړو، دوی به دا یو الماس ومني. ځکه شیعه یو الماس دی...

  شیعه د یوې  داسی نړۍ په څیر دی چې په دې نړۍ کې جلا او ژوندی شتون لري. د شیعیانو داذان  ځانګړی دی، لمونځ یې ځانګړی دی او تر ټولو مهمه دا چې اهل بیت (ع) اصیل  مشران لري.

د ستاسو له ملتیا مننه خدای په امان