د زمري د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i54288-د_زمري_د_شپږویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2017 08:17 Asia/Kabul
  • د زمري د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ولسمشر حسن روحاني له خولې په غټو ټکیو لیکلي دي: زمونږ سیاست له ټولو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو پراختیا ده.

د دې خبر په دوام کښې راغلي چې حسن روحاني په تهران کښې د آسټریا د نوي سفیر په کتنه کښې وویل: هیڅ هیواد له برجامه نه زیانمنیږي او ټول لوري ترې په خپله اندازه ګټه پورته کوي. نن سبا د برجام (ایټمي موافقې) په برکت د طرفینو په ګټه مناسبه اقتصادي فضا او ارامښت رامینځته شوی دی او مونږ هوډمن یو چې له دې نوې فضا څخه د پانګونې د جذبولو، د ماډرن ټیکنالوجیو د انتقال او په اقتصادي ملګرتیاو په تیره بیا بانکي تبادلاتو په اسانولو کښې ګټه پورته کړو.

په دغه کتنه کښې د آسټریا سفیر هم وویل: کلکه اراده لرو چې د سیمه ایز او نړیوال امنیت په پراختیا کښې له ایران سره څواړخیزې ملګرتیاوې ټینګې کړو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان د یوراګوی د نوي سفیر په کتنه کښې هم وویل: د ایران سیاسي اراده، د یوراګوی په شمول په لاتیني امریکا کښې له دوستو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ده.

همداشان د فرانسې لپاره د ایران نوي سفیر ابوالقاسم دلفي هم پرون پاریس ته له روانیدو مخکښې له ولسمشر روحاني سره ملاقات وکړ. په دغه کتنه کښې حجت الاسلام والمسلمین حسن روحاني له نورو هیوادونو سره د ایران د اړیکو پراختیا په لاره کښې د خپلو سفیرانو په هلوځلو ټینګار وکړ.

اطلاعات په یو بل خبر کښې لیکلي چې امریکې په عربستان او بحرین کښې د شیعیانو د حقوقو له خلاف ورزۍ سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په خپل کلیز رپورټ کښې په سعودي عربستان او بحرین کښې د شیعه مسلمانانو په ځپنې او د مذهبي آزادیو په خلاف ورزۍ سخته نیوکه وکړه.

ټیلرسن وویل: له ریاض او منامې غواړو چې په خپلو هیوادونو کښې شیعیانو ته لازیاتې مذهبي ازادۍ ورکړي.

د همدې ورځپاڼې یو بل خبر د فرانسې د ولسمشر له خولې وايي: په سوریه کښې د اسد لپاره هیڅ ځاې ناستی نشته.

مکرون د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: له قدرته د بشارالاسد څنګته کیدل دې په سوریه کښې د نښتو د ختمولو وارمخکښې شرط نه وي.

له بلې خوا د سوریې پوځ په دیرالزور کښې د ترهګرو خلاف یرغلیز عملیات پيل کړي دي.

جمهوري اسلامي:

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د اسلامي شورا (پارلیمان) په پرونۍ غونډه کښې د حکومت په نوي پړاو کښې د ایران د خارجه وزارت لپاره د وړاندیزي وزیر محمد جواد ظریف څرګندونو ته په خپل وړومبي مخ ځای ورکړی او د انځور ترڅنګ یې د ښاغلي دا خبره د سرټکي لپاره غوره کړې ده: د برجام هره جمله پر امریکې د ایران د بې اعتمادۍ ښودونکې ده.

د خارجه وزارت لپاره وړاندیز شوي وزیر ټینګار وکړ: ایران د سیمې یوازنی هیواد دی چې خپل امنیت یوازې له خپلې دننې او خپلو خلکو څخه اخلي او د نورو په مسکا یا تندي خرابولو سره خوشال یا پریشانه کیږي نه.

ډاکټر محمد جواد ظریف د پارلیمان په ډاګیزه غونډه کښې د خپلو پروګرامونو په دفاع کښې وویل: په ډیرې خضوع سره د پروردګار په درګاه کښې شکر کوم چې یوځل بیا یې د ایران د پوهو، میړنیو او وفادارو خلکو د خدمت توفیق ماته رابخښلی دی، د هغو خلکو د خدمت چې په کلکې الهي رسۍ باندې په منګولو لګولو او په سرښندنې، کار او زیار  او مقاومتي لید او پر ځان باورۍ سره یې ایران په دې ناامنه سیمه کښې په یو باثباته او پرمختللي هیواد بدل کړی دی.

ښاغلي ظریف په دوام کښې زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه سیاست په تیرو څلورو لسیزو کښې په ځان باوری، له سترو قدرتونو په نه ویریدو او د د ظالمانو په وړاندې د مظلوم د پَرې چې د بشري حقوقو حقیقي دفاع ده، په بنیاد ولاړ دی او همدا اصول زمونږ د هیواد د اقتدار او قدرت راز دی.

هغه زیاته کړه: زمونږ بزرګواره امام د ایران په خلکو کښې دا ژور باور پوخ کړ چې په نړۍ کښې له خدای تعالی ستر قدرت نشته او د نړۍ نور ټول قدرتونه د ولسونو د ارادې په وړاندې سر ټیټولو ته مجبور دي.

جوان:

                له تهرانه چاپيدونکې جوان ورځپاڼې د ایران د سپاهِ پاسداران د ویاند له خولې لیکي: له داعشه سخت انتقام د سپاه په ایجنډا کښې دی.

د پاسدارانو د لښکر ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک په سوریه کښې خپلواک ځمکني عملیات نه دي لرلي، وویل: د شهید حججي د شهادت په لړ کښې له داعش او تکفیریانو سخت غچ اخیستل د سپاه په ایجنډا کښې دي.

هغه زیاته کړه: د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک به له پخوا په زیات هوډ سره د سوریې له پوځ او ولسي مبارز ځواک څخه خپل سلاکاري ملاتړونه له دغه هیواده د تکفیري ترهګرۍ د ټغر تر ټولیدو پورې جاري وساتي. سردار شریف په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ځینو خپرو شویو خبرونو سره سره سپاه ځواک په سوریه کښې خپل سري ځمکني عملیات نه دي لرلي، وویل: د شهید حججي او د حرم د مدافعانو د شهادت په بدل کښې له داعشي ترهګرو او تکفیریانو سخت بدل د سپاه په ایجنډا کښې دی خو په خپل وخت به عملیاتي شي.

همدې ورځپاڼې یو بل خبر د روسیې د خارجه وزیر څرګندونو ته ځانګړی کړی چې وايي: ایران حق لري چې خپل توغندوي پرګرام پياوړی کړي.

په خبر کښې لولو: په داسې حال کښې چې امریکا د ایران توغندوي ازموینې د امنیت شورا د پریکړه لیکونو نقضونکې بلي، ماسکو وايي د ایران اقدامات د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي په ټینګار سره چې امریکا باید په برجام کښې پر خپلو کړو ژمنو پابنده ووسي، وویل: د خپل میزایل پروګرام لپاره د ایران د لګښتونو زیاتول د امنیت شوار د پریکړه لیک له مخې هیڅ منعه نه لري او ایران چې هرڅومره وغواړي په خپل توغندوي پروګرام یې لګولی شي.

سرګئي لاوروف همداشان وویل: د ایران توغندوي پروګرام د دغه هیواد کورنۍ چاره ده او هیڅ بندیز پرې نشته. هغه هیله وښودله چې امریکا په ایټمي موافقې (برجام) کښې خپلې کړې ژمنې ماتې نه کړي.

د لاوروف دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امریکایانو په دې تیرو دوو کالو کښې په ځلونو ادعا کړې چې د ایران توغندوي ازموینې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي ده خو د ایران چارواکو ویلي چې د دغه هیواد میزایل پروګرام د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی بلکې یوازې د خپلې دفاع لپاره دی.

 

بهرنی ورځپاڼې:

په دوام کښې ځینې بهرنی ورځپاڼې ګورو چې د افغانستان په اړه یې مطالب چاپ کړي دي.

بریت بارت امریکایۍ خپرونه لیکي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د اکاډیمي په نوم د خصوصي امنیتي شرکت د مشر ایریک پرینس پر وړاندیز غور کوي.

د اکاډیمي په نوم دغه خصوصي شرکت چې پخوا د بلک واټر په نوم مشهور و، وړاندیز کوي چې ټول امریکایي پوځیان دې له افغانستانه ووځي او د هغوی پرځای به دغه امنیتي شرکت شخصي امنیتي کسان وګماري.

خپرونه د پرنس په وینا خبر ورکوي چې وایي، د ده وړاندیز یو شمېر امریکایي چارواکي څېړي او بیا به دوی خپل نظر په دې اړه له ولسمشر ټرمپ سره شریک کړي.

پرنس وایي چې دی غواړي افغانستان ته څو محدودي شخصي کمپنۍ واستوي.

د ده په وینا اوس نژدې ۲۶۰۰۰ شخصي قراردادیان په افغانستان کې شته چې د ده د وړاندیز له مخې به دا شمېره ۵۰۰۰ ته راکښته شي.

پرنس وایي، له دې سره به د امریکایي پوځیانو شمېر چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ دی ۲۰۰۰ ته راکم شي.

پرنس مدعي دی چې په دې ډول به د افغانستان جګړه خصوصي شي او جنګ به پای ته ورسېږي.

 

واشنګټن ټایمز:

یوې بلې امریکایۍ خپرونې واشنګټن ټایمز هم په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي څېړلې ده.

دغه ورځپانه لیکي چې په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار وړاندیزونه په غصه رد کړې دي.

دغه ستراتیژي چې ژمنه شوې وه د جولای تر اخره به اعلان شي، تر اوسه ځنډیدلې ده.

د دې ځنډ په اړه واشنګټن ټایمز د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس په وینا لیکي چې علت یې دا دی چې پر ستراتیژي سخت کار روان دی.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د ولسمشر دا خبره راخیستې ده چې ویلي یې و، د امریکا بهرنۍ تګلاره به د امریکایانو د ګټو پر بنسټ جوړېږي او امریکا نه غواړي چې خپل دښمنان په بهر کې په نښه کړي.

د ورځپاڼې په باور دا هغه پالیسي ده چې تېر کال په نومبر کې اکثریت امریکایانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د هغې ملاتړ کړی و او اوس چې دفاع وزیر متېس د افغانستان لپاره ستراتیژي وړاندې کوي، هغه باید د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ تګلارې له اصولو سره سمه وي.

 

ورځپاڼه لیکي، پکار ده چې د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان له جغرافیایي موقعیت سره په عقلي او منطقي ډول برابره وي او هغو ستونزو ته پکې پام شوی وي چې د هغوی له امله د افغانستان مسئله له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*