هندي پوځیانو درې نور کشمیریان ووژل
Feb 01, 2020 13:33 Asia/Kabul
د هندوستان د امنیتي ځواکونو او د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو ترمینځ نښته کښې درې بریدګر وژل شوې دي.
په دغه نښته کښې چې پرون د نوې ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو او د هندوستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ رامینځته شوه، دوه تنه هندي ځواکونه هم زخمي شول.
له دغې نښتې وروسته د هندوستان حکومت په کشمیر کښې د موبایل او انټرنیټ سروس بند کړ.
ټیګونه