ډونالډ ټرمپ د امریکا لپاره یو ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i49016-ډونالډ_ټرمپ_د_امریکا_لپاره_یو_ګواښ_دی
 بلومبرګ انټرنیټي سایټ د امریکا د ولسمشر جنجالي سیاستونه د دغه هیواد د اقتصاد لپاره یو ګواښ وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2017 15:12 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ د امریکا لپاره یو ګواښ دی

 بلومبرګ انټرنیټي سایټ د امریکا د ولسمشر جنجالي سیاستونه د دغه هیواد د اقتصاد لپاره یو ګواښ وبلل.

 

بلومبرګ انټرینټي سایټ نن په یو راپور کې خبرداری ورکړ : دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ دریځونه او سیاستونه ویجاړوونکې پایلې لرلې شي.

 دغه راپور د ټرامپ دریځونه د امریکا د اقتصادي سرګردانۍ سبب ګڼي او لیکی: تر ټولو خوشبینانه حالت دا دی چې  ټرامپ یوازې سیاسي جنجال جوړ کړي  او کوم ویجاړوونکی کار ونه کړی خو هغه د تجارتي جنګ په لفاظیو کې ثابته کړې چې په خپل جنجالي دریځ یې عمل کړی دی.

 بلومبرګ دا مکریا د خزانې او بودجې ګډو وډ حالت  او هغه فشار ته په اشارې سره چې  له دغه حالت په مالیات ورکوونکو راځي  په دې اړه د سپينې ماڼۍ او د پارلمان د استازو د اختلاف خبره کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه حالت په نزدې راتلونکي کې د امر یکا  اقتصاد ته تاوان رسوي.

دغه راپور د ونډو بازار یوه بله برخه ګڼلې چې همیشه د ټرامپ د جنجالي ټویټونو  له تاوانونو سره مخامخ ده .

 بلومبرګ زیاتوي ټرامپ د امریکا اقتصاد ته په تاوان رسولو سره  په دغه هیواد کې د تعلیم حاصلوونکو او سیلانیانو د لالهاندۍ  سبب  شوی دی.