د آمریکا پر ضد د چین لخوا د بندیزونه اعمالول
(last modified Thu, 23 May 2024 10:17:43 GMT )
May 23, 2024 14:47 Asia/Kabul
  •        د آمریکا پر ضد د چین لخوا د  بندیزونه اعمالول

چین پر تایوان باندي د امریکا د وسلو د خرڅلاو او د بندیزونو له دباو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد په پوځي-صنعتي کمپلکس کې د ۱۲ شرکتونو او د هغوی د جګپوړو مدیرانو پر ضد محدودیتونه پیل کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا په دغو  آمریکايی شرکتونو کې د لاک هیډ مارټین (LMT.N) ، رایتان او جنرال ډینامیک (GD.N)  فرعي شرکتونه شامل دي.

د چین د حکومت لخوا د دغو شرکتونو په وړاندې د محدودیتونو په اقداماتو کې په چین کې د دوی د شتمنیو کنګل کیدا او د دوی لوړ پوړو مدیرانو دې هیواد ته د ننوتلو منع کول شامل دي.

د چين له خوا د امريکا د سترو صنعتي شرکتونو پر وړاندې د دغو بنديزونو لګول له څو اړخونو مهم دي.

لومړی، دا په ډاګه کوي چې چین د خپلواکۍ کچې ته رسیدلی او په عین حال کې د امریکا یي شرکتونو په وړاندې بندیزونه لګولی شي

دوهم، چين په عمل کې وښودله چې د امريکا په شان توان  او قدرت لري چې د چين پر وړاندې د دغه هېواد او لويديځ له بنديزونو سره مقابله وکړي او له  خپل ملي حاکميت څخه دفاع وکړي.

او دریم دا چې امریکا نور نشي کولی د چین په څیر هیوادونه د بندیزونو په اوزارنو سره د واشنګټن د تګلارو په وړاندې مجبور کړي.

څلورم، چين يو ځل بيا په عمل کې ثابته کړه چې تايوان د چين سره کرښه ده او امريکا ته به اجازه ورنکړي چې د دغه ټاپو د حکومت په پوځي ملاتړ سره د خپلواکۍ پر لور ور وکاږي.

د بېجينګ د بهرنيو مطالعاتو د پوهنتون د نړيوالو اړيکو د ښوونځي د نړيوالو مسايلو کارپوه ژو هوا وويل:

"د امریکايي شرکتونو په وړاندې د چین د بندیزونو پلي کول له امریکا سره د مقابلې لپاره د چین پر وړتیا باندې د بیجینګ د زیاتیدونکي باور څرګندوي او دا چې چین د امریکا له ګواښونو او بندیزونو سره د مقابلې لپاره له واشنګټن څخه هیڅ ویره نه لري او د امریکا له هر ډول د بایکاټ سیاستونو او د دغه هیواد په کورنیو چاروکې د لاسوهنې  سره مقابلې ته چمتو دی. حقیقت دا دی چې امریکا د بشري حقونود مسلو، سوداګرۍ مسلو او د تایوان  د مسالې په ګډون پر چین د فشار راوړلو لپاره له بیلابیلو لارو څخه کار اخلي.

خو په دې وروستيو کې امريکا له تايوان سره د وسلو د ملاتړ په دوام او پر چينايي شرکتونو د بنديزونو په لګولو سره وښودله چې نه يوازې د واحد  چين سیاست ته پایبند ندی ، بلکې هڅه کوي دغه هېواد په خپلو پولو کې محدود کړي او په نړیواله  کچه  د آمریکا  پر سلطې باندي  د چین د اغیز شیندنې  مخه ونيسي.

چين په دې باور دی چې امريکا د اوکراين په کړکېچ کې د بېجينګ هدف او بې پلویتوب  دريځ له پامه غورځولی او له چين سره په يو اړخيز بدماشۍ او اقتصادي جبر کې ښکېل  شوی دی.

پر دې سربېره آمریکا پر تايوان باندي د وسلو په پلورلو سره  په  حقیقت کې د يو واحد  چين له اصولو او ګډو اعلاميو څخه په جدي توګه سرغړونه کوي او د چين حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په جدي توګه کمزورې کوي.

له همدې امله چین هڅه کوي چې پر امریکايي شرکتونو د بندیزونو په لګولو سره له چین سره په معامله کې د واشنګټن سیاستونه اصلاح  کړي.

ځکه چې دغه هېواد په عمل کې وښودله چې له واشنګټن سره د پوځي مقابلې  ته لېوالتيا نه لري او نه غواړي د امريکا په هغو  لوبو او سیاستونو کې  ښکیل  شي چې  چين د اصلي هدفونو نه  لیري  او غیرضروري مسایلو  ور وکاږي  چین پوهیږي چې  آمریکا  غواړي د  دغه هیواد  د اقتصادي ودې د دوام مخه ونیسي.

 

 

ټیګونه