آسمانی وږمی (10)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i72432-آسمانی_وږمی_(10)
هماغه ډول چی په تیرو مطالبو کی مو یادونه وکړه؛ د ایمان دارو کسانو یو مهم مسؤلیت، له خدای تعالی ج او د هغه له پیغمبر څخه د اطاعت کولو د روحیی لرل دی. دغه روحی چمتو والئ؛ خود په خوده نه رامنځته کیږی، او د زمینی چمتو کیدو ته اړتیا لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2018 10:14 Asia/Kabul
  •  آسمانی وږمی (10)

هماغه ډول چی په تیرو مطالبو کی مو یادونه وکړه؛ د ایمان دارو کسانو یو مهم مسؤلیت، له خدای تعالی ج او د هغه له پیغمبر څخه د اطاعت کولو د روحیی لرل دی. دغه روحی چمتو والئ؛ خود په خوده نه رامنځته کیږی، او د زمینی چمتو کیدو ته اړتیا لری.

هغه موضوع؛ چی پدې برخه کی  مهم او اساسی رول لری، د الهی مقدس ذات د عبودیت او بندګۍ په اصل پابندې ده. متعال خدای ج د حج د مبارکې سوری په ۷۷ آیت کی فرمایی:

« ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړ؛ رکوع او سجده وکړئ، او د خپل پروردګار پرستش او بندګی وکړئ، او ښه نیک کارونه سرته ورسوئ، ترڅو نیکمرغه شئ ».  

عبودیت او بندګی؛ یعنی سل په سلو کی تسلیمیدل او اطاعت کول، یواځی د خدای عبادت کول او د هغه امر منل، چی د دغه کار یوه نښه؛ رکوع کول یعنی: سر ټیټول، او سجده کول

یعنی: په خاورې سر ایښودل دی. هغه کس؛ د بندګۍ احساس کوی د خدای په وړاندی سرغړونه او یاغی توب نه کوی، بلکه سر ورته ټیټوی. د غرور او تکبر احساس نه ورته پیدا کیږی، بلکه د تواضع او خشوع په وروستی حد کی، سر ټیټوی او خپل تندئ په پر ځمکی ایږدی، که دا شان یوه روحیه په یو بنده کی را پیدا نه شی، او د الهی عظمت په وړاندی سر ټیټ نه کړی، نشی کولای د بندګۍ په ملکوتی او ژغورونکې فضا کی شتون ومومی. له همدې کبله؛ پدغه مباک آیت کی لمړئ د رکوع او سجدی خبره شوې ده، او وروسته د پرودګار د بندګۍ امر ورکړ شوئ دئ.

قرآنکریم: کله چی د خدای رسول ته د ایماندارو کسانو رودې او کړچار بیانوی، د فتح د مبارکی سورې په ۲۹ آیت کی فرمایی:

« تل هغوی؛ د رکوع او سجدی په حال کی وینی، او هرکله له الهی درګاه څخه، فضل او بخښنه؛ او د هغه رضایت غواړی، او په څیرو کی یی د سجدې نښی لیدلې کیږی ». 

البته؛ د قرآنکریم منظور دا نه دئ، چی په پیغمبر ص باندی ایمان راوړونکی، یوې ګوښې ته کښینی؛ او په یواځی توب کی لمونځ ادا کوی، او یا تل د رکوع او سجدې په حال کی دی، او خپل ستر

ټولنیز مسؤلیتونه په پام کی نه ساتی. د قرآنکریم منظور دا دئ؛ چی؛ هغوی د خدای له ګران رسول ص څخه په سرمشق اخیستو سره، د ژوندانه په ټولو لوړو ژورو کی، د بندګۍ ویاړمن تاج په سر ایږدی، او یواځی پدی سوچ کی دی، چی د« رضوان » او د خدای د رضا لوړ مقام ته ورسیږی. جالبه ده؛ چی قرآنکریم په همدغه مبارک آیت کی فرمایی:« د خضوع او خشوع نښی؛ چی هماغه سجدې دی؛ د هغوی په څیره کی وینی. یعنی؛ د هغوی ټول کارونه او تګ لاری، د دی ښودونکی دی، چی له پیغمبر ص څخه په پیروۍ سره یی د خدای تعالی ج بندګۍ ته سر ټیټ کړئ دئ.

هر څوک؛ چی د پنځون د خالق او پیدا کونکی په وړاندی د بندګۍ احساس کوی، له چون و چرا پرته د خدای د رسول ص دستورونه؛ چی له الهی حکمونو څخه سرچینه اخلی، منی. د قرآنکریم له سپارښتنی سره سم، هغه څه چی؛ پیغمبر اکرم ص د د الهی احکامو په توګه، هغه ته وړاندی کوی؛ ترلاسه کوی او پری عمل کوی. او له هر هغه څه چی منع کوی؛ لیری توب کوی. دغه ځانګړنه په هغه صورت کی په انسان کی را پیداکیږی، چی د خدای او د پیغمبر د دستورونو په اجرا کولو کی، شک ونه کړی

او دخدای تعالی ج په وړاندی د بندګۍ روح، دا شان د هغه د وجود په ژورو کی نفوذ وکړی، چی ګواکی له ځانه هیڅ اختیار نه لری. قرآن مجید؛ د احزاب د مبارکی سوری په ۳۶ آیت کی پدی هکله   فرمایی:« له هیڅ مؤمن سړی او ښځی سره نه ښایی؛ چی هرکله خدای او د هغه پیغمبر د یو کار د کولو حکم وکړی، د ځان لپاره اختیار قایل شی، او خپل نظر ملاک وټاکی، او ور باندی عمل وکړی. هر څوک چی د خدای او پیغمبر په وړاندی سرغړونه وکړی، بیله شکه په څرګنده توګه ګمراه شوئ دئ ».

پدی اساس، له خپل اختیار څخه کار نه اخیستل، او د الهی مقدس ذات او پیغمر په وړاندی تسلیمیدل، له هغو کسانو څخه چی په درواغو او منافقت سره یی ایمان راوړئ، د هغو کسانو د پیژندلو لپاره څرګند معیار دئ، چی په صداقت سره یی ایمان راوړئ.

ممکنه ده؛ دا پوښتنه مطرح شی، ولی باید یواځی د خدای بندګی وکړو؟ قرآنکریم پدې هکله د آل عمران سورې په ۵۱ آیت؛ د مریم سورې په ۳۶ آیت، او د زخرف سورې په ۶۴ آیت کی ځواب ورکوی، او فرمایی:« په تحقیق سره خدای، زما او ستاسو پروردګار دئ، نو د هغه پرستش وکړئ، او د هغه بنده اوسئ، دا نیغه لار ده ».

نو د دغو آیتونو سره سم، د خدای د بندګۍ لمړنۍ فلسفه او دلیل دا دئ، چی خدای زموږ پروردګار او پیداکونکئ دئ، هغه خدای چی، په نړۍ کی یی زموږ د مادی او معنوی ودې ټول امکانات او زمینی چمتو کړی دی. یو بل دلیل؛ چی قرآن مطرح کوی دا دئ، چی خدای زموږ خالق او پیدا کونکئ دئ. موږ یی له نیستۍ څخه پیدا کړو، او د شتون او وجود جامه یی را واغوندله. انسان یی په ډیر کامل او ښکلی شکل کی خلق کړ، او هغه یی په ځمکه کی خپله خلیفه او ځای ناستئ وټاکه، او هغه ته یی پر ټولو موجوداتو برترې ورکړه، او د کراماتو تاج یی د هغه په سر کښیښود. دا الهی کلام دئ؛ چی د بقرې د مبارکی سورې په ۲۱ آیت کی فرمایی:« ای انسانانو! د خپل پرورګار عبادت وکړئ، او د هغه بنده اوسئ، هماغه ذات چی تاسی او هغه کسان چی له تاسو مخکی ؤو، خلق کړی دی ».