Jan 22, 2024 11:39 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو مینه والو د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پیښو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو.

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه له کاره د فلسطین د ملاتړو د ایستلو لپاره د ریپلکنز دباؤ

له اسرائیلو د جنوبي افریقې له شکایت څخه د امریکې د ۲۰۰ مشهورو پوهنتوني شخصیتونو ملاتړ

د امریکې د کډه په سر پخوانیو ځواکونو نوی ریکارډ

له نیم ټریلیون ډالرو د امریکې د حکومت د بودجې د خسارې اوړیدل

او

په غزه کښې د انساني چارو کښې د جوبایډن د حکومت د ځانګړي استازي څنګته کیدو ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*/

د امریکې د کانګرس د مشر په شمول جمهوري غواړو د دغه هیواد په حکومتي موسسو دباؤ راوړی چې د فلسطین ملاتړي له کارونو وباسي. د اکسیوس امریکايي ویب سایټ په لیکنه، د امریکې په پارلیمان کښې جمهوري غواړو له غزې څخه د ملاتړ په لړ کښې تیره اونۍ په ترسره شوي کاربندیز کښې د برخه والو کارکوونکو د سزا لپاره د دغه هیواد په حکومتي موسسو باندې دباؤ راوړه. دغه کاربنیدز د غزې په جنګ کښې له صهیونیسټي رژیمخ د امریکې د ولسمشر جوبایډن د حکومت په ملاتړ باندې اعتراض کښې وشه. دا اول ځل دی چې د امریکې کانګرس د غزې د جنګ په لړ کښې د فیډرل حکومت د کارکوونکو په سویه له پراخو مخالفتونو سره مخامخیږي.

د سپينې ماڼۍ، پینټاګان او خارجه وزارت په شمول د امریکې د کابو ۲۰ فیډرل موسسو کارکوونکو، تیره سه شنبه له کاره لاس واخیسته. د دغه کاربندیز مشري هغو لسهاؤ فیډرل کارکوونکو څخه د یوې جوړې ډلې له خوا ترسره شو چې ځانونه د صلحې لپاره متحد فیډرل نوموي. هغوي د اعتصاب ورځ، په غزه کښې په تیرې اکتوبر میاشت کښې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له پیلیدو راهیسې سلمه ورځ وټاکله او د بایډن د حکومت په سلهاؤ کارکوونکو په کښې ګډون وکړ.

د امریکې جمهوري غواړي مشر مایک جانسن په یوې خبرپاڼې کښې د دې کار په غبرګون کښې وویل: هر حکومتي کارکوونکی چې زمونږ له انډیوال اسرائیل څخه د امریکې په ملاتړ باندې اعتراض کښې کار پریږدي، په خپل مسئولیت سترګې پټوي او د مالیات ورکوونکو له اعتماده ناوړه ګټه پورته کوي. جانسن وویل چې دی او د کانګرس د څارنې د کمیټې مشر جیمز کومر به په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هر فیډرل آژانس به د هر هغه کس خلاف مناسب انضباطي اقدامات پیل کړي چې د سه شنبې په ورځ یې په کاربندیز کښې ګډون کړی و او زیاته یې کړه چې دغه کارکوونکي د اخراج او ایستل کیدو مستحق دي.  */*/*/*/*

د ۱۹۴۸ کال د نسل وژنې له نړیوال کنوانسیون څخه د سرغړونې په وجه د صهیونیسټي رژیم خلاف د جنوبي افریقا د حکومت له شکایت وروسته د امریکا د مشهورو پوهنتونونو ۲۰۰ مشهورو علمي شخصیتونو او د نړیوالو حقوقو کارپوهانو یوه عریضه لاسلیک کړه او د جنګ له قوانینو څخه یې د سرغړونې او  په غزه کې د ملکي وګړو په وړاندې د نسل وژنې خلاف یې د جنوبي افریقې د حکومت له شکایته ملاتړ وکړ.

د امریکې په معتبرو پوهنتونونو کښې د حقوقو استادانو او حقوق پوهانو د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د انصاف په نړیواله محکمه کښې د اسرائیلو په خلاف د شکایت د درج کولو لپاره د جنوبی افریقا د اقدام ملاتړ وکړ. په هغه لیک کښې چې د امریکې د پوهنتون استادانو او حقوق پوهانو لاسلیک کړی دی، راغلي دي: «د نړیوالو حقوقو د ډګر د څیړاندو او فعالانو او د نسل وژنې او له ټولنیز عدالت سره د اړونده مسائلو د څیړنې د برخې د محققانو په توګه، د غزې په تړانګه کښې د ضروري اوربند د ټینګښت او د فلسطین په موضوع کښې د عدالت د تحقق په موخه د عدالت په نړیواله محکمه کښې د جنوبي افریقې له درخواست څخه ملاتړ کوو».

*/*/*/*/*/*/*

د امریکې د پخوانیو عسکرو د د چارو د وزارت په حواله د فاکس نیوز د رپورټ له مخې، امریکا په دغه هېواد کې تېر(۲۰۲۳) کال  د بې کوره پخوانیو پوځیانو شمېر ۷،۴ سلنه ډېر شوی، چې دا په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوی زیاتوالی دی.د امریکا دغې خبري شبکې د زړو پوځیانو د چارو د ادارې د راپور په حواله، لیکلي: د تیر کال د جنورۍ  میاشتې په یوه شپه په امریکا کې ۳۵ زره او ۵۷۴ پخواني بې کوره پوځیان موجود وو. د ۲۰۲۳ میلادي کال د څیړنو له مخې، په دغ هیواد کښې ۲۰ زره او ۶۷ پخواني پوځیان کورونه نه لري او په کیمپونو کښې اوسیږي. دا احصائیې د ۲۰۲۳ کال په پرتله د ۲.۶ فیصده زیاتوالي نښه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې په دغه کال ۱۵ زره او ۵۰۷ پخواني سرتیري بې سرپناه وو چې د مخکښې کال په نسبت یې د ۱۴.۳ فیصده زیاتوالي ښودنه کوي. د دغه رپورټ مطابق، د بې کوره پخوانیو عسکرو شمیر په ۲۰۲۳ کال کښې د ټولو بې کوره خلکو د زیاتوالي کابو ۸۰ فیصدو ته شاملیږي.

د ماموریت د راغوښتنې د نادولتي غورځنګ (Mission Roll Call)  عامل مدیر جیم ویلي څرګنده کړې ده: د امریکې زاړه پوځیان د بیکارۍ، خوراکي ناامنۍ او د طبي درملنې په شان مزایاؤ ته د لاسرسۍ د نشتوالي په شان له ډیرو مهمو ستونزو سره مخامخ دي. هغه په دې اړه د امریکې د دفاع وزارت احصائیې چې ۲۴ فیصده پوځیان د پوځ په فعاله برخه کښې له خوراکي ناامنۍ کړیږي، حیرانونکې وبللې. د امریکې دغه پخواني پوځي څرګنده کړه: د یو ځوان کس ابتدايي حقوق چې د امریکې په پوځ کښې شاملیږي، د فقر له سویې یوازې یو څو زره ډالر لوړ دي. هغه د ځوانانو د استخدام او د پخوانیو پوځیانو لپاره د تقاعد د پړاؤ لپاره د پوځ بدو شرایطو ته په پام سره، په پوځ کښې د خدمت لپاره د امریکې د ځوان نسل د کمې جذبیدنې په هکله خبرداری ورکړ.

*/*/*/*/

د امریکې د خزانې وزارت ایشوا کړه چې د نوي مالي کال په اولو دریو میاشتو کښې د دغه هیواد د فیډرل حکومت د بودجې خساره، د لګښتونو د زیاتیدو او د عاید د کمیدو په وجه، نیم ټریلیون ډالرو ته رسیدلې ده. ارقام ښیې چې یوازې د دسمبر په میاشت کې د امریکې د بودیجې تشه، ټولټال 129 میلیارد ډالرو ته رسیدلې ده چې د تیر کال په پرتله 44 میلیارد ډالر یا 52 سلنه ډیره ده. د روان ۲۰۲۴ کال په وړومبي درې میاشتنې پړاؤ کښط چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اولې نیټې پيل شوی، د امریکې د فیډرل بودجې خساره ۸۹ میلیارډ ډالرو یا ۲۱ فیصدو ته زیاته شوه او له ۴۲۱میلیارډ ډالرو څخه د مخکښې کال په ورته مدې کښې ۵۱۰ میلیارډ ډالرو ته ورسیده. د بودجې د خسارې دغه جهش لامل شوی چې په مجموعي توګه د امریکې د حکومت پور، په اول ځل د ۳۴ ټریلیون ډالرو له حده واوړي. د امریکې د خزانې وزارت د رپورټ له مخې، د دسمبر د میاشتې لګښتونه په ۳ فیصده زیاتوالي سره ۵۵۹میلیارډ ډالرو ته ورسیدل چې یو میاشتنی ریکاډ ګڼل کیږي او یوه برخه یې د ټولنیز تامین او د عمومي پور د ګټې د ورکړې د لګښتونو د زیاتیدو په وجه بڼه نیولې ده.

په عین حال کښې د امریکې د حکومت میاشتني عایدات په ۶ فیصده کمي سره ۴۲۹ میلیارډ ډالرو ته ورسیدل. د اکتوبر او دسمبر ترمینځ موده کښې د فیډرل حکومت د پور سود، د تیر کال د ورته مودې په پرتله په ۷۸میلیارډه ډالر زیاتوالي سره، ۲۸۸میلیارډ ډالرو ته ورسید.

معلومات ښودنه کوي چې له ګرانۍ سره د مبارزې په موخه د فیډرل ریزرو له خوا د سود د اندازو په زیاتیدو سره، په ۲۰۲۳ کال کښې د حکومت لپاره د مالي تامین ټولټال لګښتونه کابو ۶۶۰ میلیارډ ډالره وو. اقتصادپوهانو د امریکې د بودجې د خسارې د زیاتیدونکي بهیر په هکله د خطر ټلۍ ټنګولې او وايي چې د روان بهیر د جاري پاتې کیدو په بڼه کښې به، سږنی کال په څه باندې ۲ ټریلیون ډالري خسارې سره پاې ته ورسیږي.  

*/*/*/*/*/

هافینګټن پوسټ ویبسایټ په داسې حالاتو کښې چې د غزې حالات ورځ تر بلې په خرابیدو دي، په غزه کښې په انساني چارو کښې د جوبایډن د حکومت د ځآنګړي استازي د څنګته کیدو خبر ورکړ او دا کار د امریکې د حکومتي چارواکو ترمینځ د نظر د اختلاف نښه ده.

داشان، هغه متقاعد سفیر چې جو بایډن په غزې باندې په تمرکز سره د مینځني ختیځ په انساني چارو کښې د خپل ځانګړي استازي په توګه ګمارلی و، له کاره ګوښه شو.

د بایډن د حکومت له جوړښته د ساټرفیلډ وتل په غزې باندې د واشنګټن تر ملاتړ لاندې د صهیونیسټي رژیم له خوا د حملو په دې ګرداب کښې ترسره کیږي. ملګري ملتونه او مرستندویه ډلې خبرداری ورکوي چې غزه له لوږې او قحطۍ سره مخامخ ده او دغې سیمې ته د لیږل کیدونکو انساني مرستو اندازه د صهیونیسټي رژيم او مصر له خوا د لګیدلو محدودیتونو په وجه بیخي کمه ده.

دغه ویب سایټ اټکل کړی چې ساټر فیلډ به احتمالاً په رایس پوهنتون کښې په بیکر موسسه کښې خپل پخواني کار ته ستون شي ځکه چې د غزې په انساني چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي په توګه د خپلې نوې دندې د ترسره کولو په موخه یې خپل تیر مسئولیت په لنډمهاله توګه پریښې و.

خو د غزې خرابو حالاتو ته په پام سره تراوسه معلومه نه ده چې آیا بایډن به د ساټرفیلډ په ځاې یو بل کس وګماري که نه. د ساټر فیلډ د خدمت پړاؤ لاهم جنجالي دی، د هافینګټن پوسټ د ربورټ له مخې، هغه له غزې نه مصر ته د فلسطیني کډوالو د انتقال غوښتونکی و. د امریکې حکومت په ظاهره مدعي دی چې د دغه وړاندیز مخالف دی.

دغه وړاندیز همداشان د فلسطینیانو او د هغوي د ملاتړو له سختو مخالفتونو سره مخامخ شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه