تاریخ پاڼه شماره ۱۱۸
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i74737-تاریخ_پاڼه_شماره_۱۱۸
نن د ګل ورځ یا دوشنبه، د دیارلس سوه اووه نوېم هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ،د څوارلس سوه نهه دیرشم هجری قمری کال د میانی میاشتې یویشتمه او د دوه زره اتلسم میلادی کال د جولایی شپاړسمه نیټه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2018 06:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۱۸

نن د ګل ورځ یا دوشنبه، د دیارلس سوه اووه نوېم هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ،د څوارلس سوه نهه دیرشم هجری قمری کال د میانی میاشتې یویشتمه او د دوه زره اتلسم میلادی کال د جولایی شپاړسمه نیټه ده.

یو زر یو سلو اته ویشت کاله وړاندې، د  درې سوه یوولسم  هجری قمری  کال د ذیقعدې  د میاشتې په دوهمه نیټه، د څلورمې  هجری  قمری  پیړۍ مشهور محدث  او  فقیه  ابن  خزیمه وفات شو.

هغه په دوه سوه درویشتم  هجری قمری کال  کښې زیږیدلی  ؤ او  له ځوانی  یې  د مختلفو دینی  علومو د زده کړې لپاره ځینو هیوادونو ته سفر وکړ. ابن  خزیمه  بیا  د ډیرو کتابونو لیکلو ته  مخه کړه. په دې  وجه  له  هغه  ډیر آثار  پر یادګار پاتې دی. د هغه  د ترټولو مهم چاپ شوی اثر نوم  (التوحید و اثبات  صفات الرب) دی چې د اسلام د مبین  دین د اعتقادی بحثونو په  اړه لیکل شوی دی. ابن خزیمه په دغه کتاب کښې  د قرآن  مجید د آیتونو او د اسلام  د ګران پیغمبر (ص) له اهلبیتو (ع) څخه  د  نقل  شویو  روایتونو په  اساس  د  متعال  خدای  د وحدانیت  په باب خپل عقاید په مفصله توګه بیان کړی او  بیا یې  د خدای  د صفاتو شرحه  ورکړې ده.

×××××××××××××××

یو سلو اته ویشت کاله وړاندې،د اتلس سوه نویم کال د جولائی په شپاړسمه نیټه ،جیمز پارکینسون  نومی یوه انګریز ډاکټر د پارکینسون ناروغۍ معلومه کړه چې د هماغه په نوم نومول شوی ده.دغه ناروغۍ د لاسونو،ژبې ،سر او مخ او په تګ کښې د ناانډوالی نښې لری او په تیره بیا په بوډاګانو کښې رامینځته کیږی.پارکینسون ناروغۍ د مغزو د ځینو ګډوډیو له امله پیدا کیږی او تراوسه پورې یې درمل معلوم کړی شوی نه دی.

××××××××××××××××××

یو سلو نهه کاله پخوا، د دولس  سوه  اته  اتیایم  هجری  لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په پینځه  ویشتمه نیټه،په تهران کښې د روسیی په سفارت کښې د محمد علی شاه  قاجار  په  پناه اخیستلو پسې، لویه جرګه  جوړه شوه او هغه یې لیرې  کړ. هغه  د دولس سوه  پینځه اتیایم هجری لمریز کال  په  زمری میاشت کښې د خپل پلار  فتح  علی  شاه  په وسیله  د مشروطیت حکم  له لاسلیک کیدا کابو شپږ میاشتې وروسته باچاهۍ ته ورسید خو له مشروطه آزادی غواړو سره یې اړیکې ورو ورو خرابې شوې. ځکه چې مشروطیت  د باچا اختیارات  محدودول  او خلکو ته یې  د هیواد په  اداری چارو کښې د لاس  درلودنې حق  ورکاوه.  د دولس  سوه  اووه اتیایم هجری لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې روسی کرنل لیاخوف  د محمد علیشاه په حکم ، د  ملی شورا ودانۍ  په  توپونو  وویشتله  او  ګڼ  شمیر  مشروطه غواړی  ووژل او ونیول  شول  او  یو ځل  بیا استبداد په  ایران  کښې  واکمن  شو.  خو  د  ایران په بیلا بیلو ښارونو کښې آزادی غواړو د استبداد  پر  ضد پاڅون  پیل کړ تر دې چې یو کال وروسته، یې تهران ونیوه. په دې وخت کښې محمد علی شاه  د  خپل  پلوی  هیواد  ، روسیې سفارت ته پناه یوړه  او مشروطه  غواړو  هم  د مجلس عالی نومی  یوې  جرګې  په جوړولو سره  هغه له  باچاهی لیرې  کړ  او د  هغه  زوئ  احمد شاه  یې  پر ځائ  کښیناوه.

××××××××××××××××

درې اویا کاله پخوا، د نولس  سوه پینځه څلویښتم  میلادی  کال  د جولایی په شپاړسمه  نیټه، د آمریکا لومړنی اټوم  بم   د آزموینې  په  بڼه  وچاودید. له دغه  اټومی آزموینې  د امریکا مقصد پر جاپان  د اټومی حملې لپاره  چمتو کیدل  وو چې  په دویم  نړیوال جنګ کښې د امریکا پشمول د متفقینو له پوځیانو سره  د نورو چورلیزی  دولتونو ترڅنګ  جنګیدل. جاپان  تر  هغه  وخته  پورې  په اروپا  کښې  د جنګ  له ختمیدا سره سره د امریکې  د سختو بمباریو په وړاندې مقاومت وکړ او د دغه هیواد جنګی بیړیو ته یې ډیر تاوانونه ورسول. د  امریکې  دولت  له خپلې دغې لومړنۍ اټومی  آزموینې  په استفادې سره د نولس  سوه پینځه څلویښتم میلادی کال  په اګست میاشت کښې د جاپان  پر دوو ښارونو هیروشیما او ناګاساکی اټومی حمله وکړه  او خپل  نوم  یې  د تل  لپاره  په  تاریخ  کښې  د  لوی  جنایتکار  او له اټوم بم  څخه  دلومړنی  استفاده کونکی هیواد په  توګه  ثبت  کړ.

××××××××××××××××

او له  ننه لس  کاله پخوا، د دوه زره اتم میلادی کال  د جولائی  په  شپاړسمه نیټه،د لبنان حزب الله په یوه بل بریالیتوب کښې  د صهیونیسټ رژیم د دوو عسکرو د مړیو په بدل کښې د کابو دوو سوو لبنانی شهیدانو جنازې  ترلاسه کړې او پینځه لبنانی بندیان یې له صهیونیسټ رژیمه آزاد کړل. د مړو او بندیانو بدلول  د دواړو لورو تر مینځ  په  اوږدو  غیر مستقیمو خبرو اترو پسې  د  جرمنی   دولت  په  مینځګړیتوب  ترسره  شول. په  دغو عملیاتو کښې د پام  وړ  ټکئ دا ؤ چې   د  صیهونیسټانو استخباراتی  او جاسوسی  ادارې  تر وروستیو پورې خبرې نه وې چې د هغو دواړه  پوځیان  د حزب ا... له جنګیالانو سره  د نښتې  په  همهغه  لومړیو  شیبو کښې وژل شوی او ژوندی  نه دی.  د لبنان  د آزاد شویو کسانو په مینځ کښې د نورو لبنانی  ډلو کسان  هم  لیدل  کیدل  چې  د هغو  ډیر  مهم  کس  سمیر قنطار  ؤ چې  د خپل عمر نږدې  دیرش کلونه یې  د  صهیونیسټ  رژیم  په جیلونو کښې تیر کړی وو. د  بندیانو دغه  بدلول  د صهیونیسټانو په  مقابل کښې  د حزب ا... لپاره  یو  بل بریالیتوب  ګڼل  کیده  او په خاطر یې په لبنان کښې ملی جشن ولمانځه