دتهران او کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i6955-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتوسره ستاسو په خدمت کې یو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2016 07:57 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتوسره ستاسو په خدمت کې یو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو

داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان و رځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، په داسې حال کې چې دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دایټمی موافقې داجرا یا برجام پروګرام اجرا کیدا اتیاورځې په تیریدو دی ، د اسلامی ایران د حکومت ویندوی محمد باقر نوبخت دخبریالانوپه ټول کې روښانه کړې دایران په ضد ایټمی بندیزونه دختمیدو په حال کې دی

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دپاناما پیپرز یا پاناما لیکس له خپریدو وروسته دامریکا اړونده اورګانونو په ځینو موردونو دغبرګو نو نو په ښودلو سره ویلی دی په ډیر دقت سره داخبره سپړو چې ووینو دغه پیپرز تر کومه حده واقعیَت لری ،داپه داسې حال کې دی چې دروسیې لوړپوړو چارواکو ددغو ایشواکونو په غبرګون کې ویلی دی چې دا د امریکا داستخباراتی ادارې سی آئی اې یوه پټه دسیسه ده .

وروستی راپورونه ددې ښودنه کوی چې پاناما پیپرز نومې ایشواکونو په همداوروستیو کې په درستې نړۍ کې هغه پټ لاسونه ایشوا کړی چې په پټه ئې له خپلو هیوادونو نورو هیوادونو ته پیسې منتقلې کړی او دملی پیسو په نغرلو سره ئې ستر ستر شرکتونه جوړ کړی دی چې په هغو کې پر نورو هیوادونو سربیره دپاکستان لوړپوړی سیاستو الان او حکومتی چارواکی هم په دغې لوبې کې ککړ دی چې د دغه هیواد په سویه ئې ډیر غبرګونونه راپارولی دی .

په قطر کې دصهونیسټ رژیم دبیرغ د رپیدو دخبر له خپریدویوه ورځ وروسته دامریکا خارجه وزیر جان کری په واشنګټن کې له خپل قطری همڅنګ سره په کتنې کې ویلی دی ، و اشنګټن او دوحه داسلامی هیوادونو او صهونیسټ رژیم ترمینځ دسولې دپوره کیدا لپاره هلې ځلې کوی .

داپه داسې حال کې د ی چې په همداوروستیو کې زیاتره عربو هیوادو نو په تیره بیا دعربستان آل سعود رژیم په ډیر سپین سترګیتوب سره هڅه پیل کړې څو درست عرب دې ته اړباسی چې له اسرائیلو سره اړیکې عادی کړی او دایران اسلامی جمهوریت له اسرائیلو زیات دعربانو دښمن وبریښوی .

دچین قضائی اورګان د چین یو دهغه پوځ چې په درستې نړۍ له ټولو ستر پوځ بلل کیږی ، یو ریټایرډ قوماندان جنرال ګوبو شیانګ دمالی فساد په جرم چې ټول ټال دولس میلیون او درې لکه ډالره کیږی نیولی دی

دفلسطین داطلاع رسونې دوزارت له خوا دخپرې شوی رسمی اعلامیې په اساس صهونیسټ رژیم له ۲۰۰۰کال راهسې تراوسه پورې اوه ویشت زره فلسطینی ماشومان په وینو کې لیت پیت کړی دی .

وروستی کره راپورونه ددې ښودنه کوی چې دیمن په ضد دعربستان په مشرۍ دامریکا او ځینو عربانو پیّلی ائیتلاف کې اختلافات نور هم رابرسیره شوی دی ا و ویل کیږی چې دعربستان اومتحده عربی اماراتو ترمینځّ په ځینو موردونو اختلافات دنښتو لامل شوی دی او ویل کیږی چې پخپلو کې ئې سره یو شمیر کسان هم هلاک کړی دی . ځینی سرچینې د دغو دواړو هیوادونو ترمینځ داختلافاتورابرسیره کیداهم په همداوورستیو کې دیمن دپوځّ ا ولسی ځواک په لاس پرله پسې سختې ماتې دی .

دعراق وسله وال پوځ او ولسی ځواک په الانبار ، نینوا او کرکوک ولایتونو کې د داعش تکفیری ډلې کابو دوه سوه لس ترهه ګر هلاک کړی اویو شمیر نور ئې هم ټپیان کړی دی . دغه راز وروستی راپورونه ښئ چې دعراق وسله وال پوځ او ولسی ځواک دقبایلی لښکر په مرستې سره فلوجه ښار په بشپړ ډول کلابند کړی او په دغه ښآر کې کلابندو د اعشیانو ته ئې دهرډول مرستو لارې تړلی دی

دسورئې ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون په یولړ څرګند ونو کې په دغه هیواد کې روان بحران او دتکفیریانو بې آمانه حملو ته په اشارې سره ویلی دی که سورېئ دفلسطین ملاتړ نه کولئ نو ترشا به ورباندې دخنجر ګوزارونه نه وو شوی

په افغانستان کې بهرنیو عسکرو امریکائی قوماندان جنرال جان نیکلسن په ۲۰۱۵کال کې په افغانستان کې دکابو شل زره امنیتی مامورانو مرګ ژوبلو ته په اشارې سره ویلی دی په ۲۰۱۵کال کې دافغانستان د امنیتی ځواک د دومره زیاتې بې مخینې مرګ ژوبلو او جنګ سختیدا ددغه ځوا ک دروزنې لپاره دمو نږ ټوله هڅې بې ګټې کړی دی . دهغه په وینا، روزونکی ځواکونه مجبوریږی چې خپلې روزنې ودروی او دجنګ ډګر ته ودانګی .

دآذربایجان جمهوریت او ارمنستان پوځونو دقره باغ دشخړې په سر له څلور ورځنیو سختو شخړو وروسته چې له دواړو لورو پکې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوی دی اوور بند سره پخلا شوی دی چې دقره باغ کورو اکه جمهوریت دفاع وزارت ئې تود هرکلی کړی دی .

= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې دغې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ، دافغانستان طالبانو ډلې په یوې اعلامیې خپرولو کې و یلی دی ، ددغه ډلې دپخوانی مشر ملامحمد عمر زوی ملایعقوب ئې دافغانستان دپنځلسو ولایتونو لپاره ستر قو ماندان په توګه ټاکلی دی

دامریکا دخارجه وزارت ویندوی مارک ټونر ویلی دی امریکا په دقت سره دایران چلندونه څاری او هرچرته چې لازمه شی د دغه هیواد په ضد به بندیزونه بیا رابرسیره کړی

دپاناما پیپرز نومې ایشواکونو په نړۍ کې ډیر پټ دړمار او غلاکونکی مارانو په شکل سیاستوالان نندارې ته وړاندې کړل چې په نتیجې کې ئې د آیزلینډ لومړی وز یر شیګموندور ګونلاګسن دځینو غلاګانو په باب دسندونو په خپریدا پسې استعفی ورکولو ته اړ شو .

دپاکستان سیاستوالان یو ځل بیا راپورته شوی او د اوسنی لومړی وزیر نواز شریف دحکومت د مستعفی کیدو غوښتنې ئې پیل کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې دنواز شریف پلویانو هم دد مخالفانو په ضد خپلې خولې خلاصې کړی او و ائی چې دپاکستان دحکومت مخالف سیاستوالانو ته خپل راتلونکی تورتم ښکاره شوی او اوس خپل تورتم پر نورو تپی او هڅه کوی داوسنی ولسی حکومت لپاره مشکلات راولاړ کړی

دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې او ګلګت بلتستان سیمو کې دډیرو زیاتو و رښتونو اوسلاب له امله په سلګونو کسان مړه او ټپیان شوی او ویل کیږی چې په سلګونو نور هم بې درکه شوی دی او دغه راز ډیرو زیاتو ودانیو ،تاسیساتو او کروندو ته تاوانونه هم اوښتی دی

داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې هرکال دزیاتو ورښتونو او سیل له امله په سلګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی خو دا د پاکستان و اکوالان دی چې دراتلونکی کال لپاره ئې بیا هیڅ پلانونه نه وی .

دافغانستان په پروان ولایت کې په یوه بازار کې په ځان مرګی برید کې اوه کسان مړه او کابو ۲۵نور ټپیان شوی دی .

دغې ورځپاڼې همداراز په کرمان ولایت کې د ایرانیانو او افغانانو د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت دیوه ګډ دسترخوان یا سُفرې د دستورو دجوړیدا په باب یوه مقاله لیکلې ده او وئیلی ئې دی چې له دغه ډول اقداماتو سره ددوو ملتونو د دود اودستور دځلیدا زمینې هواریږی

د ایران او افغانستان د ګډو ادابو او دودونو دوهم کلتوری،علمی او اقتصادی نړیوال نندارتون د ایران په کرمان ښار کښې جوړ شوی دی

په کرمان کښې د ایران او افغانستان د ګډې سُفرې د دوهم نوروزی فیسټیوال اجرائی منشی بسم ا...خرمی د دغه نندارتون له پرانستلو سره هم مهاله د خبریالانو په ټول کښې ویلی دی د ایران او افغانستان لاسی صنایع،ګرانبیه ډبرې،ځائی خواړه او جامې، کتاب کور او د افغانستان دودیز کور هغه سټالونه دی چې په دغه نندارتون کښې نندارې ته وړاندې شوی دی.

هغه په دې خبرې سره چې د دغه فیسټیوال فعالیت زیاتره کلتوری برخې ته متمرکز دی زیاته کړه:سږ کال علمی برخه هم دغه فیسټیوال ته ورزیاته شوی او دواړو هیوادونو تر مینځ د علمی موافقو مسودې هم لاسلیک کیږی.

بسم ا... خرمی جوته کړې د دغه فیسټیوال د تر سره کولو یوه موخه د ایران او افغانستان له ګډو دودونو او ادابو سره د محصلینو او نورو خلکو آشنا کول دی.

د ایران د کرمان ولایت په پوهنتونونو کښې کابو ۵۰۰ افغان محصلین په زده کړو بوخت دی.

= اوس هم دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته ستاسو پام راغواړو چې له انټرنیته مو ر اخستی او له تاسو سره ئې شریکې کوو

(البته باید ووایو چې دا لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی سره د سولې د خبرو پرمختګونه او خنډونه او په افغانستان کې د اقتصادی پروژو د فعالیتونو بیا پیل د کابل د نننیو ورځپانو مهم مطالب او تبصرې دی.

اطلاعات روز په یوه مطلب کې لیکلی چې افغان جګړه مار ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې د خبرو شرایط بدل کړی دی.

په مطلب کې د ګلبدین حکمتیار د استازی امین کریم هغو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دی، حزب اسلامی له دې شرطه په شا شوی چې ټول بهرنی ځواکونه دې له افغانستانه ووځی.

د مطلب لیکوال ویلی، ګلبدین حکمتیار د امریکا په تورلست کې شامل دی او د لیکوال په باور، اغلب ګمان داده چې نوموړی په پاکستان کې اوسېږی.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلی مطلب کې لیکلی چې جمعیت ګوند او نظار شورا له حزب اسلامی سره د خبرو مخالفت کوی.

په مطلب کې د حزب اسلامی د استازو په حواله لیکل شوی، هغه کړۍ له دوی سره د سولې مخالفت کوی چې په افغانستان کې جګړه غواړی او په جګړه کې یې ګټې نغښتې دی.

د ورځپاڼې په باور، ولس اوس د سولې خبرو ته هیله من شوی او داسې فکر کوی چې له حزب اسلامی وروسته به له طالبانو سره هم د سولې د خبرو دریڅه پرانستل شی.

د مطلب لیکوال ویلی، حزب اسلامی پخوا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کاوه، خو اوس یې استازو ویلی، دوی په خپل دې شرط ټینګار نه کوی.

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا اقتصادی پرمختګونو ته یو تحلیلی مطلب ځانګړی کړی او لیکلی دی چې په بلخ ولایت کې په تېرو څو کلونو کې په سوداګریزه برخه کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده.

په مطلب کې راغلی چې په تېرو شپږو کلونو کې زرګونه ښځو په بلخ کې د چرګو فارمونه جوړ کړی او شااوخوا ۳۰ میلیونه هګۍ یې بازار ته وړاندې کړی دی.

ویسا ورځپاڼې بیا د اقتصادې مسائلو په اړه د جبل السراج د سمنټو فابریکې بیا فعالولو ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلی دی چې دغه فابریکه اوس په ورځ کې سل ټنه سمنټ تولیدوی.

په مطلب کې راغلی، دغه فابریکه د کورنیو جګړو پر مهال ډیره زیانمنه شوې وه او له شل کاله ځنډ وروسته یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

لیکوال ویلی، افغانستان په کال کې شپږ میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لری او داسې هڅې روانې دی چې حکومت او خصوصی سکتور د سمنټو بیه را ټیټه کړی.