د تاریخ پاڼه (۹۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i73884-د_تاریخ_پاڼه_(۹۶)
خوږو دوستانو! نن د اتبار ورځ یا یکشنبه،د ۱۳۹۷ ل کال د چنګاښ میاشتې دریمه،د ۱۴۳۹ ه ق کال د شوال میاشتې لسمه او د ۲۰۱۸م کال د جون ۲۴مه نیټه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 06:53 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه (۹۶)

خوږو دوستانو! نن د اتبار ورځ یا یکشنبه،د ۱۳۹۷ ل کال د چنګاښ میاشتې دریمه،د ۱۴۳۹ ه ق کال د شوال میاشتې لسمه او د ۲۰۱۸م کال د جون ۲۴مه نیټه ده

 

۱۱۱۱ کاله پخوا ، د درې سوه اته ویشتم هجری قمری کال د شوال په لسمه نیټه، په ابن مقله مشهور دبیلا بیلو خطونو نوښتګر، خوشنویس او لیکوال ابو علی محمد بن عبدا... بغدادی وفات شو. هغه په بغداد ښار کښې و زیږید او د هغه وخت له مشهورو پوهانو څخه یې  دینی معارف او  بیلا بیل علمونه  زده کړل. ابن مقله په ځوانئ کښې د عباسی واکمنانو په حکومت کښې د وزارت مقام ته و رسیده، خو څه موده وروسته د عباسی واکمنانو له جنایتونو او ظلمونو سره د مخالفت په وجه یې د هغو غوسه را وپاروله او زندانی شو. بالاخره د هغه وخت د واکمن په حکم، د ابن مقله ژبه او ښئ لاس پرې کړئ شو او وروسته و وژل شو. د ابن مقله زیات شهرت د خوشنویسی په هنر کښې دی. هغه به حروف په ښکلی هندسی بڼه کښې لیکل او د ژوند ډیرو لیکونکو هغه د عربی خط د نوی رودې او رسم الخط لومړنې طراح بللئ دی. د ابن مقله په آثارو کښې د رساله فی علم الخط و القلم او رساله فی میزان الخط کتابونو ته اشاره  کولی شو.

 

206کاله وړاندې  د ۱۸۱۲کال د جون په څلورویشتمه نیټه

 د فرانسې امپراتور نیپولیّن بناپارت  په درې نیم لکه پوځی لښکر سره  پر تزاری روسیې  خپله ستره حمله پیل کړه .  دغو دواړو هیوادونو  له دې پنځه کاله مخکې ،دتیری دنه کولو تړون لاسلیک کړی ؤ .خو ورو ورو د فرانسې او روسیې اړیکې خړې پړې شوې،تردې چې  نیپولیّن بناپارټ  په هغه ستر لښکر سره چې  ترهغه وخته پورې ئې دجنګ ډګر ته وړاندې کړی ؤ ،په روسیې حمله وکړه  او ترماسکو پورې پرمخ لاړ  . خو ددغه هیواد سختې یخنۍاوپه وخت د فرانسوی عسکرو ته دخوراکی او نورو ضروری شیانو  او مهماتو دنه ورسیدو له امله  دوی په سخت موقیعیت کې شول  او نیپولیّن  په اجباری توګه دشاتګ حکم صادر کړ .ددغه اوږده شاتګ په بهیرکې دروسیې درې لکه کسیز لښکر  په سختو حملو سره  دفرانسې ډیر زیات عسکر ووژل اونیپولیّن  له خپل پاتې لښکر سره  له روسیې وتښتید او د ۱۸۱۲کال  په دسمبر کې پاریس ته ورسید.  په روسیې کې دنیپولیّن  درنده  ماته  سبب شوه څو  هغه په ورپسې جنګونو کې  هم ماته وخوری .  په حقیقت کې   دنیپولیّن  دامپراتورۍ  د دړې وړې کیدا پیلامه  په روسیې کې  دهغه په ماتې سره  رامینځةشوه .

 

 206 کاله پخواد ۱۸۱۲کال دجون په څلوریشتمه نیټه

          دنننۍ ونزویلا  پلازمینه کاراکاس  دسیمون بولیوار  په آزادی غواړو  جنګونوکې  هغه ونیوه .په دغه جنګ کې چې  له یوکال ترکمې مودې پورې ئې دوام  درلود.،اسپانیائی استعمار ګرو ماته وخوړله او له دغه بری وروسته دجنوبی امریکا د استعماری ضد مبارزو  اتل  سیمون  بولیوار  ستره کولمبیا جوړه کړه . په سترې کولمبیا کې ونزویلا،کولمبیا ، پاناما او  ایکواډور شامل وو  او بولیوار  هم د دغه ټاټوبی دلومړنی ولسمشر په توګه  وټاکل شو .

 

یو سلو لس کاله پخوا، د دولس سوه اوه اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ په دریمه نیټه،د ملی شورا جرګې له توپ ویشتلو یوه ورځ وروسته په ایران کښې د مشروطیت اول پړاؤ ختم شو او د  کوچنی  استبداد پړاؤ پیل شو. د ملی شورا جرګې په توپ ویشتلو او د محمد علی شاه قاجار له خوا د پوځی حکومت په اعلان ، او همداراز په همدی ورځ د محمد علی شاه په وسیله د مشروطه غواړی  روڼ اند او خطیب  حاج میرزا نصر ا... ملک المتکلمین او  د صور اسرافیل ورځپانې مدیر   میرزا جهانګیر خان شیرازی په اعدام سره ، د مشروطیت لومړنی پړاؤ چې د دولس سوه پنځه اتیایم لمریز کال د تلې له دیارلسمې نیټې یعنې په ایران کښې دملی شورا د وړومبی پړاو له پرانسېتلو سره په یو وخت پېل شوی ؤ پاې ته ورسید. د نوی استبداد د پړاو په شروع کېدو سره چې د هغه د عمر د لنډوالی په وجه استبداد صغیر نومول کیږی زیاترو لویدیځپالو، روڼ اندو د مبارزو ډګر پرې اېښی او یو ځل بیا د ایران د خلقو غورځنګ د روحانیت د مشرۍ او د مذهب له ورح څخه په الهام اخېستو سره په لنډه موده کښې خپل اوج ته ورسېد.په عین حال کښې خلکو د ایران په پلازمینه تهران او په نورو ښارونو کښې په سوله ایزه دفاع لاس پورې کړ او په نهایت کښې یې، د پلازمینی په کلابندی سره هغه تر خپل نیواک لاندی راوسته . بالاخره ، استبداد دویم ځل لپاره نسکور شو. په دې منځ کښې د روسیې د سفارت په ودانۍ د روس او انګرېز د دوو بېرغونو په رپېدو سره چې تښتېدلی مستبد باچا ته یې پناه ورکړې وه د څویم ځل لپاره په ایران کښې د روس او انګرېز د غږملو او مداخله غواړو سیاستونو ماهیت څرګند شو. د استبداد صغیر پړاؤ، یو کال او دوه ویشت ورځې وځنډېد او بالاخره د محمد علی شاه  له څنګته کیدا او د ملی شورا جرګې د انتخاباتو د دویم پړاؤپه پیلیدا سره ، ختم شو.

 

دری ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د چنګاښ په دریمه نیټه،یو ایرانی اوسمهاله لیکوال او پوه سید مصلح الدین مهدوی اصفهانی وفات شو. سید مصلح الدین موسوی مهدوی اصفهانی په دولس سوه  پنځه نوېم لمریز کال کښې د ایران په یو مشهور ښار اصفهان کښې په یوی فضیلت او علم لرونکی کورنۍ کښې و زیږید او په ماشومتوب او ځوانی کښې یې د پخوانیو علومو له زده کولو سره په یو وخت نویو علومو ته هم مخه کړه . سید مصلح  الدین د میرزا محمد علی حبیب آبادی  او استاد سید محمد کاظم عصار په شان آیت ا...ګانو له محضره استفادې وکړې. استاد مهدوی په زیاتې هڅې سره د آیت ا... سید شهاب الدین مرعشی نجفی، آیت ا... محمد علی اراکی، آیت ا... شېخ آقا بزرګ تهرانی، آیت ا... سید مصطفی صفائی خوانساری او نورو علماو څخه د اهلبېت علیهم السلام د احادیثو او  خبرونو د روایتولو اجازه ترلاسه کړه. هغه د خپل ژوند تر پنځوسو زیات کلونه د شیعیانو د روحانیت د ویاړلی خدماتو په شرح ، د دین د عالمانو احیا، څیړنو او د تالیف په کار کښې تیر کړل او له دې لارې یې د علم او پوهی نړۍ ته ډیر ارزښتمن کتابونه وړاندې کړل. چې دغه آثار د عصمت او طهارت د اهلبېتو علیهم السلام سره د ده د مینې او شیعه روحانیت ته د ده د علاقې او مینې په نقلولو کښې د یو ژور او دقیق تحقیق ښودونکی دی.  په دوو ټوکو کښې د علامه مجلسی ژوند پاڼه ، په دوو ټوکو کښې بیان المفاخر، دانشمندان و بزرګان اصفهان ، په پنځو ټوکو کښې د تعلیمات دینی برای دبیرستان او په لسګونو نور آثار له دغه وتلی څیړاندڅخه پاتی دی. بالاخره دغه ستر دانشمند له یوی ناروغئ وروسته د دیارلس سوه څلور اویایم لمریز کال د چنګاښ په  دریمه ،په نهه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په اصفهان کښې خاورو ته وسپارل شو.