دتهران او کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو نو ترپایه راسره مله ووسئ
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دتهران دجمعې لمانځه خطیب ویلی دی اسلامی ایران دمقاومتی اقتصاد له لارې غواړی دامریکا او لودیځ دزیات غواړی خوی په مقابل کې ودریږی او دهیواد په وضع کې او دغه راز په اورګانونو کې په اقتصادی اړخونو کې اوڅاره بدلونونه راولی چې باید ټول اورګانونه په دې لارې کې لاس په کار شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا یوې غوره څیرې او پخوانی خارجه وزیر هنری کسینجر په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې ویلی دی ، عربستان دامریکا د حاکمیّت دحوزې یوه برخه ده او دسعودی پاچائی هغه ګودام دی چې دمونږ دمالونو دستانې په مقابل کې دانبارونو او مالونو دساتنې په بدل کې حق اخلی . داپه داسې حال کې دی چې دعربستان یوه امینتی شخصیت او دآل سعود رژیم یوې ځیږې څیرې بندر بن سلطان دتیرې کب میاشتې په لومړنیو کې له آټلانټیک امریکائی خپرونې سره دباراک اوباما له هغې مرکې وروسته چې په یمن کې دسعودیانو دبې ګناه خلکو وینو بهولو له یوه کال چپتیا وروسته څرګند ونې کړی وې ،دامریکا ولسمشر ته ئې په یوه یاددښت کې یادونه کړې چې آل سعو د په تیرو اویاؤ کلونو کې دامریکا بې بدیله خدمتونه کړی دی او عربستان په عمل کې دامریکا د ډول ډول اقتصادی ، سیاسی او امنیتی مشکلاتو دحل لپاره په یوه فلَک بدل شوی دی .
دنیجریه داسلامی غورځنګ شورا په یوې اعلامیې کې ویلی دی ددغه هیواد دشیعیانو رهبرشیخ ابراهیم الزکزکی په بند کې دپوځیانو دشکنجو له امله خپله ښې سترګه له لاسه ورکړې او دغه راز ئې ښی لاس هم فلج شوی دی او دکوتک په مرستې سره حرکت کوی او وضعیت ئې ورځ تربلې په خرابیدو دی
دایران په شلو ولایتونو کې سخت ورښتونه چې په یولسو ولایتونو کې دسخت سیل لامل شو ی په موقعې دخبرداریو او دخلکو له بشپړ ملګرتیا له امله مرګ ژوبلې ډیرې کمې او تاوانونه هم زیات نه د ی اوښتی . ویل کیږی په دغو ولایتونو کې ورښتونو دتیرو پنځوسو کلونو ریکارډ مات کړی دی او داهم ویل شوی چې ددغو ورښتونو له امله په ځینو ولایتونو کې راتلونکی کال لپاره هم دوچکالۍ او د اوبو کمښت هم پوره شوی دی .
په داسې حال کې دایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ دایټمی موافقې او له هغې وروسته دبرجام پروګرام داجرا او پر کاغذونو دبندیزونو له ختمیدو درې میاشتې تیریږی خو له لودیځوالو سره دایران دمرکزی بانک دمشر ولی ا... سیف تربندو تنبو شا خبرې اترې دامریکایانو د دوکو او بې صداقیتو له امله کومې نتیجې ته نه دی رسیدلی او ولی ا... سیف په یو لړ څرګندونو کې په ډاګه وئیلی دی چې امریکایانو دلودیځوالو بانکونه او اقتصادی موسسې له ایرانیو بانکونو سره له کار کولو منع کړی دی او په برجام پروګرام یا ایکشن پلان کې پخپلو ژمنو له امله ئې ترې دې دمه سرغړونه کړې ده .
دامریکا او فرانسې په سترو ښارونو کې یو ځل بیا په لسګونو زره خلکو دکارګرانو دزبیښاک داستعماری رودو په ضد سترې مظاهرې کړی او ګواښ ئې کړی چې که دغه رودې ختمې نه شی نو ممکنه ده دغه مظاهرې اواعتراضونه په درستې ا روپا کې خورهّ شی .
دبحرین انقلابی ولس یو ځل بیا پرون دجمعې په ورځې په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې دآل خلیفه رژیم په ضد خپلو کرارو اعتراضونو ته دوام ورکړ او یو ځل بیا ئې دآل خلیفه رژیم پر نسکوریدا ټینګار کړی دی .
دچین خارجه وزارت په امریکا کې دبشری حقوقو دوحشتناکې خلاف ورزیو په باب یوه اعلامیه خپره کړې ده .
دافغانستان دسولې دعالی شورا مرستیال ویلی دی چې ددغې شورا دغړو او دحکمتیار دحزب اسلامی ګوند دپلاوی ترمینځ په خبرواترو کې موافقه شوې څو ددغه ګوند دمشر او ځینو غړو نامې دملګرووملتو له تورلیسټه ووځی تراوسه پورې دافغانستان دسولې د عالی شورا او دحزب اسلامی دپلاؤ ترمینځ دوه رسمې غونډې ترسره شوی دی
د یمن له جنګه د متحده عربی اماراتو پو ځیانو له وتلو وروسته عربستان دیمن له وسله وال پوځ ولسی ځواک او ولس سره دمقابلې لپاره د اردن او قطر لمنو ته لاس اچولی څو ورسره مرسته وکړی . له دې سره په یووخت دین دولسی ځواک د ټولنې دسیاسی برخې مشر محمد صالح النعیمی له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې ایشوا کړې دیمن په ضد دریاض دائیتلاف د غړو هیوادونو او عربستان یوه خورا ستره ماته دجنګ په بیلابیلو ډګرونو کې دهغوی دعسکرو دهوډ او ارادې او انګیزې له مینځه تلل دی .
دعربستان خارجه و زیر عادل الجبیر دلومړی ځل لپاره دملائشیا دلومړی وزیر دبانک په شخصی حساب کې د شپږسوه یو اتیا میلیون ډالرو اچول تائید کړل خو په عین حال کې مدعی شو چې دغه پیسې بډې رشوت نه ، بلکې یوه ډالۍ ده .
سی این این ټیلیوژنی چینل راپورورکړی په کیوبا کې دشرابو خطرناکې او تاوانی نښې نښانې ، پوچوالی او ماده پرستی هغه عوامل دی چې دکیوبا خلکو داسلام دپاک دین په لور توجه زیاته کړې ده .
= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئوله میرمن فډریکا موګرینی د دغې اتحادئې داقتصادی برخې دیوشمیر کمیشنرانو په شتون سره تهران ته راغلې څو د اروپائی اتحادئې او ایران ترمینځ داقتصادی مبادلاتو اوراشه دیرشه په باب له اړونده ایرانیو چارواکو سره خبرې اترې وکړی
دامریکا دسپینې ماڼۍ مطبوعاتی منشی آرنسټ په یولړ تکراری څرګندونو کې بیا ویلی دی چې دامریکا مالی سسټم ته دایران د رسیدو ژمنه مو نه ده کړې
دامریکا دخارجه و زارت ویندوی جان کربی ویلی دی کانګرس ته ئې داخبره رسولې ده چې ایران هماغه راز دمذهب دنړیوالې آزادۍ دقانون په اساس دخاص اندیښنې د لاملو هیوادونو په لیسټ کې شامل دی . هغه ویلی دی په دغو هیوادونو کې ایران ، چین، میانمار ، اریټیریا ، شمالی کوریا ، سوډان ، عربستان ، ترکمنستان او ازبکستان شامل دی او په د غو هیوادونو کې دلومړی ځل لپاره تاجکستان هم ورزیات شوی دی .
دمصر دقاهرې پشمول په یو شمیر سترو ښارونو کې سعودی عربستان ته د دوو ټابوګانو په ډالۍ کولو په اعتراض کې د : ټاټوبی دمونږ ناموس دی : په نامې سره سترې مظاهرې شوی دی
دعراق یوه ستر دینی مرجع آیت ا... محمد تقی مدرسی په یو لړڅرګندونو کې ویلی دی ، سعودی عربستان دایران په ضد له صهونیزم څخه ددفاع لپاره خپلې ټوله هڅې کارولی دی
یورو نیوز ټیلیوژنی چینل په یوه خبر کې ویلی دی دچک جمهوریت خارجه وزیر ویلی دی چې په رسمی ډول ددغه هیواد نامه بدلیږی .
سره له دې چې په عراق کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دشتون په پیل کې ډیرو سنی قبایلو د داعش ډلې دپوځی عملیاتو په پلانونو او عملیاتو اجرا کې غیزمن رول لوباوه ، او ډیرې غمیزې ئې رامینځةکړی خو له ۲۰۱۳کاله راپه دې خوا په عراق کې ددغې ترهه ګرې ډلې جنایتونه او غمیزې تردې حده رسیدلی چې ددغه هیواد درست اهل تسنن یو ځل بیا دې ته اړشوی د ی چې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په ضد په یوه پلیټ فارم سره یو موټی شی او ددغې سپیرې اوپیّلی ډلې په ضد په ګډه پاکونکوی عملیات ترسره کړی .
داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی دترکیې په استانبول کې د اسلامی ملګرتیاموسسې په سرمشریزې کې پخپلې وینا کې روښانه کړې داسلامی هیوادونو ترمینځ باید تفرقه او درز څخه ډډه وشی او دوه اړخیزې شخړې باید داسلامی هیوادونو په سویه نه بلکې د دوو اړخیزو خبرواترو له لارې حل شی.
دسورئې پوځ او ولسی څواک په حلب او ځینو نورو ناکرارو ولایتونوکې دترهه ګرو ډلو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګرهلاک کړی او دهغوی په لسګونو هغه ګاډی چې سترې وسلې پر لګیدلی وې هم تباه کړی او دهغوی له پټنځایونو ئې زیات شمیر وسلې اوتجهیزات هم کشف او ضبط کړی دی .
دعراق وسله وال پوځ او ولسی ځواک هم په الانبار ولایت کې دترهه ګرو داعشیانو په ضد پاکونکو عملیات سخت کړی دی او ویل کیږی چې د موصل دآزادولو لپاره دعملیاتو پلانونه وروستۍ مرحلې ته رسیدلې ده .
دافغانستان په ننګرهار کې یو ځل بیا دداعشی ترهه ګرو په ضد دافغان پوځ پاکونکی عملیات دولس په مرستې سره دوام لری .
دپاکستان په خیبر پختونخواه صوبې او ګلکلت بلتستان کې دسختو ورښتونو او سیل له امله تاوانانونه هماغه راز په زیاتیدو دی .
= اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو
(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د طالبانو له خوا را پیدا شوو امنیتی ګواښونو او له حزب اسلامی سره د سولې خبرو ته ځانګړی کړی دی.
کابل او د طالبانو نوی ګواښ، دا د چراغ ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلی، طالبانو په داسې حال کې پسرلنی عملیات پیل کړی چې حکومت له یوشمېر سیاسی ستونزو سره مخ دی.
د سرمقالې لیکوال ویلی، د ملی وحدت حکومت په پیل کې داسې انګېرل کېده چې د حکومت د مشرانو ترمینځ را پیدا شوی اختلافات به ژر هوار شی، خو د لیکوال په باور، ډېر اختلافات لا په ځای پاتې دی.
انیس دولتی ورځپاڼې هم خپله سرمقاله امنیتی ګواښونو ته ځانګړې کړې او لیکلی دی چې افغان امنیتی ځواکونه په ټول هېواد کې د جګړې رهبری په لاس کې لری.
په سرمقاله کې راغلی، طالبانو له یوه پلوه پسرلنی عملیات پیل کړی او بل لورته یوشمېر خلک لا هم هیله من دی چې له دغې ډلې سره به د سولې پیل شوې هڅې نتیجه ورکړی.
د سرمقالې لیکوال ویلی، اوس چې طالبانو بیا په جګړې ټینګار کړی، د څلور اړخیزو غونډو ښکیل هېوادونه باید هغه ژمنه عملی کړی چې ویلې یې و، د جګړه خوښونکو په وړاندې به پوځی اقدام کوی.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلی مطلب کې لیکلی چې امریکایی ځواکونو په افغانستان کې د داعش په وړاندې ۷۰ هوایی حملې کړی دی.
په مطلب کې د امریکا د پوځ د یوه جنرال په حواله لیکل شوی چې ویلې یې دی، ځواکونو یې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې د تروریزم ضد سل حملې کړی چې د اویاوو هدف یې داعش و.
د مطلب لیکوال ویلی، د امنیتی تړون له مخې امریکایی ځواکونه یوازې په ځانګړو شرایطو کې هوایی حملې کولای شی، خو لیکوال ویلی، په جنوری میاشت کې امریکا خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د داعش په وړاندې په افغانستان کې عملیات وکړی.
کابل پوسټ بیا له حزب اسلامی سره د سولې خبرو ته خپله سرمقاله ځانګړی کړی او لیکلی دی چې له حزب اسلامی سره د سولې خبرې ګټور ګام.
په سرمقاله کې راغلی، د سولې عالی شورا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې په اړه دریمه غونډه کې پرمختګونه کړی دی.
په سرمقاله کې د سولې عالی شورا د مرستیال عبدالخبیر اوچقون په حواله لیکل شوی چې له حزب اسلامی سره د سولې په اړه پاته مسائل ډیر جدی نه دی او اصلی مسائل حل شوی دی.
د سرمقالې لیکوال ویلی، په اوسنیو شرایطو کې چې په هېواد کې جګړه روانه ده، هر هغه اقدام ګټور دی چې د سولې پیغام په کې وی.