Feb 29, 2020 15:29 Asia/Kabul
  • د کورونا وائرس د بيمارۍ له پېژندګلۍ  نه د هغې د علاج لپاره د وروستو سائنسي تحقيقاتو ترنتائجو

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره د کورونا وائرس د بيمارۍ له پېژندګلۍ نه د هغې د علاج لپاره د وروستو سائنسي تحقيقاتو ترنتائجو نومې مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د 2019 ميلادي کال په دسمبر مياشت کښې د چين د هوبائي صوبې په ووهان ښار کښې د سا د سخت عفونت يا انفېکشن ځينې موارد راڅرګنتد شول. په ابتداء کښې داسې ښکاره شول چې ځينې بيماران د کبانو په بازار کښې د شتون په وجه د سا په بيمارۍ اخته شوي دي. نو ځکه دغه بازار د روان ميلادي کال د جنورۍ له وړومبنۍ نېټې څخه بند کړے شو او د هغه بازار د چاپېريال د سلامتيا او د ګند ختمولو لپاره ضروري او کافي اقدامات اوشول. څو ورځې وروسته د موسمي اېنفلوانزا، د مارغانو د اېنفلوانزا، آدنو وائرس، سارس کورونا وائرس، مرس کورونا وائرس تشخيص او نور بيماري زيږونکي عوامله رد شول. د روان ميلادي کال د جنورۍ په نهمه نېټه د روغتون کښې له نهه پنخوس داخل شويو بيمارانوڅخه په پينځلسو تنو کښې يو نوے وائرس د بيماري زيږونکي عامل په توګه تشخيص ورکړے شو. دغه تشخيص د زياتو اندېښنو سبب شو. دغه وائرس يو نوے کورونا وائرس ؤ چې اويا فيصده له سارس وائرس سره ژېنټکي نزدېکت لرۀ.

قرابت ژنتیکی داشت و در زیرگونه "Sarbecovirus" قرار می گرفت.

په اوس حال کښې دغه وائرس په مختصره توګه «nCoV-2019»ونومولے شو چې په اړه يې زيات معلومات ترلاسه شي. د روان ميلادي کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه په چين کښې له دغه وائرس له کبله د يو کس د مړينې رپوټ خپور شو او د تائيلېنډ، جاپان، جنوبي کوريا او امريکې په شان نورو ځينو هېوادونو څخه هم د مثبتو مواردو رپوټونه تائيد شول. له يو کس نه بل کس ته يې منتقلېدو د علاج معالجې د عملې لپاره حالات لا پېچلي کړل. په اوس حال کښې په دغه بيمارۍ کښې د عفونت يا انفېکشن د تشخيص او کنټرول زياتره اقدامات له  MERS کورونا وائرس سره د مقابلې د دستورالعمل په شان دي. دغه نوې بيماري له حېوان څخه انسان ته د متقلېدونکې بيماري ګڼل کيږي، خو لا له حېواناتو نه د انتقالېدو لارې چارې د هغو د مخنيوي لارې چارې لا نه دي معلومې شوې.

د کورونا وائرسو بيماري يا nCoV-2019، يوه عفوني يا انفېکشن لرونکې بيماري ده چې عامل يې نوے وائرس دے چې له دې مخکښې په انسانانو کښې پېژندل شوے دے.دغه وائرس د ټوخي او تبې په شان علامتونو سره د اېنفلوانزا په شان تنفسي بيمارۍ او په لا سختو مواردو کښې د ‌ذات الريه يا پېنوموني د پېدا کېدو سبب کيږي.

دغه بيماري په ممکنه کمو مواردو کښې د مرګ سبب کيږي. بوډاګان کسان يا هغه کسان چې د سالنډي، شوګر يا د زړۀ له بيماريو څخه رنځيږي کېدې شي د دغې بيمارۍ په وړاندې زيات زيانمنېدې شي. په اوس حال کښې  له  کورونا وائرسو څخه د مخنيوي واکسين نشته خو په دغو وائرسو د ککړېدو خطر په اوبو او صابون يا الکحلو سره د لاسونو په متواتره توګه او بيا بيا وينځلو، د ټوخي يا انتروشي په وخت د پوزې او خولې پټولو  او هغو کسانو ته چې د زکام او اېنفلوانزا علامات لري له يو ميټر يا درې فوټو تماس نيولو څخه پرهيز په شان مواردو په خيال ساتلو سره کمولې شوو.

دغه بيماري څه خاص علاج نه لري. يوازې کېدې شي د سا په مشکلاتو د يو کس د اخته کېدو په صورت کښې دې ضروري اقدامات اوشي. په داسې صورت کښې چې يو کس کم او نرم علامتونه ولري پکار دي تر پوره ښه کېدو پورې دې کور کښې پاتې شي. کم علامتونه په آرام، خوب، د بدن په ګرم ساتلو، د مائعاتو په زياتو څښلو، له بخاراتو څخه استفاده کولو يا ګرمو اوبو لمبلو سره کمولې شي. په داسې صورت کښې يو کس تبه اونيسي او وټوخيږي نو پکار دي تر پوره ښه کېدو پورې لږ تر لږه تر څوارلسو ورځو په کور کښې پاتې شي چې نور پرې اخته نه کړي. په داسې صورت کښې چې يو کس له ککړ چاپېريال سره له تماس نه له نهو نه تر څوارلسو ورځو مودې نه پس په تبه او ټوخي اخته شي پکار دي بې له څه ځنډه ډاکټر ته ورشي.

2019 کورونا وائرس د ککړکس  له وينې، لاړو يا د هغه د استعمال رومال يا ټېشو پېپر څخه يوې نمونې په استفادې سره د نورو وائرسو د عفونتونو د تشخيص په طريقو سره تشخيص کېدې شي. دغه نمونې بيا د وائرسي عفونت د تشخيص لپاره  لېبارټرۍ ته لېږل کيږي.د دغې بيمارۍ لپاره د واکسين جوړول او د علاج معالجې د طريقو پېدا کول د مطالعې په حال کښې دي.د سارس او مېرس په شان نور کورونا وائرس واکسين او علاج لري.

د دغې بيمارۍ په اړه په وړومبۍ مرحله کښې پکار دي توجه اوشي چې له ويرې او وحشت سره مخامخ نه شوو. خلق تر هغه وخته چې پکښې د کورونا وائرسو د عفونت يا انفېکشن تشخيص ونه شي ماسک لګولو ته ضرورت نه لري او ضروري نه ده چې فرننطينه شي. بس د ساده روغتيائي اصولو چې مخکښې بيان شول خيال دې وساتي. له دغې بيمارۍ او ترې نه د مرګ او مړينې په اړه خبرونو لوستل او اورېدل په خلقو کښې د ويرې او وحشت سبب کيږي خو پکار دي پاملرنه اوشي چې دا بيماري د اېنفلوانز په شان له نورو عفوني بيماريو سره په پرتله کښې ډېر کم شدت او پراختيا لري. په داسې صورت کښې چې يو کس د کورونا په عفونت اخته شي پکار دي خپل آرام او اطمينان دې وساتي او تر پوره ښه کېدو پورې دې د خپل ډاکټر په دستوالعملونو عمل وکړي.

د پروګرام په دوام کښې د دغې بيمارۍ د علاج د طريقو په اړه د نويو سائنسي تحقيقاتو نتائج بيانوو.

په ټوله دنيا کښې څيړونکي د دغې بيمارۍ د علاج لپاره د مختلفو طريقو په څېړنو بوخت دي. يو ډله محققين کوشش کوي د ښه شويو بيمارانو د وينې له پلاسما څخه په استفادې سره د کورونا لپاره علاج پېدا کړي. ځينې نور هم   د دغې بيمارۍ د علاج لپاره د خاصو ژنونو د غلي کولو په آزمائنه لګيا دي. له بلې خوا ځينو نورو هم فېصله کړې ده چې د کورونا وائرسو د علاج لپره د اېډز يا اېبولا درملو تاثير کول وزمائي.

د سائنټېسټ نشريې په رپوټ کښې اشاره شوې ده چط په ټوله دنيا کښې د کوويډ ۱۹ وائرسو د علاج لپاره تقريباً سل آزمائنې ترسره کيږي. له دغو څخه ځينې آزمائنې په  چين کښې ترسره کيږي او ځينې نورې په جاپان، تائيلېنډ او برطانيه کښې شروع شوې دي. د مثال په توګه له دغو څخه په يوه آزمائنه کښې  چې همدا اوس په شانګهائي کښې د ترسره کېدو په حال کښې ده ، ډاکټران غواړي د ښه شويو بيمارانو د وينې پلاسما د بيمارانو د وينې د پلاسما لپاره ترکيب کړي او د کورونا درمان لپاره ترې درمل جوړ کړي.

په جاپان کښې هم ډاکټران غواړی د اېچ آئی وي وائرسو د اينټي ريټرويال درملو څخه په استفادې سره په کوويډ ۱۹ باندې اخته بيماران معالجه کړي. په دې مېنځومان په تائيلېنډ کښې ډاکټرانو د اېنفلوانزا وائرسو او اېچ آئي وي وائرسو ضدو درملو په ترکيب سره يوه اويا کلنه چيني ښځه معالجه کړه.

د يو کېنېډائي شرکت د پراختيا او تحقيقاتو د برخې مدير وائي: مونږ کوشش کوو چې له کورونا نه ښه شويو کسانو باندې په تحقيق سره نوموړې اېنټي باډۍ وپېژنوو. ځکه چې د هغوي د بدن حفاظتي سېسټم د وائرسو د پاکولو لپاره لاره موندلې ده. مونږ کولې شوو ډېر ز او له يوې ورځې نه په کم وخت کښې په ميلينونو مختلفو سېلولونو څېړنه وکړوو. په دا ډول کولې شوو د کورونا د علاج لپاره يو بنياد لرونکي او خاص اېنټي باډۍ جوړې کړوو.

يو امريکائي شرکت هم ادعا کوي چې د کورونا وائرسو لپاره يې يو واکسين جوړ کړي دي . د دغه شرکت د مديرانود وېنا له مخې دغه واکسين توليد شوي دي او اوس يې په حېواناتو آزمائلې شي. همدارنګ دغه شرکت ادعا کوي  چې محققانو د حفاظتي اړخونو د خيال ساتنې لپاره د واکسينو د توليد لپاره له ژوندو او فعالو وائرسو څخه استفاده نه ده کړې. بلکه هغوي دغه واکسين د آډنو وائرس په بنياد جوړ کړي دي. آډنووائرس د وائرسي تنفسي عفونتونو په وجه ترټولو خپرېدنکي دياو د مختلفو واکسينونو په توليدولو کښې له هغو څخه په پراخه توګه استفاده کيږي. که څه د واکسينو آزمائنه او توليد په عامه توګه له اتلسو مياشتو نه تر دوو کلونو مودې پورې وخت اخلي خو دغه شرکت لا نه دي ويلي چې دغه واکسين په کله جوړيږي.

همدارنګ د روغتيا نړيوالې ادارې اعلان کړے دے چې د کوويډ وائرسو لپاره د دوو مهمو آزمائنو وړومبني نتائج به تر درې نورو هفتو پورې اعلان شي. له دغو څخه يوه آزمائنه د لوپيناوير Lopinavir او ريټوناوير Ritonavir درملوترکيب دے چې د اېچ آئي وي HIV علاج لپاره استعماليږي.

له بيجنګ سره نزدې د تيانجين پوهنتون يو سائنسدان د کورونا وائرسو د خوراکي واکسين په جوړولو کښې کامياب شوے دے. د دغه پوهنتون د اعلان له مخې دغه واکسين همدارنګ کولې شي د ککړو بيمارانو لپاره د يو بالقوه علاج په توګه کېدې شي. د دغه پوهنتون په قول په بيمارۍ له اخته کسانو څخه يو کس ته څلور ډوزه واکسين ورکړې شوي او تر اوسه يې څه جانبي اثرات نه دی تجربه شوي. د ګلوبل ټائمز د وېنا له مخې له ساکارومائسس او سرويزيا څخه دغه خوراکي واکسين خوراکي موادو په توګه استعماليږي او پکښې موجودو پروټينو کورونا وائرس پېژندلي دي او د اېنټي باډيو په توليد سره له دغو وائرسو سره مباره کوي. په اوس حال کښې دغه پوهنتون آزمائنو د کار لپاره د لازمي شريکانو په تکقل کښې دے.

او ورستۍ خبره دا چې د چين د سائنس او ټېکنالوجۍ د مرستيال وزير د وېنا له مخې د کورونا وړومبني واکسين د اپرېل مياشتې په آخر کښې به په بستري توګه وزمائلې شي.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د پروګرام په آخر کښې بايد ووايو چې په نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کېدو هرې شېبې شمېرنو څخه د خبرېدو لپاره په دې اډرېس سائيټ نه مراجعه کولې شئ:

https://multimedia.scmp.com/widgets/china/wuhanvirus/

----------

 

ټیګونه