نوښتونه ۱۰۰
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i141594-نوښتونه_۱۰۰
لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ په تېره اوونۍ کې د ایران او د نړۍ د نویو علمي، سپورټي او هنري لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Nov 15, 2023 09:19 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۱۰۰

لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ په تېره اوونۍ کې د ایران او د نړۍ د نویو علمي، سپورټي او هنري لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو.

عزیزانو د دې اوونۍ خپرونه تاسو ته په هانګژو کې په اسیایي سیالیو کې د ایران د سپورټي ټیم په هکله د خوشحاله کوونکو خبرونو سره پیلوو. د معلولینو دغه سیالۍ په چین کې د اکټوبر د میاشتې له ۲۳ بیا تر ۲۸ نیټې پورې تر سره شوې. دغې سیالۍ په داسي حال کې پای ته ورسېده چي د ایران د اسلامي جمهوریت سپورټي کاروان د اسیا په کچه دوهم مقام تر لاسه کړ.

اسیایي سیالۍ هر څلورو کلونو کې یو ځلې د معلولو ورزشکارانو لپاره تر سره کیږي، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اسیایي سیالیو ۱۶ پړاو د چین په ګوانګ ژو کې تر سره شوه، بیا له هغه وروسته په ۲۰۱۴ میلادي کال کې دغې سیالۍ په جنوبي کوریا کې  او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې بیا د انډونیزیا په جاکارتا ښار کې وشوه. ایران د معلولو اسیایي سیالیو له لومړي پړاو نه په کښې ګډون کړی دی، لومړی پړاو کې ایران څلورم مقام خپل کړ، بیا په تېره دوره کې دریم مقام خپل کړ خو اوس په چین کې د ایران د معلولینو سپورټي ټیم دوهم مقام خپل کړی دی. د چین په هانګژو کې د ایران د ورزشکارانو کاروان ۴۴ د سرو زرو، ۴۶ د سپینو زرو او ۴۱ د ژیړو مډالونه تر لاسه کړي دي یعني په مجموع کې ۱۳۱ مډالونو په تر لاسه کولو سره د اسیا په دوهم مقام کې درېدلی دی.

عزیزانو پوهېږئ چي د نن سبا له سیالو په ډکه نړۍ کې، علم او ټکنالوژی پورې اړوندې ځانګړنې د نړۍ په کچه د هیوادونو د سویې ټاکونکې دي، هغه هیوادونه کامیابه بلل کیږي چي د علم په تولید او کشفیاتو کې زیاته ونډه ولري یعني علمي نوښتونه، نوې نظریې او طرحې په کښې زیات وي. همدغه مسالې ته په کتو سره په ایران باندې د عراق له یرغل او له تپلې جګړې نه وروسته، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای تل په ایران کې  د علمي خوځښتونو د ګړندیتوب په ضرورت باندې ټینګار کړی دی، د رهبر د یوې جملې له بیانولو وروسته به هم خپرونې ته د فضا په ډګر کې د یوې نوې موندنې سره دوام ورکړو.

رهبر فرمایي:  علم د یوه ولس لپاره د عزت، سرلوړی او پرمختګ تر ټولو مهم اوزار دی....  الحمدلله نن سبا په علمي، هنري او نورو ډګرونو کې داسي وتلي کسان پیدا شوي دي چي په نړیواله سویه کې د څرګندېدو وړ دي.  دا د یوه ولس د مجاهدت او د خوځښت برکتونه دي او دا به دوام وکړي او نور به هم پرمخ لاړشي. انشالله.  

په فضا کې حضور او په مختلفو ډګرونو کې د هغه کارندوالې لامل شوی دی چي ایران هم په دې لړ کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او د سټلایټ ټکنالوژی څخه کارواخلي.  په دې لړ کې، د سپوږمکیو د لېږدولو لپاره په ماډرنو امکاناتو سره د پرمختللی هوایي اډې جوړونه یوه اساسي اړتیا ده.

د ایران په دننه کې د سپوږمکۍ د لېږدولو او د فضایي توغندۍ د توغولو لومړۍ اډه، د امام خمینی ره ملي فضایي اډه ده چي د فضایي توغندیو د توغولو لپاره یو ثابت پلېټ فارم بلل کیږي. دغه اډه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پرانیستل شوه.  دغه اډه کې د سټلایت یا د سپوږمکې د لېږدونکو توغندیو د تیارولو، توغولو او هدایتولو لپاره په ټولو اړینو امکاناتو باندې سمبال ده.

په نړۍ کې ۱۰۰ هیوادونو په فضا کې خپل سټلایتونه لري، په دغو کې یوازې ۶۰ هیوادونه خپل سټلایتونه جوړوي او پاته هیوادونه یې له نورو څخه اخلي، په دغو هیوادونو کې ټوله فضا ته د خپلو سټلایتونو د لېږدولو وړتیا نه لري، په نړۍ کې یوازې ۱۰ هیوادونه دي چي سټلایتونه فضا ته استولای شي، او نورو هیوادونو هم د سټلایتونو د لېږدولو لپاره دوی سره قردادونه لاسلیکوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په ۱۳۸۷ لمریز کال کې په بریا سره یې خپل سټلایټ د سفیر نومې توغندی په وسیله فضا ته واستوله، اوپه نړۍ فضا ته د سټلایت نهم لېږدوونکی هیواد شو.

په دې زمینه کې یو تر ټولو نوی خبر دا دی چي د ایران د اسلامي جمهوریت د فضایي سازمان مشر د (سریر) نومې فضا ته د لېږدوونکی توغندی د جوړېدو د چارو د پیلېدو خبر ورکړی دی. د هغه په وېنا دا توغندی به د ځمکې د مدار ۳۶ زره کیلومټرۍ کې د سټلایټ لېږدولو توان ولري. هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: د سیمرغ او ذوالجناح د سپوږمکۍ د لېږدولو توغندیو د جوړېدو نه وروسته، اوس د سریر په نامه د سټلایټ لېږدوونکې توغندی د جوړولو چارې پیل شوی دی، چي په جوړېدو سره یې به ایران د نړۍ په سویه کې د سپوږمکیو د لېږدولو په زمینه کې تر ټولو د وتلیو هیوادونو په جمعه کې راشي کوم چي د ځمکې له مدار نه په لیري واټن کې د درنو او سپکو سټلایټونو په لېږد کې مخکښ دي.  سریر به هم د ټکنالوژی له پلوه ډېر پرمختللی وي او هم د سټلایټ د لېږدولو لګښتونو کې کمی راولي. دغه توغندی به په راتلونکو دریو کلونو کې فضا ته د سپوږمکی د استولو لپاره تیار شي.

عزیزانو د نوښتونو د پروګرام له دوام سره مو په خدمت کې یو، لکه څرنګه چي پوهېږۍ په نړۍ کې د کړهڼیز صنعت یوه مهمه او استراتیژیکه ټکنالوژۍ باندې بدله شوې ده، او ورځ تر بلې د اوبو د زیرمو کمېدو ته په کتو سره، په کړهنه کې د کمو اوبو کارول او د با کیفیته او زیات فصل تر لاسه کول هغه مساله ده چي ټکنالوژی ته ضرورت لري. د علم او ټکنالوژی په کارولو سره، کښت او کر د کمو اوبو او ځمکو په کارولو سره، ښه با کیفیته او زیات محصولات ورکوي. دې ته په کتو سره، د ایران د پوه بنسټو شرکتونو څېړونکو د نویو موندنو او ټکنالوژیو په کارولو سره، هڅه کړي دي چي په کره اینجینرینګ او په کم لګښت سره، په هیواد کې د کر او کښت او خوراکي امنیت او سلامتیا سره، مرسته وکړي. د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه ماډرن پوهنتون (صنعتي شریف) پورې اړوند پوه بنسټ شرکت چي د مصنوعي ځیرکتیا او د انځورونو د پروسیس په برخه کې فعالیت کوي، په ایران کې د مصنوعي ځیرکتیا د سیسټمونو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی او اوس مهال په ایران کې له فضا نه د ژواک او چاپېریال، کرهڼې، اوبو او صنعت د څار په برخه کې فعالیت کوي.

د دغه پوه بنسټ شرکت مشر مصطفی جعفری وویل: دغه شرکت په ۲۰۱۱ میلادي کال په کار پیل وکړ لیکن په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پوه بنسټه بڼه خپله کړه او تر اوسه یې ۳ پرمختللی پوه بنسټه سیسټمونه جوړ کړی دی، یوه یې د کړهڼې د مدیریت ځېرک مرستندوی سیسټم دی، بل یې د ژواک او چاپېریال د مدیریت ځیرک مرستندوی سیسټم دی او اخري  یې هم د ایران د اوبو د زیرمو د ځیرک مدیریت مرستندوی سیسټم دی.

په ایران کې د پوه بنسټو شرکتونو د هلو ځلو په پایله کې ماډرن یا پرمختللې کړهڼه د ودې او پراختیا په لوې روانه ده، تر دې چي اوس ایران د اوبو د مدیریت، د خاورو او نیالګیو د څار نوې سیسټمونه ارمنستان ته صادروي.

شاید د ټکنالوژی د ډګر فعالان او د اخبارو پلټونکي یو ځلې لپاره د چشمه نور او یا هم د ایران ملي شتاب ورکوونکی یا چټکوونکی نوم خاماخا اورېدلی وي. چشمه نور یوه ستره پروژه ده چي په ایران کې د مختلفو رشتو د څار لپاره طرحه شوې ده. دغه پروژه په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پیل شوه او اوس تقریبا ګټې سپارلو ته نژدې شوې ده. دا طرحه کې د ایران تر ټولو لوی ازمایښتون جوړ شوی چي په کښې د مختلفو علمي څانګو د څېړنو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي دي. شاید تاسو ته دا پوښتنه رامینځ ته شي چي ولې د دې پروژې نوم چشمه نور دی، باید ووایو چي ځکه دا نوم ورکول شوي چي په دغه علمي پروژه کې د فوټوني وړانګو زیات تولید تر سره کیږي.

کله چي د چټکوونکی یا شتاب ورکوونی نوم راشي نو ممکنه ده زمونږ فکر د اروپا ایټمې څېړنیز مرکز یا سرن ته لاړ شي، چیرته چي د فرانسې او سویتزرلنډ په سرحد کې د ایټمې ذراتو د شتاب ورکولو تر ټولو لوی مرکز واقع شوی دی. خو د ذراتو کوم شتاب ورکوونکی لپاره چي په ایران کې جوړ شوی او ډېر ژر پرانیستل کیږي، جلا علمي اهداف په نظر کې نیول شوي دي او د اروپایانو له پروژې سره توپیر کوي.

چشمه نور کې د ذراتو د چټکوونکو یوه لویه ټولګه شته، همدارنګه د انځورونو د اخیستلو پرمختللې دستګاوې هم شته چي د ایکسرې له معمولو دستګاو په پرتله څو میلیارد چنده پیاوړي دي، د دغه ملي پروژې هدف دا دی چي په هیواد دننه کې د پرمختللی علمي څېړنو او نانو ټکنالوژی د مطالعاتو لپاره امکانات برابر شي څو د ایراني پوهانو تخنیکي او مسلکې ضروریتونه پوره کړای شي. دا لویه پروژه د لوېدیځې اسیا په کچه سارې نه لري، دغه پروژه کې د ړنا داسي وړانګې تولید شي چي د لمر د وړانګو نه څو میلیارد چنده پیاوړي وي. د نړۍ ځینو لویو هیوادونو د چټکونکو پرمختللې مرکزونه لري، ایران هم غواړي په دې زمینه کې دهغو محدودو هیوادونو په شمېر کې راشي چي د چټکونکی ټکنالوژی څښتن دی.