د تاریخ پاڼه ۵۵
نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د ثور غوايي د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا شوقدر له اوویشتمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د مۍ له څوارلسمې نیټې سره برابره ده.
= ۹۴۹ کاله اګاهو د څلور سوه نوېم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، په ابن فندق مشهور د اسلام یو لوی پوه ابوالحسن علی بن زید د ایران د شمال ختیځ په بیهق ښار کښې و زیږید. هغه په بیلا بیلو علومو منجمله حدیث، فقې ، ادبیات، ریاضیات او حکمت کښې له ډیر مهارت او دانشه برخمن ؤ او د حکیم عمر خیام په شان د خپل وخت دانشمندانو په محضر کښې یې دانش زده کړ. تاریخ بیهق د ابن فندق د فارسی یوتر ټولو مهم کتاب دی . هغه په دغه کتاب کښې جغرافیایی او تاریخی حالات بیان کړی او د بیهق په شان د مشهورو کورنیو او شخصیتونو حالات یې تشریخ کړی دی . دغه کتاب د شپږمې هجری قمری پیړۍ له مهمو تاریخی سرچینو او د فارسی نثر له ښو نمونو څخه دی . د ابن فندق په مهمو آثارو کښې لباب الانساب، تفسیر نهج البلاغه او قواعد علوم الطب ته اشاره کولی شو. هغه په پینځه سوه پنځه شپیتم هجری قمری کال کښې وفات شو .
*******/////////*******
= ۶۱۳ کاله پخوا د اته سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، د مصر یو مسلمان قاضی او فقیه ابن عراقی په مکی ښار کښې له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه په اوه سوه دوه شپیتم هجری قمری کال کښې و زیږید او له ماشومتوبه یې د خپل پلار چې د حدیث د علم یو مشهور عالم ؤ، ، په محضر کښې یې دغه علم زده کړ . ابن عراقی وروسته له نامتو استازانو څخه په استفادې سره د خپلو معلوماتو بشپړولو ته مخه کړه او څه موده وروسته د خپل وخت د مشهورو عالمانو په قطار کښې راغی او د حدیث او فقې تدریس یې پیل کړ. له دغه مصری فقیهه په عربۍ ژبه کښې یو لړ تالیفات په یادګار پاتی دی
*******/////////*******
= ۱۷۳ کاله وړاندې د دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، د نبوت او مهدویت دروغجن ادعا کونکی سید علی محمد شیرازی چې په باب مشهور ؤ، اعدام کړی شو. هغه په دولس سوه پنځه دیرشم هجری قمری کال کښې په شیراز کښې زیږیدلی و او د مدرسې له وخته د شیخیه پشمول ځینو غړیدلی عقیدو سره آشنا شو. شیخیه پیروانو جسمانی محشر نه منه او د امام زمان (عج) ظهور یې ډیر نږدې باله . له دی کبله کله چې سید علی محمد باب په لږ سواد سره خپل ځان د حضرت مهدی (ع) واسطه و باله، هغه یې د مشر په توګه و منه . خو علی محمد باب په دغی چټی ادعا بسنه ونکړه او یوه موده وروسته یې ځان امام زمان معرفی کړ . هغه چې د شکمنو بهرنیو عواملو او جاهلو پیروانو له ملاتړه برخمن ؤ، څه موده وروسته یې ځان پیغمبر و بله او ادعا یې وکړه چې د اسلام دین یې منسوخ کړی دی.
دغه لاپی وهونکو ادعاګانو او په تیره بیا د باب د پلویانو بلواګانو، خلک، عالمان او حکومت دی ته اړیستل چې د هغه دروغ ایشوا او هغه ته خبرداری ورکړی . علی محمد باب د څو ځلو توبو باوجود همدغه راز د شریعت پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړ تر دی چې د قاجار مشهور صدر اعظم امیر کبیر د هغه د محاکمې او اعدام حکم صادر کړ. د بابیه فرقه او یو شمیر نورې شکمنې فرقې په اسلامی هیوادونو کښې د انګلستان او روسیې د استعماری نفوذ په وخت کښې د خلکو د دینی اعتقاداتود کمزوری کولو او پکښې د اختلاف د رامینځته کولو په موخه جوړې شوې .
= ۱۲۷ کاله پخوا د ۱۲۷۰ لمریز کال د غواي دمیاشتې په ۲۴نیټه یو مسلمان مرجع او مبارز روحاني آیت ا.. میرزا حسن شیرازي د انګریز استعمار دچورتالان دمخنیوي په خاطر دیوې فتوا په صادرولو سره دتنباکو د امتیاز دلغوه کولو زمینه برابره کړه . اروپا ته دناصر الدین قاچار په دریم سفر کې د تالبوت په نامه دانګریز لومړی وزیر له یوه سلاکار سره یو تړون وشو . ددغه تړون په اساس دایران دتنباکو د تولید ،خرڅلاؤ او صادرولو انحصاری امتیاز ترپنځوسو کلونو پورې د رژې په نامه انګریزانو یوې کمپنۍ ته وسپارل شو . دغه امتیاز دایران د شتمنیو او سرچینو دچورتالان اوغلاکولو او دانګریز استعمار دسلطې د پراختیا لپاره یو بل ګام ؤ . له انګلستان سره دتنباکو دخرڅلاؤ تړون ، د ایران دمسلمان ولس او روحانیونو له سختو مخالفتونو سره مخ شو . د تنباکو او توتون د استعمال پر بایکاټولو مشتملې دآیت ا... میرزای شیرازي له فتوا وروسته د درست ایران مسلمانانو دتنباکو له پير پلور او استفادې ډډه وکړه او په نتیجې کې ناصرالدین شا قاچار دتنباکو د امتیاز لغوه کولو ته ا ړشو . دغې واقعې یو ځل بیا دایران دمسلمان ملت اقتدار او پتمني ثابته کړه .
*******/////////*******
= ۱۱۲ کاله وړاندې د دیارلس سوه اوه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، یو تکړه شاعر ، عارف او عالم آیت ا... میرزا حبیب ا... مجتهد خراسانی وفات شو . هغه په دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په مقدس ښار کښې و زیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته یې فقې او اصول ته مخه کړه . میرزا حبیب ا... وروسته د خپلو زده کړو د تکمیلولو لپاره عراق ته ولاړ او د اجتهاد درجې ته و رسید. هغه مشهد ته له ستانیدا وروسته، تر پنځلسو کالو پورې په وړتیا او کار پوهنې سره د ښار د شرعی مسایلو جاجونه پر غاړه واخیسته . هغه څه چې د آیت ا... مجتهد خراسانی شخصیت یې پیاوړې کوه ، د هغه د نفس د پاکوالی او عرفان مرتبې وې،په دی ډول چې د خپل عمر وروستی لس کاله یې د مشهد ښار ته څیرمه په یو کلی کښې په تهجد، تفکر او عبادت کښې تیر کړل . دغه پرهیزګار عالم ډیر ښکلی عرفانی شعرونه ویلی دی چې د هغه په دیوان کښې را غونډ
شوی دی. د آیت ا... خراسانی له محتوا ډک او وزن لرونکی شعرونو له هغه وروسته د شاعرانو په شعرونو غوره اغیز درلودلې دی .
*******/////////*******
= ۷۰ کاله مخکښې د ۱۹۴۸کال دمی په څوارلسمه نیټه د اسرییلو جعلي رژیم دفلسطنیانو له عامې وژلې وروسته موجودیَت اعلان کړ . په لومړني نړیوال جنګ کې دعثماني حکومت له ماتې وروسته انګریز عسکرو فلسطین ونیوه . پنځه کاله وروسته دانګلستان تر نفوذلاندې دملتونو ټولنې پر فلسطین د دغه هیواد واکمني یا سرپرستي او په دغه ټاټوبي کې دیوه یهودي حکومت جوړیدا ومنله،له دې وروسته صهونیسټي ادارو دپراختیا غواړو موخو دپوره کیدو لپاره ډير زیات یهودیان دنړۍ له ګوټ ګوټه په تیره بیا له اروپا فلسطین ته کډوال کړل او له ترهه ګرو عملیاتو سره په یووخت یې فلسطینیان خپل ټاټوبی پریښودو ته اړکړل . د ۱۹۴۷کال په نومبر کې ملګروملتو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له امله یې ، په فلسطین کې دوه حکومتونه یعني دعربانو اویهودیانو حکومتونه تاسیس او بیت المقدس هم یوه نړیواله سیمه پيژندل کیدله ،خو دغه ناعادلانه پریکړه لیک دعربانو له مخالفت سره مخامخ شوه . په عین حال کې انګلستان چې عملا یې له صهونیسټانو ملاتړ کاوه ، اعلان وکړ چې ځواکونه یې د ۱۹۴۸کال دمی په پنځلسمه نیټّه له فلسطینه ووځي خو له فلسطینه د انګریز کمیشنر له وتلو څو ساعته مخکې دصهونیسټ غیر قانونی حکومت جوړیدا اعلان شوه