Dec 18, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • د مهاجرینو نړیواله ورځ ؛ د ژوند لپاره یو سفر

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

 د مهاجرینو نړیواله ورځ یوه کلنۍ پیښه ده چې ددسمبر په اتلسمه نیټه  لمانځل کیږي. دغه ورځ د یونیسکو ادارې  په وسیله نومول شوې ده .ددغې ورځې په مناسبت د ژوند لپاره دیوه سفر  په نامې سره  له ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.  = 

            دوستانو   انسان تل د تاریخ په اوږدو کې د خپل ژوند د کیفیّت د ښه کولو په  خاطر له یوې سیمې بلې سیمې ته منتقلیږي. که څه هم په تیرو وختونو کې د انسان د لومړنۍ ځاي په ځای کیدا  هغه هم د نن سبا دمهاجرت په نامې سره نشي ګڼل کیدلی،خو همدغه آسانه  ځاي په ځاي کیدا، د ژوند د کیفیّت  زیاتولو ته د انسان  ګروهنه او هڅې ښئ.

د وخت په تیریدا سره  د  ؛مهاجرت ؛ښکارنده،د انسان په ژوند کې ډير زیات رول پیدا کړی دی ، دوي  چې  پخپلې خوښې او  ګروهنې سره د ژوند دتیرولو لپاهر یو بل هیود  خوښوي ،نو یوه نوي تجروبه  ترلاسه کوي او دوی چې له دلچسپۍ پرته  کډوالۍ ته مجبوریږي ، نو ډيرې سختیانې زغمي .

که څه هم  ممکنه  ده،د؛مهاجرت ؛ټکی د لاښه ژوند،تازه تجروبې،هوساینه او  آسانتیا په څير  له کلمو سره  رابرسیره شي، خو دبدچلنۍ او د نړۍ په ګوټ ګوټ  کې د مهاجرانو په وړاندې د توپیري  چلندونو په څير مسئلو له مهاجرت سره پیوند خوړلی دی او له دغو کارونو او چارو انکار نشي کیدلی.په حقیقت کې که  وغواړو،د مهاجرانو د نړیوالې ورځې په توګه د دسمبر د اتلمسې نیټې نومولو د علت په باب خبرې وکړو،نو له بل هرڅه زیات باید  دې ټکي ته توجه وکړو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مهاجرو د شمیر په زیاتیدا سره،له دوي سره د کوربه ټولنو  بد او غیر انساني چلندونه  هم زیات شوي او همدغه چاره سبب شوې،د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په ۱۹۹۰کال کې د مهاجرو او د هغوي د کورنیو د غړو د ټولو حقوقو څ خه د  ملاتړ  نړیوال کنونشنونه تصویب  کړي.په ۲۰۰۰کال کې کابو یوه لسیزه وروسته د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په یوې غونډې کې  چې د دسمبر په څلورمه ترسره شوه ، ددسمبر اتلسمه نیټه د مهاجرینو د رول او د هغې مرستې لپاره  د ورځې په توګه اعلان کړه،چې په پراختیا کې کډوالۍ  ډالۍ کوي.

Image Caption

 

اوس راځو په نړۍ کې د مهاجرینو وضعیت ته د احصایو اوشمیرنو له پلوه یوه کتنه کوو.

 له بده مرغه په تیرو کلونو کې د جنګ جګړو، ناکراریو،او د آب و هوا د بدلونونو له امله په اجیاري  توګه  په هیوادونو کې ځای په ځای کیدا او  له پولو ورآخوا  کوچیدا ډيره زیاته  کړې ده . دمګړئ د نړۍ اټکلونه ، ددې ښودنه کوي ، چې  حاضردمه په نړۍ کې څه دپاسه دوه سوه اتیا میلوین نړیوال کډوال  موجود دي چې د نړۍ  د آبادۍ درې اعشاریه  شپږ فیصدي برخه جوړوي. همدارازد احصایو ارزونې ددې ښودنه کوي چې په شمیرنو په توګه په تیرو پنځو لسیزو کې د نړیوالو کډوالو شمیر ډير زیات شوی دی. دغه شمیر ۲۸۱میلیون کسان چې په ۲۰۲۰ کال کې  دخپل زیږنځاي  هیواده په بهر بل هیواد کې ژوند کوي، له ۱۹۹۰ کال څخه یو سل اته ویشت میلیون  کسان  او په ۱۹۷۰ کال کې د اټکل وړ شمیر درې برابره  کیږي.

    مناسبه  ده پوهه شو چې په ۲۰۲۰کال کې  په ټولو نړیوالو مهاجرینو کې  یو سل شپږ څلویښت میلیون سړي او یوسل پنځه دیرش میلیون ښځې  شاملې دي . اروپا او آسیا هم  هر یو په ترتیب سره د  کابو ۸۷ او ۸۶  میلیون نړیوالو کډوالو کوربه  وو چې د نړۍ  دمهاجرینو  کابو ۶۱فیصدي برخه جوړوي .

 له دغو سیمو وروسته ، شمالي امریکا هم په ۲۰۲۰ کال کې کابو ۵۹  میلیون نړیوال  کډوال چې د مهاجرو د نړۍ د  آبادۍ کابو ۲۱فیصدي برخه  ده .افریقا هم په ۹فیصدو سره ، لاتینې امریکا او کارائيب سمندر  هم په ۵فیصدو سره او اوقیانوسیه هم په ۳ فیصدو سره په ورپسې  لمبر کې دي .

البته که وغواړو ،په هرې سیمې کې د آبادۍ اندازه  په نظر کې ونیسو او په هرې سیمې کې د آبادۍ له اندازې سره ئې په پرتله کې د مهاجرینو ونډه وسنجوو، نو په ۲۰۲۰کال کې  په اوقیانوسیې، شمالي امریکا  او اروپا کې  د نړیوالو کډوالو ونده تر ټولو زیاته اندازه وه. په دغو سیمو کې نړیوال مهاجرین   دټولې آبادۍ په ترتیب سره ۲۲فیصده، ۱۶فیصده  او ۱۲فیصده   جوړوي  او لاتینې امریکا او کارائيب سمندر، ددغو سیمو د آبادۍ داندازې په پرتله کې دوه اعشاریه درې فیصده نسبتا کمه ونډه ده .

Image Caption

 

په عین حال کې  آسیا له ۲۰۰۰کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې په مودې کې  په ۷۴فیصدو سره (په مطلق ډول   کابو ۳۷میلیون ) مهاجرینو ترټولو زیاته وده تجروبه کړه. اروپا د نړیوالو مهاجرینو  په دیرش میلیون زیاتیدا سره، په دغه پړاؤ کې  د مهاجرینو  ترټولو  لویه وده تجروبه کړه او  له دغو سیمو وروسته ، په شمالي امریکا کې  اتلس میلیون نړیوال مهاجرین  او په افریقا کې هم لس میلیون  کډوال زیات شول .

            دوسنانو مونږ ټول پوهیږو  چې  مهاجرت په مختلفو ټولنیزو او نفوسي فعل او انفعالاتو کې  اساسی رول لري . مهاجران  که څه هم د ټولنو په اقتصادي ودې او پراختیا کې نه انکاریدونکی رول لري، خو   دپرمختللو هیوادونو په ډيرو ښاریزو  ټولنو کې  په یووخت ،  په هغو کې د نیړوالو مهاجرینو  د شمیر د زیاتیدا نوی او مهم مشکل دی .ځکه  د کډوالۍ دغه بهیر  د کم عایده  جمعیت د  شمیر پر زیاتیدا سربیره ، دښاریز کلتوري ډولوالي  لامل ګرځي  چې په ډيرو موردونو کې د ښاریز محرومیّت  ډیری شکلونه  تر پام وړ پورې  لیدل کیږي او  کلتوري ډولوالي یوه سټراټژيک سند لا بااهمیّته  کوي.

بې شکه هره اجتماعي مقوله چې په یوې ټولنې کې رامینځةکیږي ، پخپله  د مثبتو  پایلو او احیانا منفي معیوبو پسې ده او مهاجرت هم له دغې قاعدې مستثنی نه دی. د مهاجرت ښکارنده ،هغه که  په اختیاري ډول وي او که  اجباري ، له تلونکي او  ورتلونکي هیوادونو لپاره ډير تاوانونه رامینځةکوي.  یوه  له هغو منفي اغیزه  د له تلونکو هیوادونو څخه د کاري ځواک  تلل دي او  دغه ښکارنده  په ځينو  هغو هیوادونو کې چې  ورڅخه کډوالی کیږي،  دومره زیات تاوانونه لري چې ددغه هیواد پر اقتصاد په معنادار ډول اغیزې شیندي.

له تلونکو  هیوادونو  دمهاجرات یوه ترټولو  روښانه منفي اغیزه ، د ذهینو کسانو د تښتې  ښکارنده ده،یوه داسې بلا چې  په هغه کې دیوې ټولنې ترټولو غوره کسان  چې  لوړ تعلیمیافته اومهارت لرونکي  وي ،له هیواده وځي.

 په تیره بیا  د مهاجر منونکو هیوادونو لپاره د کډوالۍ  دمنفی آثارو په باب هم د آبادۍ د زیاتیدا، د ځاي کارګرانو د  حقوقو یا تنخواګانو د کمیدا  او د هغو نا روغیو خوریدا په څير موردونو ته چې ممکنه ده  مهاجرین وبارندې  ککړ وي ،اشاره کیدلی شی.

له کلتوري نظره،په ټولو مهاجرتونو کې یو مهم ټکی،د مبداء او مقصد هیوادونو دکلتور توپیر دی.د دواړو هیوادونو ترمینځ کلتوری توپیرونهد مهاجرانو لپاره  ډيرې  مسئلې او مشکلات  راولاړولی شی .دزده کړې ځوړتیا او اجتماعي بد اخلاقي او ګډوډيو د اندازې زیاتیدا،ددغه ډول  مشکلاتو مثالونه دي .همداراز  دهغوی  اجتماعي او کلتوري پایلې او څنډې ته د کیدا  ښکارنده  ددغه ډول مهاجرتونو  تاوانونه دي.

Image Caption

 

 له هر عمر او هر جنس سره  ټول مهاجران  دهرې ټولنیې او کلتور سره چې وي، یو ډول توپیري  چلندونه ورسره کیږي.  مهاجران چې کوم یوه هیواد ته لاړ شي، د هغه  ځای اصلی اوسیدونکي ورسره ډول ډول  اجتماعی  چلندونه کوی او ورته غبرګونونه ښئ  او زیاتره د  کوربه هیواد  خلکو او واکوالانو  له خوا  له شخصي تاؤتریخوالو یا د سزاګانو له څپو او قانوني محدودیتونو او بایکاټونو  سره مخ کیږي.  د مثال په توګه  د مکنزي موسیسې څيړنې  ښئ چې ډيری اروبایان  د مهاجرینو  د شتون په باب منفي  نظرونه لری.  د پي اي ډبلیو  دمرکز په وروستۍ نظر سنجۍ کې د  کابو شپیته فیصده اروپایانو اندیښنه دا ده چې په دغه براعظم کې به د  کډوالو زیاتیدا د ترهه ګرۍ د خطرې  احتمال زیات کړي  او له هغوي ۵۰فیصده باؤری دي چې پناه غواړي اقتصادي پيټی دی او د اروپایانو اجتماعي ګټې له خطرې سره مخامخ کويږ

 که څه هم  دمهاجرینو  عکس العملونه  ممکنه ده ، د مهاجر منونکو  ټولنو کې د موجودو توپیرونو په وړاندې  مختلف وي ، خو  له دې انکار نشی کیدلی چې توبیر په هر حال کې چې وي ، د مهاجرانود چلندونو په وړاندې منفي او تل پاتې اغیزې شیندي.

Image Caption

 

 په هر حال ؛ مهاجرت ،؛ په هغو ټولو تاوانونو او مشکلاتو سره  چې د خپلو او کوربه هیوادونو لپاره ئې رامینځةکوي، ځیني   ګټې هم لري.

 یوه ګټه ئې چې  مهاجرت  د مهاجر منونکو هیوادونو لپاره ئې رامینځةکولی شي، د  ارزان بیّه کاري ځواک  اوا په کوربه هیوادونو کې دداخلی اومو  تولیداتو د اندازې د زیاتیدا د زمینو برابرول  دي . سره له دې چې پرمختللی ه یوادونه  ددغې نړۍ  د کابو ۶۵فیصدي  کډوالو  په شیشت کې نیولي وي ، خو په دغو هیوادونو کې د نړۍ    د مهاجرانو د داخلی اومو تولیداتو  ۹۰فیصدي برخه راپيدا کیږي. همداراز هغه هیوادونه چې دټکنیکي  کارګرانو  او  کاري ځواک ته  اړتیا لري ، له نورو ملتونو څخه د تخنیکي کارګرانو د بلنې او یا د مهاجرو د منلو له لارې  پوره کیږي ، یا د مهاجرو په لاکمو تنخواګانو  سره د  کار ي ځواک د تشې په ډکیدا سره  خپله اقتصادي وده تل پاتې کولی شي. . مهاجران هم  د مهاجرت له لارې  په کوربه هیواد کې  له لاښه اقتصادي شرائطو او لازیات امنیت څخه په برخمنیدا سره    دخپلو موخو  دتحقق لپاره لازیات فرصت ترلاسه  کولی شي.

      دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ، دغه برخه مو د دسمبر د اتلسمې نیټې په مناسبت یعني د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ستایو خدمت ته وړاندې کړه . 

 البته باید ښه ده چې پوهه شو،چې په ۲۰۲۳کال کې د دغې نړیوالې ورځې  شعار ،؛د مهاجرانو مشارکت ته احترام  او د هغوي  د حقوقو محترم ګڼل ؛ دی. نو د درستې دنیا  دټولو دنیاپالو او درستو مسافرانو او کډه په سر شوي خلکو لپاره د آرامښت او ښادئ ډک ژوند په  هیله  روغ جوړ او سلامتیا درته له پاک پروردګاره غواړو ،بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

**************************************************************************************************************************************************    

 

ټیګونه