روژه؛ د خدای میلمستیا (2)
ډیرو ګرانو دوستانو! د دی لړۍ په یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو. هماغه راز چی په تیر مطلب کی مو وویل: قرآنکریم د ژوندانه کتاب دئ، او د یو لړ امرونو او منعو په مطرح کولو سره، زموږ عقیدتی او فکری کرښې راته ټاکلی دی، او پدې لړ کی د مؤمنانو مسؤلیت، د قرآن مجید له نورو مخاطبینو څخه لا زیات دئ، او هغوی باید د نورو سرمشق وی. په قرآنکریم کی نږدی ۹۰ آیتونه شته؛ چی د« یا ایهاالذین آمنوا » یعنی ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړئ دئ، په جملې سره پیلیږی.
لمړنۍ پوښتنه چی پدې زمینه کی مطرح کیږی، دا ده چی د«ایمان» معنا او مفهوم څه دئ؟
په لغت کی«ایمان»؛ د باور او عقیدې په معنا دئ، البته؛ داسی باور چی په «زړه»، یعنی د انسان د بدن په تل کی ریښه ولری.
گوینده: یوه ډله بیدیا میشت او د کلیو اوسیدونکی کسان، د اسلام د ګران رسول ص حضور ته ورغلل، او ویی ویل: موږ ایمان راوړئ دئ. متعال خدای د حجرات د مبارکی سورې په ۱۴ آیت
کی وفرمایل:« ووایه! تاسو ایمان نه دئ راوړئ، خو ووایاست چی موږ اسلام راوړ؛ ځکه چی ایمان تر اوسه لا ستاسو په زړونو کی داخل شوئ نه دئ». پدی اساس، ژبنی اقرار د« اسلام » راوړلو نښه ده، چی زیاتره مسلمانان پکی شاملیږی، او«ایمان» هغه وخت پرځایښت مومی، چی په اسلام باور کول؛ د انسان د زړه په داخل کی نفوذ وکړی. یو داسی ایمان به؛ الهام بښونکئ؛ حرکت زیږونکئ او مسؤلیت را پیدا کونکئ وی. له دې څخه ورتیر؛ ایمان باید د پوهی له مخې او د بصیرت او شناخت سره مل وی. عظیم پروردګار د یوسف د مبارکی سورې، په ۱۰۸ آیت کی؛ د اسلام ګران پیغمبر ته امر کوی، چی ووایه:« دا زما لاره او روده ده؛ او تاسی د روښانه لید او بصیرت په اساس، د خدای خواته را بولم. زه، دا ډول یم او هغه کسان چی پیروی کوی، په همدی اساس، نورو ته د خدای په لور بلنه ورکوی». د داشان ایمان له دننی څخه عملی او کارنده ژمنی را پیداکیږی. ټیک له همدې کبله ده، چی د قرآنکریم په زیاترو آیتونو کی هرکله چی د ایمان په هکله خبره مطرح شوې ده، بیله ځنډه صالح او نیک عملونه، او یا د هغو مصداقونه او بیلګی مطرح شوی دی.
ګوینده: دغه موضوع؛ په قرآنکریم کی ځانګړی موقعیت او مرتبه
لری، او دومره مهمه ده چی د عصر په مبارکه سوره کی ټول انسانان زیانکاره معرفی کوی، مګر هغه کسان چی ایمان یی راوړئ او پخپلو عملی مسؤلیتونو ژمن دی. هلته چی فرمایی:
« قسم په عصر، په تحقیق سره انسان حتماً په زیانکارۍ کی دئ، مګر هغه کسان چی ایمان یی راوړ، او ښه او ښایسته کارونه یی وکړل، او یو او بل ته یی د حق او صبر( د حق په لاره کی د پایدارۍ او له هغې څخه په دفاع کی ) سپارښتنه وکړه».
پدې زمینه کی بل مهم ټکئ دا دئ؛ چی د اسلام په ارزښتمن کلتور کی، د عمل«کیفیت» د هغه تر«کمیت» لا مهم دئ. په بله وینا؛ د عملونو زیاتوالئ ذاتاً ارزښت نه لری، بلکه هغه څه چی ارزښت لری، د عمل کیفیت دئ. قرآنکریم پدې باره کی د ملک د مبارکی سوری په دویم آیت کی فرمایی:« خدای هغه ذات دئ، چی مړینه او ژوند یی پیداکړل، ترڅو تاسی وآزمایی، چی له تاسو څخه کوم یو لا نیک او ښکلی عمل سرته رسوی».
د مبارک آیت په متن کی« أَحْسَنُ عَمَلًا » کلمه راغلې ده، او حضرت امام صادق ع، تر همدغه آیت لاندی فرمایی:« متعال خدای ونه فرمایل( اکثرُ عملا ) کوم یو مو لا زیات عمل کوئ،
بلکه ویی فرمایل کوم یو مو(لا نیک) عمل کوئ».
د قرانکریم د پام وړ بله موضوع دا ده؛ چی ایمان باید د ټولو الهی تعلیماتو او آیتونو په شمول وی. د ایمان خبره نشو کولای؛ پداسی حال کی چی د الهی آیتونو یوه برخه ومنو، او بله برخه یی په خاصو او محدودونکو لیدتوګو سره ونه منو. قرآنکریم؛ په داشان لیدتوګو نیوکه کوی، او د نساء د مبارکی سوری په ۱۵۰ آیت کی فرمایی:« یوه ډله شته؛ چی وایی په یو شمیر آیتونو ایمان راوړو، او له یو شمیر څخه کافر کیږو، او غواړی چی د هغو ترمنځ یوه لاره غوره کړی».
پدی اساس، د ایمان په هکله د قرآن نظر، یوه سیسټمی او کلی کتنه ده. د ایمان لرلو خبره نشو کولای؛ پداسی حال کی چی جزئی لیدتوګه ولرو. یعنی د آیتونو په یوې برخې ایمان راوړو، او د خپلې رایی په تفسیر او یا په سطحی او انحرافی لیدتوګو سره، د هغو له یوې برخې څخه په انکار کولو سره، په هغو له عمل کولو څخه ډډه وکړو. ځکه چی قرآنکریم داسی یو کتاب دئ، چی د هغه حکیم؛ علیم او بصیر خدای له خوا نازل شوئ، چی د خلقت په عالم کی هیڅ څیز د هغه د علم له محدودې څخه وتلئ نه دئ، او د انسان په ټولو پټو او ښکاره اړتیاؤو باندی مطلقه آګاهی لری، او هیچا او هیڅ علمی او آکاډمیک مرکز ندی کړای شوی، د هغه ذات د پوهی په یقینی توب او اصالت کی یوه ذره نیمګړتیا ومومی.
وروستئ ټکئ چی؛ د ایمان په موضوع کی د قرآنکریم تر جدی پاملرنی لاندی دئ، صادقانه ایمان دئ. ترڅو پوری چی د عملی مسؤلیتونو مسئله مطرح شوې نه ده، شاید ونشو ویلای چی کوم کسان پخپل ایمان کی صداقت لری، او کوم کسان په منافقت سره د ایمان خبره کوی. قرآن مجید؛ چی د انسانانو د پیژندلو معیار دئ، پدې باره کی د حجرات د مبارکی سوری په ۱۵ آیت کی فرمایی:« یواځی هغو کسانو ایمان راوړئ، چی په خدای او د هغه په پیغمبر باور لری، بیا په شک کی ونه لویدل، او د خدای په لاره کی یی پخپلو مالونو او ځانونو سره جهاد وکړ. دوی په حقیقت هماغه کسان دی؛ چی صداقت لری، او له صادقانه ایمان څخه برخور دی».
د دغه مطلب په نتیجه اخیستنه کی ویلای شو: ایمان او باور هغه مهال رښتنئ کیږی، چی د انسان د وجود په تل او زړه کی نفوذ وکړی، او هغه مهال ارزښت لری، چی د پوهی له مخې؛ او د عملی او کارنده مسؤلیت زیږونکئ وی.