وحدت په اسلامی نړۍ کښې (13)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره وحدت په اسلامی نړۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
په تېر مطلب کښې مو د اسلامی وحدت د عملی کېدو لپاره د امام خمېنی (رح) د نظر وړ ځینې لارې چارې بیان کړې او ومو ویل چې هغۀ په اسلامی نړۍ کښې تفرقه او تیت پرکوالے د اسلام له بنیادی او ژوند بخښونکو تعلیماتو څخه د اسلامی حکومتونو او ملتونو د لرې والی او د لویدیځ اوختیخ په استکباری قدرتونو باندې د مسلمانانو د تکیه په وجه ګڼلے او له دغو مشکلاتو څخه د خلاصون یوازېنۍ لاره د دریو بنیادی او اساسی مفهمونو یعنې د اسلام، آزادۍ او خپلواکۍ په بیا موندنه کښې لټوی، ځکه چې د هغۀ له نظره د دغو دریو مفهمونو بیا موندنه د هغوی د هېر کړې شوی اسلامی تشخص د بیا رغونې امکان رامنځته کوی.
همدارنګ مو اشاره وکړه چې امام خمېنی (رح) د اسلامی نړۍ په سطح او په ټوله دنیا کښې د مذهبی او ملی مخکښانو، علماو،پوهانو ،روڼ اندو، او متفکرانو او همدارنګ د حزب ا... او حزب مستضعفین د جوړولو په ذریعې سره د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت د عملی کېدو لارې چارې بولی.
په دې پروګرام کښې غواړوو چې د ایران د اسلامی جمهوریت د اوسنی معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په نظریاتو او افکارو کښې اسلامی وحدت او یووالے بیان کړو، نو ښه ده پام ورته وکړئ.
آیت ا... العظمی خامنه ای اسلامی وحدت او یووالے په نننۍ نړۍ کښې د مسلمانانو ترټولو ضروری اړتیا بولی. دوی د وحدت د معنې په بیانولو کښې د فکری او تاریخی اختلافاتو د څتګه اېښودو په اړه مکانیکی نظریه ردوی او هغه د بهرنیو دښمنانو په وړاندې د مسلمانانو ملګرتیا او غږ ملتیا ته معطوف ګڼی. دوی د هغو کسانو چې استدلال د وحدت او یووالی د ساتنې په بهانه د مذهبی بحثونو د ور تړلو کوشش کوی څرګنده کړه، د مسلمانانو ترمېنځ وحدت د اختلافی مسائلو د څنګته اېښودو په معنا نۀ دے بلکه د مختلفو مذهبونو د عالمانو ترمېنځ پکار دی علمی بحثونه موجود وی خو دغه بحثونه پکار نه دی د دښمنۍ حالت پېدا کړی بلکه تل پکار دی په استدلالی شکل کښې مطرح شی او په دغه ډول بحثونو کښې محور هم پکار دی قران شریف، د خداے ګران رسول (ص) او برهانی عقل وی، ځکه چې قرآن شریف هم تعقل ته خلق رابللی دی، نو ځکه پکار دی نه د وحدت او یو والی په بهانه د مذهبی بحثونو ور و تړلے شی او نۀ د دا ډول بحثونو په بهانه د وحدت او یووالی لاره بنده کړې شی. که یوازې د نظر اختلاف د تفرقې سبب وی نو بیا په داسې صورت کښې پکار دی یوه کورنۍ هم نه جوړېدې، څه لا یوه ټولنه او هغه هم یوه دینی ټولنه، ځکه چې د یوې کورنۍ افراد هم په خپلو کښې د نظر اختلافات لری. نو بس هغه وحدت او یووالے چې زمونږ د مشرانو د نظر وړ دے د اسلام د دښمنانو او کافرانو په مقابل کښې وحدت دے نه په کورنیو مذهبی اعتقاداتو او مسائلو کښې وحدت.
معظم رهبر تفرقه د اسلامی نړۍ لپاره هلاکوونکے زهر بولی او د استعمارګرانو لاس چې د اسلامی هېوادوو د سرچینو او سرمایو د لوټلو په لټه کښې دی د دغو ختلافاتو د رامنځته کولو عامل ګڼی. آیت ا... العظمی خامنه ای له سنی او شیعه مسلمانانو سره د پردیو دښمنی د یو هدف په لړ کښې ګڼی چې هغه هدف د اسلام له اصل سره مقابله ده. د شیعه او سنی مسئله د اسلامی امت د کمزوری کولو لپاره د دښمانو یوه مهمه وسیله ده. هم پکاردی سنیان پوه شی او هم شیعه پوه شی او په ایران او نړۍ کښې ټول پکار دی په دې پوه شی چې د شیعه او سنی اختلافات د اسلامی امت په خلاف د دښمن یو اوزار او د ورته د ګوزار ورکولو یوه وسیله ده. هغوی چې هر ډول وکړې شی له دغې وسیلې څخه استفاده کوی. هغه ورځ چې سنی فلسطینیان تر دباو لاندې وی یو شمېر کسان په دې شعار او دې تبلیغاتو سره چې هغوی سنیان دی تاسو شیعه یئ، کوشش کوی چې ورسره مرسته ونکړې شی. نن چې شیعه لبنانیان تردباو لاندې دے یو شمېر داسې وائی چې تاسو سنیان یئ او هغوی شیعه دی، ورسره مرسته ونکړئ. هغوی نه د شیعه ؤ احترام کوی او نۀ د سنیانو، هغوی د اصل اسلام په مقابل کښې دی. د اسلامی نړۍ هلاکوونکے زهر تفرقه ده. دغه تفرقه ملتونه له یو بله بیلوی، زړونه له یو بله جدا کوی.))
معظم رهبر د دوه عقیدو د پلویانو ترمېنخ اختلاف یوه طبیعی چاره بولی او د خلقو د پرګنو سطحې ته د تاریخی او مذهبی بحثونو د لمن غزول او په دغو موضوعاتو سره جذباتی، احساسی او غېر علمی مقابله د مسلمانانو د اختلافاتو د سختولو په لړ کښې د پردیو یوه وسیله ګڼی. د تعصباتو له کبله د دوو عقیدو د پلویانو ترمېنځ اختلاف یوه طبیعی چاره ده چې موجوده ده او طبیعی ده، او له شیعه او سنی سره مخصوصه نه ده. خپله د شیعه فرقو او سنی فرقو ترمېنځ په مختلفو زمانو کښې دغه اختلافات موجود وو. تاریخ چې وګورئ نو وبه وینئ چې د اشاعره او معتزله او حنبلیانو او حنفیانو او شافیانو وغېره په شان هم د سنی د فقهی او اصولی فرقو ترمېنځ او هم د مختلفو شیعه فرقو ترمېنځ یو لړ اختلافات موجود وو او دی. دغه اختلافات چې کله د عامه خلقو او لاندې سطحې ته رسیږی نو تندو او خطرناکو ځایونو ته هم رسیږی او له یو بل سره لاس او ګرېوان کیږی. عالمان کښېنی په خپلو کښې خبرې کوی او بحثونه کوی خو کله چې نوبت داسې کسانو ته رسیږی چې علمی وسله نه لری د احساساتو او جګړو له وسلې او مادی وسلې څخه استفاده کوی چې دا خطرناکه خبره ده. دا چاره تل په دنیا کښې موجوده وه او ده، همېشه مومنان او خېرخواهان کوشش کوی چې یې مخه ونیسی، د عالمانواو پوهانو تل دا کوشش ؤ او دے چې اجازه ورنکړی چې دغېر علمی سطحو کسانو کار جنګ جګړو ته ورسی، خو له یوې مودې نه راپه دېخوا یو بل عامل هم ماجرې ته داخل شو او هغه استعمار ؤ. دا ویل غواړم نه چې د شیعه او سنی اختلاف تل له استعمار سره اړوند دے ، نه، خپله د هغوی احساسات او جذبات هم پکې لاس لری، ځینو جهالتونو، ځینو تعصباتو، ځینو جذباتو او احساساتو او ځینو کوږ فکریو هم پکې لاس لرلے دے، خو چې کله استعمار داخل شو نو له دغو وسیلو یې ډېره زیاته استفاده وکړ.((
آیت ا... العظمی خامنه ای د ځینو شیعه او سنی ډلو لخوا د یو بل سپکاوی د اسلام د دښمنانو د اهدافو د عملی کېدو په لړ کښې وبلل او دواړه خواوې دغو مسائلو ته له ننوتو څخه منعې کوی او فرمائی: ((سنی او شیعه دواړه خپل خپل مذهبی مراسم ،خپل آداب، خپل عادتونه او خپل دینی دندې ترسره کوی او پکار دی چې ترسره یې کړی، خو سره کرښه دا ده چې پکار نه دی د هغوی ترمېنځ مطلقاً د مقدساتو د سپکاوی په خاطر که هغه د ځینو شیعه کسانو لخوا د غفلت له مخې صادریږی او که د سلفیانو وغېره په شان د سنیانو لخوا د غفلت له مخې صادریږی چې د یو بل نفی کوی څه وویل شی. دا هر څه هغه څه دی چې دښمن یې غواړی. دلته هم پکار دی بېداری وی)) دوی د پېغمبراکرم (ص) د مېرمن بی بی عائشې د سپکاوی په اړه د یوې استفتاء په ځواب کښې دغه عمل حرام وبلۀ او وې فرمایل: ((د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په مېرمن بی بی عائشی باندې د تور لګولو په شمول د سنی وروڼو د سېمبولونو سپکاوے حرام دے. په دغه موضوع کښې د ټولو پېغمبرانو علیهم السلام په تېره بیا د پېغمبراکرم حضرت محمد مصطفی (ص) مېرمنې شاملیږی.))
معظم رهبر له پردیو سره په پېېلو ځینو شیعه ډلو باندې چې د سنیانو د مقدساتو په سپکاوی سره د اختلافاتو اور ته لمن وهی سخته نیوکه وکړه او هغوی یې له بوډا استعمار یعنې برطانیې سره د پېېلو استخباراتی ادارو لاس پوسی بللی دی او فرمائی: ((مونږ هغه تشیع چې د تبلیغاتو مرکز او اډه یې لندن دے نه منو دا هغه تشیع نه دےچې اهلبېتو امامانو علیهم السلام ترویج کړ او وې غوښتۀ. هغه تشیع چې د اختلافاتو په ستنو ولاړ دے او د اسلام د دښمنانو د شتون لپاره د سریزې برابرولو او لار صفا کولو په ستنو ولاړ دے. دا تشیع ،تشیع نه دے. دا انحراف دے. تشیع د سوچه اسلام بشپړه مظهر دے او د قران مظهر دے. مونږ له هغو کسانو څخه چې له وحدت او یووالی سره مرسته کوی ملاتړ کوو. له هغو کسانو سره چې د وحدت په خلاف عمل کوی مخالفت کوو.))
دوی همدارنګ د سنی تکفیری ډلوجوړېدل او فعالیت هم د اسلامی امت په صفونو کښې د درز د رامنځته کېدو په لړ کښې وبلۀ او هغوی د امریکایانو لاس پوسی بولی او فرمائی: (( اسلامی نړۍ نن له بل هر وخت نه زیات وحدت ته ضرورت لری. تفرقه او تکفیر د مسلمانانو لپاره بلا او مصیبت ګرځېدلے دےچې ټول د یوې قبلې لوری ته نمونځ کوی او یو اسمانی کتاب لری. د یو خداے پاک پرستش کوی او زړۀ یې له خاتم الانبیا حضرت محمد مصطفی (ص) سره په مینې پورې تړلے دے. د اسلام دښمنان له بل هر وخت نه زیات د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې نغاره غږوی او په اسلامی هېوادونو باندې د تسلط خوبونه وینی. په داسې زمانه کښې وحدت او یووالے هغه شفا ورکوونکی درمل دی چې خداے پاک مومنان د هغو لوری ته رابللی دی. دغه الهی بلنې ته لبیک ویل به مومنانو ته د عزت او خوشبختۍ لاره خلاصه کړی. البته د دغه کار ماهران انګرېزان وو. هغوی د مذهبی اختلافاتو په رامنځته کولو کښې مهارت لری او امریکایان هم له هغوی څخه زدکړه کړې ده او خپل ټول وجود سره لګیا دی کار کوی. دغه تکفیری ډلې چې یې وینئ، ټولې د هغوی جوړې کړې شوې دی.))
ایت ا... العظمی خامنه ای د اسلامی وحدت په عملی کېدوپورې د اړوندو فعالیتونو په لړ کښې دوه اصول ضروری او مهم بللی دی. یو د اختلافاتو، تناقضاتو، جګړو، تضاداتو او خنډونو ختمول دی او بل د اسلامی حاکمیت لوری ته د فعالیتونو ترسره کول دی. دوی په دې اړه فرمائی: ((د وحدت او یووالی په مسئله کښې دوه بنیادی ټکی او دوه تګ لارې موجودې دی چې هره یوه په یوازې ځان اهمیت لری. کله چې مونږ د وحدت شعار ورکوو نو پکار دی دغه دوه بنیادی ټکو ته پاملرنه وکړوو او همدغه دی چې د مسلمانانو د عملی ژوند لپاره کار جوړوونکی دی.))
له دغو دوو اصلونو څخه یو د اختلافاتو او تناقضاتو او جګړو او کارړنګونو رفع کول دی چې له پېړیو پېړیو راهسې د مسلمانانو د بیله بیلو قامونو او فرقو ترمېنځ یې شتون لرلے دے او تل هم دغه تناقضات د مسلمانانو په زیان تمام شوی دی. دویم ټکے دا دےچې دغه وحدت دې د اسلام د حاکمیت په خدمت کښې وی او که نه وی نو چټی او بی معنا به وی.))
--------------