آسمانی وږمی (۴)
د خدای تعالی ج په درګاه کی ستاسو ګرانو روژه تیانو د طاعاتو او عباداتو د قبلیدو په هیلې سره، د دې لړۍ یو بل مطلب تاسو ته وړاندی کوؤ. په تیر مطلب کی مو دا مسئله مطرح کړه؛ چی مؤمنان او د ایمان د ډګر مخکښان باید، له نورو څخه مخکی د ځان په اصلاح او روزنی پیل وکړی، ترڅو هم ځان له ټولنیزو او کلتوری ناوړو چارو او زیانونو څخه خوندی وساتی، او هم د اسلام خواته د نورو د لارښوونی او هدایت سمبول وی.
قرآنکریم پدې باره کی، د تحریم د مبارکی سوری په ۶ آیت کی فرمایی: «ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړئ، ځان او خپله کورنۍ له هغه اور څخه چی سونګ یی خلګ او ډبری دی وساتئ ۰۰۰ »
دغه آسمانی پیغام څو سبقونه او ټکی لری: لمړئ دا چی؛ د کورنۍ په مرکز کی پلار، د چارو په دودولو او کلتوری مسایلو، او د عقیدوی اصولو په ټینګښت کی اساسی رول لری، او په هغې بڼه کی کولای شی صالح بچیان وروزی، چی پخپله د قرآن کریم د ژوند بښونکو ارزښتونو او تعلیماتو پیرو وی. یواځی پدی صورت کی دئ، چی پلار کولای شی د کورنۍ د غړیو په روزنه
او د قرآنکریم له آدابو او اصولو سره د هغوی په آشنا کولو کی، پخپل ستر مسؤلیت عمل وکړی.
بل مهم ټکئ او سبق؛ چی پدی مبارک آیت کی پام ځانته اړوی، دا دئ چی قرآنکریم پدی امر سره؛ چی« ځان وساتئ » یادونه کوی؛ چی په روزنیزو او تربیوی چارو کی باید، یواځی د زده کړې او د ټولنیزو چارو د مرکزونو په تمه ونه اوسو؛ بلکه باید تربیوی جوړونکئ حرکت، د کورنۍ له دننی څخه پیل شی، ځکه چی سالمه کورنۍ؛ د سالمی ټولنې په جوړولو کی اساسی رول لری. په بله وینا؛ که یو هیواد وکړای شی د کورنۍ په ټینګښت کی اساسی اقدامات سرته ورسوی، د نه زیانمنیدونکې او بریمنې ټولنې په رامنځته کیدو کی به، د پام وړ نتایجو ته ورسیږی. له همدې کبله قرآن مجید، پسله هغه چی د ځان د اصلاح کولو دستور ورکوی، د کورنۍ مسئله مطرح کوی، او فرمایی:« ځان او خپله کورنۍ له اور څخه خوندی وساتئ ».
وروستئ ټکئ چی؛ پدی آسمانی دستور او بلنه کی تر سترګو کیږی، په اور کی له لویدو څخه د ځان او کورنۍ ساتل دی. که څه هم د مبارک آیت وروستۍ برخې ته په پام سره؛ چی فرمایی:« دا هغه اور دئ؛ چی سخګیره او قهرجنی فرشتې د هغه
ساتونکی دی »، دا څرګنده نتیجه لاسته راځی، چی د قرآنکریم منظور، په قیامت کی د دوږخ اور دئ، او هغه کسان چی د ځان اصلاح کولو او د کورنۍ روزنې ته یی پام نه دئ کړئ، باید د داسی سوځونکې او درد ناکې پایلې انتظار وباسی.
بیله شکه؛ د داشان سوزونکئ دوږخ بنسټ؛ د دی روایت په اساس چی« دنیا؛ د آخرت کرونده ده » په همدی دنیا کی پیژندل کیږی. هماغه ترخ حقیقت چی نن سبا په اوسنۍ دوره کی د هغه کتونکی یو. شمیرنی ښیې؛ چی د ځان په اصلاح کولو او د کورنۍ په روزنه کی د بی پامیو له کبله، په زیاترو ټولنو کی د ژوندانه مرکزونه، د سره پاشل کیدو په حال کی دی، او د دغو ټولنو ځوان نسل، په نشیې توکو د اخته کیدو، عیاشیو او هوسونو په سوځنده اور کی لاس او پښی وهی. یواځی هغه کسان به پدې آزموینه کی سرلوړی وی، چی د الهی رضایت د لاسته راوړلو لپاره پریکنده تصمیم ونیسی، او له هغو خپلوانو سره؛ چی د اسلام او قرآنکریم په اصولو عقیده نه لری، او حتی ورسره عملی مخالفت کوی، ډیره لږه علاقه ونه ښیی، او خپلی ټولی عاطفی اړیکی ناڅه وشمیری. قرآنکریم د مجادلې د مبارکی سوری په ۲۲ آیت کی پدې باره کی فرمایی:« هیڅ قوم او ډله نه مومی؛ چی له حقیقی
ایمان څخه برخور وی، او په خدای او بلې دنیا باندی ایمان ولری، پداسی حال کی چی له هغو کسانو سره چی له خدای او د هغه له پیغمبر سره دښمنی لری، دوستی او محبت وښیی؛ که څه هم هغوی د دوی پلارونه، او بچیان، یا د هغوی وړونه او خپلوان وی. هغه کسان چی دا شان پخپلو عقیدوی اصولو مقاومت کوی، خدای د هغوی په زړونو کی ایمان ثبت کړئ، او له خپلې خوا څخه په الهامی روح سره یی ورڅخه ملاتړ کړئ دئ. هغوی، د قیامت په ورځ په هغو باغونو کی، چی تر ونو لاندی یی نهرونه او ویالی بهیږی واردوی، او د تل او ابد لپاره پکی پاتیدونکی دی. خدای له هغوی څخه راضی، او هغوی هم له هغه څخه راضی او خوشحاله دی، خبرداره او پوه اوسئ؛ چی حزب الله بریالۍ او نیکمرغه ده».
یوه لویه معنوی او ملکوتی مرتبه؛ هغه مقام او موقعیت ته رسیدل دی، چی یواځی خاص اولیا؛ او الهی مقربان ورته رسیږی؛ چی د « رضا » مقام نومیږی. ځکه نو متعال خدای د همدغه آیت په پای کی، همدې موضوع ته اشاره کړې ده.