په لوېدیځ کې د ماشومانو په ضد جنسي تاوتریخوالې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i142162-په_لوېدیځ_کې_د_ماشومانو_په_ضد_جنسي_تاوتریخوالې
لوېدیځو هیوادونو د اقتصاد، پوهي او د خلګو د معیشت په برخه کې زیات پرمختګ کړي دي لیکن دغو هیوادونو په همهغه اندازه چي پرمختګ کړي دي د انسان له فطري او اخلاقي ارزښتونو څخه لیري شوي دي.
(last modified 2023-11-26T05:33:39+00:00 )
Nov 26, 2023 09:57 Asia/Kabul
  • په لوېدیځ کې د ماشومانو په ضد جنسي تاوتریخوالې

لوېدیځو هیوادونو د اقتصاد، پوهي او د خلګو د معیشت په برخه کې زیات پرمختګ کړي دي لیکن دغو هیوادونو په همهغه اندازه چي پرمختګ کړي دي د انسان له فطري او اخلاقي ارزښتونو څخه لیري شوي دي.

غربي ټولنو او په ټېره بیا پرمختللي، بډایه او انسان پاله اروپایي هیوادونه یو پټ مخ هم لري. هغه مخ چي په ځینو خاصو حالاتو کې افشا کیږي او هڅه کیږي چي ډېر هېر کړای شي. د جرمني فډرال جنایي پولیسو په یوه تازه راپور کې له ماشومانو او زلمیانو څخه د جنسي استفادې د جنایت په هکله خبرداری ورکړی دی، له دې راپور سره سم، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۱۷ زره  د ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان د جنسي تاوتریخوالې ښکار ګرځېدلي دي، د جرمني پولیس په دغه راپور کې وایي: دا صرف هغه موردونه دي چي افشا شوي دي، د ماشومانو په ضد د نه افشا شویو جنسي تاوتریخوالو شمېر ددې څو چنده کېدایشي.

په دې اړه جرمني رسنۍ دویچه وله لیکي: په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په جرمني کې د ماشومانو د ۱۷ زرو جنسي ځورونو ۲۵ سلنه د دې هیواد په نوردراین-وستفالن کې رامینځ ته شوي دي چي ۱۸ میلیونه نفوس لري.

د جرمني د فډرل پولیسو په راپور کې له ماشومانو د لغړو فیلمونو جوړېدا ته هم اشاره شوې ده، دغه ناوړه ښکارنده هم په جرمني کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله ۷ اعشاریه ۵ سلنه زیاته شوې ده، د جرمني د فډرل پولیسو په وېنا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په جرمني کې د ماشومانو د جنسي بړبندو فیلمونو د جوړېدا شمېر ۴۲ زره او ۱۰۰ موردوته ورزیاته شوې ده.

 د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر په دې هلکه وایي: د پولیسو دغه راپور په جرمني کې د ماشومانو په ضد د جنسي تاوتریخوالو د ویروونکې کچې ښودنه کوي.

دا ټوله په داسي یو حالت کې رامینځ ته کیږي چي د جرمني حکومت له ډېره پخوا څخه ځان د ماشومانو د حقوقو مدافع معرفي کوي او له ماشوم ځورونې سره  په مقابله کې ځان مخکښ بولي، لیکن په حقیقت کې په جرمني کې حالات د معصومو ماشومانو او زلمیانو لپاره ورځ تر بلې خرابیږي او هغوی د جنسي ځورونو ښکار ګرځي.

جرمني کې دا ستونزه دومره زیاته شوې ده چي د جرمني دولت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ماشومانو د جنسي ځورونو سره د مقابلې لپاره یو خپلواکه کمېشنري جوړه کړې وه او په دې زمینه کې یې سختې قانوني سزاګانې ټاکلې وي، خو سره له دې مونږ وینو چي په جرمني کې د ماشومانو د جنسي ځورونو بهیر په زیاتېدو دی او حکومت یې هم مقابله کولای نه شي. 

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په جرمني کې له یوه میلیون نه زیات ماشومانو او زلمیان د لویانو له خوا له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي، یعني د جرمني په ښونځیو کې په هر یو صنف کې یو یا دوه زده کوونکې جنسي ځورونې تجروبه کړي دي، د روغتیا د نړیوالې ادارې په راپور کې راغلې دي چي دا شمېر یوازې د ثبتو شویو شکایتونو په بنیاد برابر شوی دی خو د ماشومانو د جنسي ځورونو اکثرې پېښې له سره نه افشا کیږي.

په وروستیو کلونو کې په جرمني کې د ماشومانو او زلمیانو څخه جنسي استفاده په یوه مخ په زیاتېدونکی بحران باندې بدل شوی چي د حکومت له کنټروله په وتلو دی، د حکومتي ارګانونو له خوا وړاندې شوي شمېرنې ښودنه کوي چي په دغه هیواد کې د زلمیانو او ماشومانو لپاره حالات سخت اندېښمنوونکی دی.  دا ناوړه او پلیده ښکارنده یوازې جرمني پورې محدوده نه ده پاته شوې بلکې په ټولو اروپایي هیوادونو کې د ماشومانو جنسي ځورونې په یوه عامه خبره بدله شوې ده آن تر دې چي د فرانسې حکومت د جنسي اړیکو لپاره یې ټاکل شوی عمر کم کړی دی، څو اکثره هغه کسان چي له زلمیانو سره جنسي اړیکې ټینګې کړي دي نور مجرم و نه ګڼل شي. په دې ډول له زلمیانو د جنسي استفادې په اړه شمېرنې کمیږي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د فرانسې حکومت دغه ناوړه اقدام یې له زلمیانو څخه د ساتنې تر عنوان لاندې تر سره کړی دی، د فرانسې د نوی قانون له مخې، له ۱۵ کلونو زلمیانو سره جنسې اړیکې جرم نه بلل کیږي. همدارنګه دې قانون کې له ۱۸ کالو نه بره محارمو یعني لوڼو او خویندو سره هم جنسي اړیکې تېری نه بلل کیږي.

په لوېدیځو هیوادونو کې له معصومو ماشومانو د جنسي استفادې پورې اړوندې خپرې شوې شمېرنې ښودنه کوي چي اروپایي هیوادونو کې انساني او اخلاقي ارزښتونه د نابودی په لور روان دي، د اخلاقي او انساني ارزښتونو د نسکورتیا په دغه بهیر کې یو لامل د غربي هیوادونو د مذهبی مرکزونو غفلت دي، لکه کلیساوې چي باید د انساني او اخلاقي ارزښتونو رواج ورکوونکي ووسي،  خو خپله له اخلاقی سقوط سره مخ شوي دي. په وروستیو کلونو کې کاټولیک کلیساوې له ماشومانو څخه د خپلو روحانی مشرانو د ناوړه جنسي استفادې په رسوایی کې ښکېل شوي دي، د عېسویانو نړیوال روحاني مشر پاپ چي هر یو عیسوی هیواد ته سفر کوي، هلته له ماشومانو څخه د خپلو روحانیانو د ناوړه استفادې په خاطر بخښنه غوښتلو ته مجبوره کیږي، په اسپانیا کې له ۱۹۴۰ میلادي کال نه  راپه دې خوا له دوه لکه زیات ماشومان د کاتولیک د روحیانیونو له خوا له جنسي ځورونو سره مخامخ شوي دي، په دغه راپور کې چي د اسپانیا د حکومت له لورې خپور شوی دی، راغلی دی چي له ۸ زرو کسانو څخه نظرغوښتنې ښیي چي د دې هیواد د ۳۹ میلیونی نفوس څخه صفر اعشاریه ۶ سلنه وګړي په ماشومتوب کې د عیسوي روحانیونو له لورې ځورول شوي دي.

د اسپانیا ملي مفتش انجل ګابیلوندو په یوه خبري غونډه کې په دې هکله د نور توضیحاتو په ورکولو سره، وویل چي کېدایشي په دغه هیواد کې له څلورو لکو نه زیات کسان په خپل ماشومتوب کې د کلیساو د روحانیونو له لورې له جنسي ځورونو سره مخامخ شوي وي.  هغه په دې هکله د فرانسې خبري اژانس ته وویل: له بده مرغه تل هڅه شوې ده چي د دغو روحاني ماشوم ځورونکو څخه ساتنه وشي او یا یې خبرونه خپاره نه شي.

 د ال پائیس د ورځپاڼې له راپور سره سم، دغه شمېرنې یوازې د ماشومانو د پراخو جنسي ځورونو محدودې بیلګې دي چي څرګندیږي.

په فرانسه کې یوه خپلواکه کمېټه چي په دې اړه یې څېړنې کولې دې نتیجې ته رسېدلې ده چي له ۱۹۵۰ میلادي کال څخه کابو ۲۱۶ زره ماشومان چي اکثره یې هلکان دي، د عیسوي روحانیونو له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي. په جرمني کې هم یوه تازه موندنې ښودنه کوي چي په دغه هیواد کې له ۱۹۴۶ نه بیا تر ۲۰۱۴ میلادي کلونو پورې، ۳ زره ۶۷۷ ماشومان د عیسوي روحانیونو له خوا له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي. کله چي کلیساوي د معنوي او اخلاقي ارزښتونو د مرکز په توګه له داسي جنسي رسوایي سره مخامخیږي، د غربي ټولنو له نورو پرګنیو حالات به څه ډول وي؟.... د راپورنو له مخې په اسپانیا کې په ماشومانو د جنسي تېریو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. د اسپانیا په کاتالونیا ښار کې خپرې شوې شمېرنې ښودنه کوي چي له ۲۰۱۵ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۲۲ میلادي کلونو پورې، په دغه ولایت کې له ۱۴ کاله کم عمر لرونکي جنسي مجرمینو شمېر له ۵۳ نه ۱۰۳ کسانو ته زیات شوی دی.

د اسپانیا د پولیسو له راپور سره سم، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې، د اسپانیا په هیواد کې له هرو اتو نیول شویو جنسي تېری کوونکو یو کس له ۱۴ کلونو کم عمر لرونکي دي. دا دې معنا ورکوي چي د لویانو نه ماسېوا اوس زلمیانو له لورې هم په ماشومانو د جنسي تېریو پېښې مخ په زیاتېدو دي. دا ښیي چي اروپا کې نه یوازې ماشومان د جنسي تېریو قربانیان کیږي بلکې دوی خپله هم په یو بل باندې د جنسي تېرو په تر سره کولو د ماشومانو په ضد د جنسي تاوتریخوالو په زیاتوالې کې رول لوبوي.

لوېدیځو هیوادونو د اقتصاد، پوهي او د خلګو د معیشت په برخه کې زیات پرمختګ کړي دي لیکن دغو هیوادونو په همهغه اندازه چي پرمختګ کړي دي د انسان له فطري او اخلاقي ارزښتونو څخه لیري شوي دي. دغو هیوادونو د ټولنیزو خطراتو په وړاندې د ماشومانو او زلمیانو د ساتنې په پلمې سره، معصومو ماشومانو ته جنسې روزنې ورکوي. همدغه جنسي روزنې او د کورني او معنوي ارزښتونو کمزورتیا په ماشومانو او زلمیانو کې د اخلاقي او جنسي انحرافاتو د رامینځ ته کېدو لامل ګرځي. د ښځو او نارینه و د ازادی په پلمې سره، ښځې په غربي ټولنو کې د نارینه و د جنسي خواهشاتو د تامینولو جوګه ګرځي. غربي حکومتونو د لږکیو د حقوقو د درناوی په پلمې سره، د همجنسپالو او نورو جنسي منحرفینو ناروا غیر انساني او غیر اخلاقي اړیکې په رسمیت پېژني، رسمې شمېرنې ښیي چي غربي هیوادونه د فحشا او د اخلاقي ارزښتونو له نسکورتیا سره مخ دي، امریکا چي د نړۍ تر تولو لوی اقتصاد لري، په تېر کال کې ۱۴ نیم میلیارد ډالره له فحشا څخه عاید تر لاسه کړی دی، دا په دې معنا ده چي د فحشا د صنعت عاید د ګوګل، نیټ فلیکس، اپل، امازون،مایکروسافت او یاهو په څېر له لویو شرکتونو څخه هم زیات دی. په نورو غربي هیوادونو کې هم فحشا او  له ښځو اوزاري استفاده په یوه خورا ګټور تجارت باندې بدل شوی دی او حکومتونو د فحشا له مرکزونو مالیات راغونډوي، که د بشریت تاریخ ته وکتل شي اکثره بشري تمدونونه او لویې امپراطوریانې د اخلاقي ارزښتونو د رنګ بایللو له امله نسکوره شوي دي، هغه مساله چي الهي کلام قرآن شریف هم په هکله یې خبرداری ورکړي او اشاره ورته کړې ده.