Jan 24, 2024 09:38 Asia/Kabul
  • مسیحي صهیونزم او اسرائیل

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د غزې د جنګ په دوام او د صلحې په مخنیوي کښې د عیسايي صهیونزم د رول په هکله یوه ځانګړې وینا مو درته راوړې ده او هیله لرو چې خوښه مو شي

مسیحي صهیونزم په امریکا کښې د یهودیانو یوه ډیره مهمه لابي ده چې د فلسطینیانو په هکله د اسرائیلو د رژيم او سپینې ماڼۍ په پریکړو باندې اغیزه لري. په غزه کښې د فلسطین د خلکو په نسل وژنه کښې د صهیونیسټي رژیم د ملاتړي بهیر د پردې تر شا کارونو په څیړنه کښې د امریکې د عیسايي صهیونیسزم د پياوړي غورځنګ د نه انکاریدونکي رول نښې نښانې موجودې دي داشان چې ځینې شناندي باوري دي چې په زوره د فلسطینیانو ایستل او د هغوي پرله پسې وژل، په هغو میلونونو ډالرو ترسره کیږي چې مسیحي صهیونیسټان یې هر کال اسرائیلو ته ورکوي.

په تیرو څو میاشتو کښې نړۍ د اسرائیلو له خوا د تپل شوي بوږنونکي پوځي نیواک، آپارټایډ او په زوره د ایستل کیدو په وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت د دوام کتونکې ده. د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون او د اسرائيلو د حکومت بوږنونکو اقداماتو ته د نړیوالو د ځواب لپاره په ټوله دنیا کښې چغې پورته شوې دي.

په دې منځومان کښې عیسايي صهیونیسټان له بیت المقدسه د فلسطینیانو له وتنې او په غزه کښې په فلسطیني ملکیانو باندې له بمباریو څخه د امریکې د بې قید او شرطه ملاتړ غوښتونکي دي او داسې ښکاري چې پياوړی عیسايي صهیونیسټي غورځنګ، هم اوسمهال او هم د فلسطین د نیواک په اوږد او خونړي تاریخ کښې،چې کوم رول لوبولی او لا یې هم لوبوي، په ډیرو روایتونو کښې په ورکیدو دی.

مسیحي صهیونیسټ مشران تل د فلسطینیانو مقاومت د یهود دښمنه سمبول په توګه معرفي کوي. پّ دې وروستیو کښې د اسرائیلو لپاره د متحدو عیسایانو د تنظیم CUFI چې په امریکا کښې د اسرائیلو د لابي ترټولو ستره ډله ګڼل کیږي، مشر او بنسټګر جان هاګي John Hagee)   په یو ټویټ کښې ولیکل چې یروشلم او اسرائیل د یهودیانو دي. هغه په دغو ټویټ کښې عیسایان ولمسول چې «د شر په وړاندې اودریږي» او «له اسرائیلو خپل بې قید و شرطه مینه او ملاتړ» څرګند کړي.

*/*/*/*/

دلته دا پوښتنه مطرح کیږي چې عیسايي صهیونزم چې په امریکا کښې له اسرائیلو د ملاتړ ترټولو ستره لابي ده، نړۍ ته څه ډول کتنه او نظر لري؟ د عیسايي صهیونیسټ غورځنګ فعالان باوري دي چې یهودیان به د اسرائیلو د مقدس کتاب د ټاټوبي کنټرول په لاس کښې واخلي او د نړۍ د پاې ته رسیدو لامل به شي. د دغې تندلارې ډلې په باور، کله چې عیسایان نیکمرغۍ ته رسي او ژغورل کیږي، د مسلمانانو په شمول ټول غیرمسیحیان به له مینځه لاړ شي. دغه نړۍ لید چې جرړه یې د شپاړسمې پیړۍ په پروټسټانزم کښې ده، د هغه پړاؤ د استعماري زمینې انعکاس دی.

دغه لید، عیسايي صهیونزم د یو سیاسي غورځنګ په توګه او د «بنیاد پاله غورځنګ» د یوې برخې په توګه معرفي کوي. دغه نظره هغه وخت پياوړې شوه چې د لارډ شافټِش بیوري Lord Shaftesbury)، جان نیلسن ډربي John Nelson Derby) او ویلیم بلیک سټون William Blackstone) په شان شخصیتونو د وخت د ختمیدو وړاندوینه او په فلسطین کښې د یهودي وطن د آیډیاؤ تبلیغ وکړ.

خپله بریطانوي آرتهر بالفور Arthur James Balfour)  چې د بالفور اعلامیه(په فلسطین کښې د یو یهودي ټاټوبي د ژمنې په هکله بیانیه) یې خپره کړه، یو عیسايي صهیونیسټ و. لکه څنګه چې ولسمشر ویلسن دغه اعلامیه د یهودي صهیونیسټ د سترې محکمې د قاضي لوئيس لوئیس برانډیس په لمسه لاسلیک کړه.

*/*/*/*/

یهودي صهیونزم د عیسايي صهیونزم یوه نوې او پرمختللې نسخه ده. په اروپا کښې زیاتره یهودي صهیونیسټان د یو یهودي حکومت په جوړولو او د عیسايي صهیونیسټانو په راغونډولو ګډ نظر لري. په حقیقت کښې دا عیسايي صهیونیسټان وو چې د عثماني امپراطورۍ له پرزیدو وروسته یې د فلسطین د نیواک لپاره ضروري امپریالیسټي او پوځي ذمه واري په غاړه واخیسته. د ملتونو د ټولنې زیاتره مشران هم لویدیځ عیسایان وو چې آخر یې فلسطین او اسرائیل وویشل. بیشکه چې عیسايي صهیونیسټي مشرانو، له اروپا څخه فلسطین ته د یهودیانو ځاې پرځاې کول، «د یهودیانو د مسئلې» لپاره مناسبه حل لاره ګڼله. د هغې له مخې، په یوې جیوپالیټیک سټراټیجکې سیمې کښې د لویدیځ د امپریالیسټي ګټو د استازي په توګه یهودي حکومت جوړ شو.

زیاتره عیسايي صهیونیسټان په ۱۹۴۸ کال کښې د اسرائيلو د حکومت جوړیدل چې تقریباً د اووه نیم لاکه (۷۵۰،۰۰۰) فلسطینیانو د اخراج سبب شو، د مقدس کتاب د وړاندوینې د پوره کیدو او عملي کیدو په توګه ګڼي.

د اسرائيلو له خوا د لویدیځې غاړې، غزې او د جولان غونډیو نیواک چې په ۱۹۶۷ کال کښې پیل شو، په ورته ډول، د دې نښې په توګه تفسیر کیږي چې خدای اسرائیلو ته برکت ورکوي او د حضرت عیسی علیه السلام د راستنیدو لپاره لاره هواروي.

ورپسې جنګونه او تیري د هغو زیاتیدونکو اقداماتو په توګه لیدل کیږي چې د آخر الزمان اټکل دی چې عیسایان ژغورنې او د غیرمسیحیانو نابودۍ ته رسوي. په بله وینا، عیسايي صهیونزم نښتې په تیره بیا په فلسطینیانو باندې د حکومت تیري ته مثبت ځواب ورکوي. ځکه چې په هغوي کښې زیاتره اسرائیل د داسې ډیرې برترۍ خاوندان ګڼي چې له اخلاقي نظره له بل هر ځایه یا د ځمکې د مخ له نورو ټولو خلکو لوړ دي. هغوي په خپل ګمان په موعود ټاټوبي کښې له غوره خلکو ملاتړ کوي او په دې نظریې کښې د پاکونې په دې کوشش کښې هر جنګ «عادلانه جنګ» ګڼل کیږي. */*/*/*/

نن سبا اټکل کیږي چې د عیسايي صهیونیسټانو شمیر لږ تر لږه لسګونو میلیونو ته رسیږي چې د نړۍ د یهودانو له نفوسو ډیر دی. په امریکا کې، صهیونیسټان د اسراییلو لپاره ترټولو لوی او د ښي اړخو رایه ورکوونکو بلاک دی. تر ټولو لوی مسیحي صهیونیستي سازمان، (د اسراییلو لپاره د مسیحیانو متحد Christians United for Israel - CUFI)، ۱۰ ملیونه غړي لري، چې د اسراییلو د لابی کولو د خورا مشهور سازمان یعنې ایپک یا د امریکې او اسرائیلو د عامه اړیکو په کمیټې پورې اړونده یو لاک غړي جوړوي. په امریکا کښې له هرو څلورو بالغ کسانو څخه یو تن، د انجیلي عیسايي په توګه پيژندل کیږي او ۸۰ فیصده انجیلي عیسایان یا په بله وینا د امریکې ۲۰ فیصده نفوس باوري دي چې د اسرائیلو د حکومت له خوا د میلیونونو عیسایانو راغونډول په دویم ځل د حضرت عیسی علیه السلام راتګ ته د نزدې کیدو نښه ده.

په امریکا کښې ترټولو زیات فلسطیني ضده سیاستونه د عیسايي صهیونیسټانو له خوا لارښوونه کیږي. د مثال په توګه د اسرائیلو په اړه د ډونلډ ټرمپ بهرنی سیاست وتوانیده چې د انجیلي مسیحیانو بهیر تر ډیره ځانته واړوي.

د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئیو Mike Pompeo او د ولسمشر د مرستیال مایک پِنس Michael Pence په شمول عیسايي صهیونیسټانو د ټرمپ د حکومت ترټولو لوړې چوکۍ نیولې وې.  د ټرمپ د ولسمشرۍ په څلورو کلونو کښې نړۍ د اسرائیلو په وړاندې د امریکې په سیاست کښې د ښي پالې ډلې د پام وړ بدلونونو کتونکې وه.

*/*/*/*/

د فلسطین په استعمار باندې د عیسايي صهیونزم په اغیزې سترګې پټول، د اسرائیلو د رژیم د ملاتړي او ترټولو ستر او اصلي غورځنګ ناڅه شمیرل دي. دغه غورځنګ په فلسطین کښې د یهودیانو د بشپړه کنټرولولو په لټه کښې دی. عیسايي صهیونزم لږترلږه په ۱۹۱۷ کال کښې د بالفور اعلامیې راهیسې د فلسطین په هکله د لویدیځ د سیاست مشري کړې او لاهم د فلسطین له نیواکه د نړیوال ملاتړ د ملا تیر دی. دا هغه موضوع ده چې په غزه کښې د اسرائيلو او حماس ترمینځ د جنګ د ختمولو د لارې جدي خنډ ګڼله کیږي.

د طوفان الاقصی عملیاتو او په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم خلاف د انساني جنایتونو په شروع کیدو سره د اوانجلیکانو Evangelicalism) په نامه د عیسايي صهیونزم په غورځنګ کښې د اسرائیلي یهودیانو د سترو ملاتړو یوې ډلې له دغه ماشوم وژونکي رژیم څخه خپل ملاتړونه زیات کړل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نیټه د فلسطین او اسرائيلو ترمینځ د جنګ له پيلیدو وروسته یوازې په دوو اونیو کښې د اوانجلیک پياوړۍ لابۍ له اسرائیلو سره ۵ میلیون ډالر مرسته وکړه.

اِوانجلیکان له کلونو راهیسې د امریکې په کانګرس کښې د اسرائیلو په ګټه لابۍ کوي. په مسیحي صهیونزم غورځنګ کښې دغه ریډیکل ډله د اسرائیلو په ملاتړ کښې لاریونونه کوي او په امریکې کښې د قدرت جوړښت ته د خپلو کسانو د ننباسلو له لارې د تل ابیب په ګټه په فیصلو کښې خپل نفوذ زیاتوي. دغه ډله له خپلو ګڼو کلیساؤ سره په عامه افکارو کار کوي او د اسرائیلو د پراختیا غواړو سیاستونو د دوام لپاره پیسې راغونډوي.

*/*/*/*/

په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو تاسیس، په ۱۹۶۷ کال کې په شپږ ورځنۍ جګړه کې د اسراییلو د پوځ لخوا د بیت المقدس نیول او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال د اوانجلیک مقدس کتاب کښې آخرې زمانې له وړاندوینو څخه دي چې ټولې یې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم په ګټه دي.

د دې فرقې دوه نورې وړاندوینې د بیت المقدس په غره کې د یهودانو د سپیڅلي ځای بیا رغونه (چې د الاقصی جومات ویجاړولو ته اړتیا لري) او د اسراییلو لخوا د ټول فلسطین د راتلونکي کنټرول دی چې اسراییل له کلونو راهیسې ورته د رسیدو هڅه کوي.

په هرصورت، داسې شواهد شته چې ښودنه کوي ځوان انجیلیکان ن د دوی د مور او پلار یا نیکونو په پرتله د آخرې زمانې په الهیاتو کښې د اسرائيلو په رول لږ میئن دي.

د شمالي کارولینا په پوهنتون کې د برنا ګروپ لخوا ترسره شوې سروې ښودنه کوي چې ځوان انجیلیکان د زړو انجیلیکانو په پرتله د اسراییلو ډیر لږ ملاتړي دي. دا سروې د 2018 او 2021 ترمنځ د دوی په چلند کې  د ستر بذلون ښودنه کوي او د ځوانو انجیلیکانو په منځ کې د اسراییلو ملاتړ له 75 سلنې څخه 34 سلنې ته راټیټ شوی دی.

*/*/*/*/*/

 

 

ټیګونه