روسیې له اوکراین سره خبرو ته چمتووالی وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې خبرې سره چې امریکا د اوکراین او د روسیې ترمینځ جنګ ته د ګټورې پروژې په توګه ګوري وویل: روسیه د جنګونو د ختمولو لپاره له اوکراین سره خبرو ته چمتو ده.
هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړونو په کي یف کښې د کړکیچ د سوله ئیز حل لارو چارو لټول پیچلي کړي دي ؛ او اوکراین په قصدي ډول په غیر پوځي هدفونو باندې حملې کوي.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف له اوکراین سره په پوځي مرستو کښې د امریکا دریځ یوې ګټورې تجارتي ته ورته وباله او ډاګینه یې کړه د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن په دغه حقیقت تمرکز لري چې له اوکراین سره د مرستو دوام په امریکا کښې د نویو کارونو د رامینځته کولو لپاره یو تضمین دی.
هغه وویل له اوکراین سره د امریکا مالي مرستې د یوه جنګ د مالي تامین په شان نه دي بلکې ګټورې تجارتي پروژې ته ورته دي او د هغه ښکاره بیلګه د لویدیځو هیوادونو د کیمیاوي صنایعو د ښځلو د ښخولو لپاره د امریکا د تاجر «جارج سوروس» لخوا د تورې ځمکې د خاورو ترلاسه کول دي.
سرګي لاوروف ټینګار وکړ اوکراین د لویدیځو هیوادونو ځینې وسلې په تور بازار کښې خرڅوي او دغه تصور چې لویدیځ هیوادونه له دغه موضوع نه وي خبر ګرانه خبره ده.
هغه وویل که چیرې اوکراین جنګ بند کړي سلګونو زره ښاریز نه مجبوریږي چې د لویدیځ د جیوپولیټیک سرچینو لپاره خپل ځانونه له لاسه ورکړي.