د بحرین خلګو انقلاب اووه کلن شو
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i65473-د_بحرین_خلګو_انقلاب_اووه_کلن_شو
د ۲۰۱۸ کال د فیبرورۍ ۱۴ نیټه، د بحرین خلګو د انقلاب د پیلیدو د کالیزې په یاد راوړونکې ده. د« مرغلرو انقلاب» په نامه د بحرین خلګو له انقلاب څخه اووه کاله تیریږی؛ داسی انقلاب چی د یاد هیواد خلګ، د آل خلیفه کورنۍ د واکمنانو له ځپونکی سیاست سره سره، اتلانه مقاومت کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 08:44 Asia/Kabul
  •  د بحرین خلګو انقلاب اووه  کلن شو

د ۲۰۱۸ کال د فیبرورۍ ۱۴ نیټه، د بحرین خلګو د انقلاب د پیلیدو د کالیزې په یاد راوړونکې ده. د« مرغلرو انقلاب» په نامه د بحرین خلګو له انقلاب څخه اووه کاله تیریږی؛ داسی انقلاب چی د یاد هیواد خلګ، د آل خلیفه کورنۍ د واکمنانو له ځپونکی سیاست سره سره، اتلانه مقاومت کوی.

 د بحرین خلګو؛ د ۲۰۱۱ کال د فیبرورۍ په ۱۴ نیټه، د آسیا په لویدیځ او د افریقې په شمال کی له عربی پاڅون سره په یو وخت، خپل سوله اعتراض پیل کړ. په بحرین کی ؤلسی پاڅون؛ د دغه هیواد د خلګو مظلومیت څرګند کړئ دئ هره ورځ د بحرین د انقلابی خلګو ځپل، زندان؛ شکنجه کول او د هغوی د تابعیت لغوه کول، د ؤلسی ډیر اوچت آواز د غلی کولو لپاره، د آل خلیفه رژیم د سیاست یوه وړه برخه ده. د بحرین خلګو د مظلومیت د زیاتوالی اندازه هله څرګندیږی، چی د بشری حقوقو ادعا کونکی هیوادونه، او د لانجو او بحرانونو د هوارۍ د اصلی مرکز په توګه، د ملګرو ملتو سازمان، د بحرین د مظلومو خلګو په وړاندی

د آل خلیفه رژیم د تاوتریخجن سیاست کتونکی دئ.

آل خلیفه په تیرو اوؤ کلونو کی، ښودلې ده چی په هیڅ ډول ژمنې او نړیوالو قوانینو پابند او وفادار نه دئ، او د لویدیځ د ملاتړ؛ او د بشری حقوقو د مسئلې په وړاندی د نړیوالو ارګانونو د دوه ګونی توب په سیوری کی، د خپل پاچاهی قدرت له ساتلو پرته، په بل څیز نه راضی کیږی. بحرین؛ د آسیا د لویدیځ د ډیر وړوکی هیواد په توګه، تر ټولو زیات سیاسی بندیان لری، او اعلان شوئ چی د بحرین خلګو د انقلاب په اوو کلونو کی، څه د پاسه ۱۱ زره کسان بندیان شوی دی. سربیره پر دې؛ د بحرین عالمانو په نښه کول او نیول، ښیې چی د«مرغلرو انقلاب» په هدفمنه توګه دوام لری. د ۲۰۱۶ کال د جون له میاشتې را هیسې، د الدُراز په سیمه کی د مبارز روحانی«شیخ عیسی قاسم» د کور په خواؤشاه کی د بحرین خلګو حضور او څارنه، ښیې چی د عالمانو نیول او زورول، د بحرین خلګو سره کرښه ده، او له دغې کرښې څخه تیریدل به، د بحرین خلګو پریکنده عکس العمل په ځان پسی ولری.

«شیخ عیسی قاسم» د بحرین د شیعیانو لپاره ډیر لوړ دینی او سیاسی مرجع؛ او د خلګو د احترام او درنښت وړ دئ. تیر کال؛

لږترلږه ۵ تنه د« شیخ عیسی قاسم » د کور په انګړ کی ووژل شول. «شیخ عیسی قاسم»، د آل خلیفه رژیم د ځپونکی سیاست سره سره، له خپل دریځ او اصولو څخه په شا تګ نه دئ کړئ، او د محاکمې او د تابعیت د حذفولو په شمول د یاد رژیم د اقداماتو او تحرکاتو په وړاندی، د مرغلرو انقلاب له اهدافو څخه هم لاس نه دئ اخیستئ. دغه پایدار هوډ، د بحرین خلګو انقلابی روحیه هماغه راز زوږنده ساتلې ده، او د بریالیتوب او مرغلرو انقلاب د دوام راز هم، همدغه مسئله ده.

  د بحرین له عالمانو سره د آل خلیفه رژیم سخت کړچار، ښیې چی هغوی د خلګو د پاڅون په داخل کی دی، او پخپله هم د هغه یوه برخه جوړوی، او د خلګو او دینی عالمانو ترمنځ کوم واټن نشته. د خلګو او دینی عالمانو لپاره د مرغلرو انقلاب هدف یو دئ، او د هغوی غوښتنه په بحرین کی د اساسی بدلونونو او اصلاحاتو کیدل، او د خلګو په رایې سره د یو کاملاً ډموکراتیک او آزاد حکومت رامنځته کیدل دی. د بحرین اوسنئ حکومت، د دغه هیواد د سنی لږکۍ استازئ دئ، او د بحرین اکثریت شیعیان، په حکومت کی کوم رول نه لری. البته؛ د ویلو وړ ده چی د مرغلرو انقلاب هدف، د ټول قدرت قبضه کول نه دی، او د

 انتخاباتو کیدل؛ د منتخب دولت د جوړولو او د خلګو د غوښتنې د عملی کیدو منطقی او قانونی پروسه بولی. د آل خلیفه رژیم؛ له دې کبله چی په لویدیځ په تیره بیا په امریکی پوری پیلئ دئ، د بحرین د خلګو د غوښتنې اوریدو ته پام نه کوی، او د امریکی د رضایت په شین څراغ سره؛ هماغه راز د خلګو د ځپلو او په پراخه پیمانه د بشری حقوقو د پایمالولو په لاره کی ګام اخلی.

د بحرین خلگو له ځپلو سره په یو وخت؛ انقلابی کسان د یاد هیواد د پاچاه په امر، په پوځی محکمو کی محاکمه کیږی؛ داسی یوه موضوع چی له عادی خلګو سره د پوځی کړچار د زیاتیدو ښودنه کوی. د بحرین پارلمان او د دغه هیواد پاچاه، په ۲۰۱۷ م کال کی پوځی محکمو ته اجازه ورکړه، چی په جرمونو تورن ملکی وګړی، ونیسی او محاکمه یی کړی. د اکو نومیسټ بریتانوۍ ورځپاڼی پدې هکله لیکلی دی: بحرین د هغو استبدادی رژیمو له جملی څخه دئ، چی خپل مخالفان په پوځی محکمو کی محاکمه کوی. د بشری حقوقو څارونکی سازمان هم، اعلان کړئ چی د بحرین حکومت هڅه کوی له محکمو څخه د مخالفانو د بشپړ غلی کولو لپاره د وسیلې په توګه استفاده وکړی. له بحرینی انقلابیانو سره د مقابلې کولو په منظور، پوځی اقداماتو او رودو ته مخه

کول؛ د آل خلیفه رژیم د بی چاره ګۍ لوړ حد دئ؛ چی له ټولو امکاناتو او تجربو څخه د برخمنتیا او استفادې کولو سره سره، انقلابیانو په تش لاس سره دغه رژیم له چلنج او مشکل سره مخامخ کړئ دئ. د انقلابیانو په وړاندی؛ د آل خلیفه رژیم له خوا د ټولو په کار وړل شویو امکاناتو په وړاندی، د ؤلس او دینی عالمانو له لوری یواځی یو آواز اوریدل کیږی؛ او هغه هم د آل خلیفه رژیم نابودیدل، او د دغې خبری رښتنی کیدل دی؛ چی د فیبرورۍ د ۱۴ نیټې انقلاب به، خپل هدف ته تر رسیدو پوری دوام ولری. په همدې زمینه کی، د بحرین د ملی وفاق  اسلامی جمعیت، په یو پیغام کی، د« د رژیم تر ړنګیدو پوری پاتی یو » په شعار سره، د فیبرورۍ د ۱۴ می د انقلاب په دوام د ټینګار په کولو سره، په یو پیغام کی ډاګینه کړه:« دغه شعار؛ د بدلون او اصلاح د را وستو لپاره، د بحرنیانو د مقاومت د کولو او شتون بیانونکئ دئ، چی له پخوا څخه په لا ټینګ هوډ سره به، په ډګر کی شتون ولری». د بحرین د ملی وفاق اسلامی جمعیت ټینګار کړئ:« ملی موافقه؛ په هیواد کی له اوسنی بحران او کړکیچ څخه د وتلو یواځنۍ لار ده، ځکه چی اووه کاله صبر او مقاومت ثابته کړه؛ چی بحرانونه په زور او قدرت سره نه حلیږی».

 د مرغلرو انقلاب اصلی ځانګړنه دا ده، چی د آل خلیفه د حکومت په اعتراض کی په واټونو کی د خلګو له حاضریدو سره په یو وخت، خبری اتری هماغه راز د انقلابیانو د غوښتنې د پلی کیدو لپاره، ډیره ښه روده بولی، او دا د بحرین د زیاترو خلګو د سوله ایزې روحیې ښودنه کوی. لیکن؛ د آل خلیفه رژیم ځپل او ترخجن اقدامات؛ د بحرین خلګو د انقلاب د غلی کولو لپاره یواځنۍ روده ګڼی، او په خبرو اترو باور نه لری. په همدی چوکاټ کی، د«الوفا» د اسلامی غورځنګ یو مشر«مرتضی السندی» دیته په اشارې سره د آل خلیفه رژیم؛ د«مرګ کوټې» د«خبرو اترو تر کوټې» ښه بولی، وویل:« د دغې مسئلې څرګند مثال هم، له بحرینی انقلابیانو او مخالفانو سره د آل خلیفه رژیم د کړچار ډول دئ، چی له سیاسی شخصیتونو سره د خبرو اترو پرځای، هغوی په سیاسی بندونو کی په سخته توګه شکنجه کوی».

  د مرغلرو انقلاب د بڼه نیولو، له ټولو داخلی عواملو سره سره، د آل خلیفه رژیم د نورو په تورنولو سره هڅه کوی، د خلګو او عمومی افکارو پام یو لور ته واړوی او نړیوالو ته وښیې چی دغه انقلاب؛ بهرنئ عامل او لامل لری. له تکراری او زړو ادعاؤ او وسایلو څخه د بحرین رژیم استفاده کول، یواځی د بحرینی انقلابیانو د ځپلو د توجیه کولو لپاره، مخ په وړاندی تیښته ګڼله کیږی. پدی لړ کی د بحرین رژیم د دغه هیواد د انقلابیانو له ځپلو سره په یو وخت، هغوی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکی په لرلو تورن او محکوموی؛ داسی یوه موضوع، چی د بحرین خلګو لمړنیو حقوقو په رښتنی کولو کی د آل خلیفه په نا توانۍ کی ریښه لری.

د ایران د اسلامی جمهوریت مسؤولانو په ځلونو ټینګار کړئ، چی د بحرین په داخلی چارو کی دخالت نه لری، او د پوچو ادعاؤو مطرح کول، د بحرینی انقلابیانو د ټینګ هوډ په وړاندی د آل خلیفه رژیم د کمزورتیا ښودنه کوی. په همدی زمینه کی د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویاند«بهرام قاسمی» ټینګار کړئ دئ« ښه ده؛ چی بحرینی مقامونه؛ د تکراری ادعاؤو ، او د پخوانیو او زړو ډرامو د مطرح کولو پرځای، له خپلی امنیتی- پولیسی تګ لارې؛ او د خلګو د مشروعو غوښتنو له ځپلو لاس واخلی، او له خپل ؤلس سره د جدی خبرو اترو په کولو سره، د یاد هیواد بحران او لانجه پایته ورسوی، او په پوچو او نه سنجول  شویو تورونو سره، د خپلو داخلی مشکلاتو او کړکیچونو لپاره د نورو د ملامتولو او غلط آدرس په لټه کی نه وی.

  د سعودی پوځیانو په مرستې؛ د آل خلیفه رژیم له ځپونکو اقداماتو سره سره، د بحرین خلګ مقاومت او مبارزې ته دوام ورکوی؛ داشان چی نړیوالو ته یی ثابته کړه؛ چی د خپلو روا غوښتنو تر رښتنی کیدو، او د خپل برخلیک د ټاکلو د حق تر لاسته راوړلو پوری به، په شا تګ ونه کړی.  د تیرو اوؤ کلونو په اوږدو کی د بحرین خلګو مقاومت کولو، د آل خلیفه رژیم او د هغه ملاتړ کونکی رژیمونه، له دې څخه نا هیلی کړی دی، چی د بحرین ؤلس د«مرغلرو انقلاب» پایته ورسوی.

دغه انقلاب یو ځلې بیا ښودلې ده، چی له ؤلسی اډانی څخه هر برخمن انقلاب؛ په هیڅ ډول وسیلی سره نه شی ځپل کیدای. د بحرین خلګو د غوښتنو په وړاندی تسلیمیدل، د آل خلیفه رژیم په وړاندی یواځنۍ حل لاره ده. ترڅو هغه اووه کلن سیاسی کړکیچ چی ورسره لاس او ګریوان دئ، سم او تنظیم کړی. په پولیسی او پوځی سیاست سره د بحرین خلګو انقلاب نه غلی کیږی، او یواځی به د آل خلیفه له رژیم څخه د بحرین د خلګو او عالمانو کرکه لا زیاته شی، او د«مرغلرو انقلاب» به هماغه راز د خبرو اترو او د سوله ایز اعتراض په دوؤ غږملو او ټینګو رودو سره دوام ومومی.