په ایران کښې دنړۍ ترټولوستر روژه ماتی ورکول کیږی
(last modified Tue, 07 May 2019 07:18:29 GMT )
May 07, 2019 11:48 Asia/Kabul
  • په ایران کښې دنړۍ ترټولوستر روژه ماتی ورکول کیږی

په امام رضا علیه السلام علیه السلام سپیڅلی حرم کښې څه دپاسه پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) روژه تیانو ته په روژه ماتی ورکولو سربیره په هوټلونو کښې دیره روژه تیانو ته هم روژه ماتی ورکول کیږی .

زمونږخبریال وایی په ټوله نړۍ کښې د روژې دمبارکې میاشتې دستورې روانې دی او درحمت او فضلیت په دغه میاشت کښې د ایران او د پاکستان په شمول په ډیرو هیوادونو کښې د روژه ماتی ځانګړی مراسم ترسره کیږی .

خو په ایران اسلامی جمهوریت کښې نه یوازې د روژه ماتی بلکې د نړۍ د ترټولو ستر روژه ماتی(افطاری ) دستورې کیږی چې زرګونو خلکو ته پکښې ډوډۍ او روژه ماتی ورکول کیږی .

دایران په سپیڅلی ښار مشهد کښې په حضرت امام رضا علیه السلام سپیڅلی حرم کښې هر کال د روژې دمبارکې میاشتې په ورځو کښې هره شپه له پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) څخه زیاتو روژه تیانو ته افطارۍ یعنی روژه ماتی ورکول کیږی چې یو(۱) ریکارډ ګڼل کیږی  

په امام رضا علیه السلام علیه السلام سپیڅلی حرم کښې څه دپاسه پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) روژه تیانو ته په روژه ماتی ورکولو سربیره په هوټلونو کښې دیره روژه تیانو ته هم روژه ماتی ورکول کیږی .

په دغه مبارکه میاشت کښې د روژه تیانو لپاره ډوډۍ پخونکی ښه ثوابونه ګټی .