آسمانی وږمی (۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i72058-آسمانی_وږمی_(۵)
 د دی لړۍ تاسو ګرانو مینه والو ته د نیکو پرزوینو په وړاندی کولو سره، د آسمانی وږمې یو بل مطلب تاسو ته وړاندی کوؤ. په تیر مطلب کی مو د ځان د اصلاح کولو او د کورنۍ له حریم څخه د ساتنې او د کورنیو اړیکو د کچې په هکله بحث وکړ، او د روایتونو او د قرآنکریم د آیاتو په اساس مو د ایماندارو کسانو دندې تر یو حده تشریح کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 13:05 Asia/Kabul
  •   آسمانی وږمی  (۵)

 د دی لړۍ تاسو ګرانو مینه والو ته د نیکو پرزوینو په وړاندی کولو سره، د آسمانی وږمې یو بل مطلب تاسو ته وړاندی کوؤ. په تیر مطلب کی مو د ځان د اصلاح کولو او د کورنۍ له حریم څخه د ساتنې او د کورنیو اړیکو د کچې په هکله بحث وکړ، او د روایتونو او د قرآنکریم د آیاتو په اساس مو د ایماندارو کسانو دندې تر یو حده تشریح کړې.

 

یو بل اساس ګام؛ چی له اسلام راوړلو وروسته باید پورته کړای شی، د« تقوا » په لاره کی د با ایمان کس تګ دئ. قرآن مجید، نږدی ځلې(۱۱۰) د تقوا په هکله خبری کړی دی، او د تقوا داره کس   دنیایی او آخرتی مسؤلیتونه او لاسته راوړنی یی بیان کړی دی.

د تقوا په تعریف کی، چی د« وقایه » یعنی ساتونکی له ریښې څخه، اخیستله شوې ده؛ د نظر خاوندان اتفاق لری، چی تقوا داره کسان په الهی دستورونو په عمل کولو، او له هغه څه په ډډه کولو سره؛ چی متعال خدای نهی کړې ده، په تمرین او زیار ایستلو سره دې مرحلې ته رسیږی، چی د تقوا رعایتول د هغوی عادت ګرځی.

تقوا داره او پرهیزګاره کس، د خپل نفس واګه په لاس کی نیسی، د هوا؛ هوس او شیطانی وسوسو د لوبی آله نه ګرځی، او پخپل شخصیت کی د مصؤنیت او حفاظت د قوې په رامنځته کولو سره، لوړو الهی او انسانی مرحلو ته رسیږی. حضرت امام علی ع، چی د پرهیزګارانو پیشوا او کامل سمبول دئ، د تقوا په تعریف کی فرمایی:« د تقوا مثال؛ د چابکو او اهلی سورلیو او حیواناتو په شان دئ، چی واګه یی د سپرلی په لاس کی ده، او هغه سورلی په آرامتیا سره خپل سپرلی د جنت په لور بیایی ».

همداراز د امام علی ع په یو بل کلام کی راغلی دی:« الهی تقوا؛ د خدای له اولیاؤ ملاتړ کوی، او هغوی الهی منع شویو چارو ته له ګام ایښودو څخه را ګرځوی، او د خدای له دستورونو څخه د سرغړونی ویره یی، د هغوی په زړونو کی اچولې ده ».

په قرآنکریم کی تقوا، ځانګړئ موقعیت لری، او د ایمان بشپړونکې ده. په بله وینا؛ ایمان او تقوا د یو بل لازم او ملزوم دی، او د قرآنکریم په زیاترو آیتونو کی له ایمان وروسته، بیله ځنډه، د تقوا خبره را منځته شوې ده. د مثال په توګه دغو آیتونو ته پام کوؤ؛ هلته چی متعال خدای د آل عمران د مبارکی سوری په ۱۰۲ آیت کی فرمایی:« ای هغو کسانو؛ چی ایمان مو راوړئ، الهی تقوا ولرئ، او لکه څنګه چی یی وړتیا ده، حق یی ادا کړئ، او پداسی حال کی مړ شئ چی الهی درګا ته تسلیم یاستئ ».

د یاد آیت پیغام دا دئ، چی د ژوند کولو او مړینی څرنګوالئ، انسان ته ور زده کوی. زیاتره انسانان؛ له برنامی او هدف پرته خپل ژوند تیروی. او په نتیجه کی د ژوندانه په لوړو ژورو کی له روحی او نفسیاتی نظره زیانمنیدونکی دی، او د خوښی وړ پایله هم د هغوی لپاره نشی اټکلیدلای. مګر، هغه کسان کی د پوهی له مخی، له ایمان او تقوا څخه برخور دی، او د مسؤلیت احساس کوی، د ژوندانه د څرنګوالی لپاره پروګرام لری. هغوی پدی توګه ژوند کوی، چی د الهی امرونو او نهیو په پام کی ساتلو سره، د رضایت احساس کوی، او د ژوندانه پای یی هم، پدی ډول بڼه نیسی؛ چی ځانونه د الهی مشیت او ارادې په وړاندی کاملاً تصمیم وینی. هغه معنا چی هغوی څرنګه مړ کیدو ته وربخښی، یوه ارزښتمنه لاسته راوړنه ده، چی د ایمان او تقوا له لارې ترلاسه کیږی.

 یو عامل؛ چی د ژوند کولو او مړ کیدو په څرنګوالی کی اساسی رول لری، د بصیرت او د ښه او بد د پیژندنی قدرت دئ.

ډیر داسی پیښیږی، چی تقوا داره کسان د کتابونو له مطالعې او د تحقیقاتو له کولو څخه بی برخی وی، خو د تقوا او د نفس د تهذیب

او د الهی حدودو او حرامو چارو په پام کی د ساتنی له برکته، متعال خدای ج؛ چی د آسمانونو او ځمکې روښانه کونکئ دئ، هغه ته خاص بصیرت او روڼ اندی ور بخښی، چی په ټولنیزو؛ کلتوری او سیاسی کړکیچونو کی، حق له باطل څخه جلا کوی، او د هوا او هوس او د قدرت؛ پانګې او شهرت په غولونکو جاذبو کی نه را ګیریږی. قرآنکریم د دغه واقعیت په بیانولو کی فرمایی:

« ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړ؛ که الهی تقوا غوره کړئ، خاص بصیرت مومئ ». سره له دې؛ هغه انسان چی د تقوا په ګاڼی سینګار دئ، ممکنه ده په ځینو چارو کی په غیر ارادې توګه، خطا ووځی او یا کومه اشتباه وکړی. پداشان چارو کی؛ الهی مهربانۍ او مرستې د هغوی په برخه کیږی، او د انفال د مبارکی سوری په ۲۹ آیت کی داسی زیرئ ورته ور کول کیږی چی:« ای د ایمان خاوندانو! که له خدای څخه ویریدونکی او پرهیزګاره اوسئ، خدای تاسو ته فرقان در بخښی، او د هغو کژ لاریو او غفلتونو نښی او آثار، چی مو غیر ارادې سرته رسولی دی؛ پوښی او بخشی یی، او خدای د ستر فضل خاوند دئ ».

دغه الهی لطف له دې کبله دئ، چی پرهیزګاران؛ هیڅکله د الهی امرونو څخه د سرغړونی اراده نه لری، خو د انسان د ماهیت او

بدنی جوړښت له کبله، امکان لری په غیر ارادې توګه؛ د هغوی له خوا کومه خطا بڼه ونیسی، چی پدی صورت کی متعال خدای ج د هغې خطا په بخښلو سره، د هغوی د نفس او سیرت ښکلا ساتی، ترڅو د هغوی لوړې مرتبې ته کوم زیان ونه رسیږی. او هماغه راز په الهی نیغه لاره کی، د الهی حدودو د ساتنې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی.

له متعال او مهربان خدای ج څخه په عاجزۍ سره غواړو، چی موږ له داسی کسانو څخه وګرځوی، ترڅو پدې مبارکه میاشت کی، د الهی رحمت باران په موږ هم و اوریږی، او زموږ د احتمالی خطاګانو او ګناهونو آثار له منځه یوسی.