ایران دترهه ګرۍ ترټولو ستر قرباني
په امریکا کې بشری حقوق
د تهران د پښتو خپرونې ا و انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د امریکا بشری حقوقو د لړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغې نننۍ برخې کې د ترهه ګرۍ دترټولوستر قرباني په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو،لکه څنګه چې خبر یاست،امریکا په ایران کېد اسلامی انقلاب له بریالیتوب وخت راهسېد ایران په ضد بندیزونه لګولي دي .دغه اقدام چې دیوه ملت په ضد د اقتصادي ترهه ګرۍ په معنا دی ، اوس د درملو او د طبي تجهیزاتو بندیز ،د انساني ضد جنایت ډګر ته وارد شوی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ایران په ضد دبندیزونوپه بیرته لګولو او سختولو سره د بشریّت په ضد یو ستر جنایت کړی دی.د امریکا حکومت پر هغو هیوادونو چې ددغو بندیزونو خلاف ورزي ئې کړې ، هم سخت سیاسی دباؤنه او یا مالی او بانکی سختیانې لګولي دي،څو دغه انساني ضد جنایت په ترټولو لوړه سویه تحقق و مومي .
امریکا په دغو اقداماتو سره د ایران د ولس لپاره ډيرې سختیانې اوترینګلتیاوې رامینځةکړي دي او دا موضوع په راتلونکي کې باید په یوه نړیوال عدالت کې مطرح شي . د اسلامی ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف په تعبیر ، اوس دا مریکا اقتصادي ترهه ګرۍ ته طبی ترهه ګري هم ورزیاته شوي ده . او دنیا باید ددغه جنایت په وړاندې له دې زیاته چپتیا ونه کړي . د امریکاد سرزوري او مستبد اوجنایتکار ولسمشر دغه سپيرۀ اقدام د بشري ضد جنایت مصداق دی .

اوس چې کابو شپږ میاشتې کیږي،نړۍ له کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کروناویروس سره لاس اوګریوان شوې ده،په داسې حال کې چې ډیری هیوادونو خپل ټول توان ددغې ناروغۍ په پيزواني کولو او د ناروغانو په درملنې متمرکز کړي دي ، د ایران ملت له یوه پلوه له کروناویروس سره او له بل پلوه د امریکا له ظالمانه ،ناځوانمردانه او غیر انساني بندیزونوسره مخامخ شوی دی .
باید هیره نشي ، چې حتی د کرونا له خوریدا ډير پخوا راهسې ، د ا یران د ملت د سلامتیا او د درملنې د نظام په ضد درملیز بندیزونه ثاتب شوي وو ، او که له دې تر مخکې پورې د ایران د ملت د سلامتیا او درملنې او ددرملو په حوزې کې د امریکا دبندیزونو له امله په تاواني کیدو کې شک موجود ؤ، نو اوس د کرونائي بحران په اوج کې په دې باب نور هیڅ شک نشته او امریکائي چارواکي پخپله اعتراف کوي ، دغه زیاتره دباؤ، د بې ګناه او عامو خلکو پر آبادۍ، دایران د حاکمیّت په ضد د خپګان او درز د رامینځةکیدا په موخې سره پلان شوی دی .
د ایران په ضد د بندیزونو په دوام کې دامریکا انساني ضد کړچار او حتی د کرونا ناروغۍ د خوریدا په وخت کې ددرملو او طبی تجهیزاتو د خرڅلاؤ لپاره د امریکا وارمخکې شرطونه،د انسان دوستۍ موضوعګانو او د نړیوالو قوانینو په خلاف دي .
درملیز، دطبی تجهیزاتو او خوراکي موادو په ضد بندیزونه او هغه بایکاټونه چې درملو او نورو طبي امکاناتو ته د نه لاس رسي لامل کیږي ،، په مستقیم ډول د بشریّت ژوند او حیات حق له خطرې سره مخامخ کوي او په ښکاره د انسانانو د ژوند د حقپه ضد نیغ په نیغه ګواښ او د بندیز له آوزار سره د ترهه ګرۍ مصداق او د بشري حقوقو تر ټولو اساسی خلاف ورزي ده .
ددغو موردونو په استناد،ایران په هیګ نړیوالې محکمې کې د امریکا د ولسمشر دمحاکمه کولو غوښتنه کولی شي .
له بده مرغه د امریاک د ترهه ګرحکومت د جنایتونو او ددغه حکومت د بشري ضد اقداماتو په وړاندې دنړیوال نظام لارې چارې او کړنې ډير افسوسناکې او منفعلانه دي .

د آزادي غواړو انسانانو د وژلې سیاست او همداراز د انسانانو دمسلمو حقوقو په ځپنې او دملتونو له غوښتنې سره په مبارزې کې یو اړخیز اوغیر قانوني اقدامات،یوازې د امریکا د اوسني جنایتکار حکومت کار نه دی . امریکا،ډیر کلونه کیږي ،چې د بندیزونو په وسیله او دنړیوالې ټولنې له چپه خوله پاتیکیدا څخه په ډاډمنیدا سره ، د انسانیّت او بشریّت په ضد تر ټولو بشری ضد اوظالمانه اقدامات ترسره کوي .
د نړیوال عدالت او دیوان د اساسنامې د شپږمې مادي په اساس ، په پراخه سویه د انسانانو وژله اوله مینځه وړل ، د عامو خلکو په ضد د پراخې یا منظمې حملې په چوکاټ کې یو جرم ګڼل شوی او دبشریّت په ضد جنایت حسابیږي . له یوه پلوه د ۱۹۹۶کال دنومبر په ۲۹نیټه دهیګ دنړیوالې محکمې فیصلې روښانه کړې ده چې د بشریّت په ضد دجنایت جرمونه ، د تاؤتریخوالو دزیاتولو په کړنو کې شاملیږي ،چې د حیات او آزادۍ په څير د بشري موجوداتو په ترټولو اساسی حقوقو په یرغل سره ، انساني کرامت ، بدني اونفسیاتي سلامتیا او صحت ته تاوان رسوي .
درملیز بندیزونه په هغو غیر انساني اقداماتو کې شامل دي ، چې په نړیوالې ټولنې کې ئې د اغیزو زیاتیدا په پراخه توګه رابرسیره کیږي او همدا موضوع ددغه جرم د پوره کیدا د اثبات لپاره کافي ده . د امریکا بندیزونه ، همدغه ځانګړنې لري .
امریکا دکرونائي بحران د خوریدا په شرائطو کې د غیر قانوني ، بندیزونو، اقتصادي او طبي ترهه ګرۍ په دوام او سختولو سره ، د بشریّت په ضد دجنایت تر پولې رسیدلې ده . په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمي ا ستازي اوسفیر مجید تخت روانچي ، په همدې باب : له کرونا ویروس سره پر نړیوالې مقابلې د یواړخیزو قهرجنو اقداماتو د اغیزو د ارزونې په غونډې کې پخپلې ویناکې دهغو هیوادونو په ضد د امریکا د غیر قانوني کرغیړنو یو اړخیزو اقداماتو ته په اشارې سره،چې زیاتره د کرونا ویروس د خوریدا له دردناکو شرائطو سره لاس او ګریوان دي ، روښانه کړې ده ، د کرونا ویروس د منتقلیدا او خوریدا د مخنیوي لپاره لازمو درملو،وسایلو اوتجهیزاتو ته رسیدا،د درستو هیوادونو اساسی حق دی،خو د امریکا غیر قانوني او یو اړخیز اقداماتاو کرغیړنېکړنې،ددغې موضوع دپوره کیدا د لارې په سر ستر او جدي خنډ دي .

تخت روانچيددې خبرې په کولو سره چې امریکاد درملو طبی تجهیزاتو او خوراکی موادو باندې د بندیز د ختمولو مدعيده،یادونه کړې،د نړۍ بانکي نظام او نړیوال تجارت ته له لاس رسي دیوه هیواد محرومول ، دموجوده تجارتي او مالي لارو چارو له لارې د طبي تجهیزاتو ،درملو او خوراکي موادو ته د لاس رسي لپاره دهغه هیواد توانمني په بشپړ ډول سلبوي.
هغو ناروغانو ته د درملو له رسیدو مخنیوي،چېله خطرناکو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي،د نړیوالو حقوقو د قواعدو په اساس،د نسل وژنې څرګند مصداق حسابیږي .
د نسل وژنې په باب د ۱۹۴۸ کال دکنونشن شپږمه ماده،دا ښائي،چې دغه جرمونه باید د هغه حکومت د اړونده عدالت له خوا چې د هغه حکومت په حدودو کې جرم شوی وي،او یا د هیګ نړیواله محکمې له خوا چې حکومتونو د هغو صلاحیّت منلی دي،غور ورباندې وشي.نو ځکه د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا اهمیّت ته اشراه کولی شو ،چې د شورا د غړو حکومتونو په فیصلې سره،په یوۀ خاص هیواد کې د وضعیّت ارزونه ترسره شي . ددغې شورا ونډه،دامریکا په محاکمه کولو کې د پام وړ ده . نړیواله ټولنه باید د پيوستون په پیاوړي کولو سره ، په یوه لیکه او په یوې خولې سره ، ناروا، غیر قانوني او یو اړخیز اقدامات رد او محکوم کړي څو د انساني ارزښتونو او اخلاقي اصولو په اساس،دغه بحران په اغیز شیندونکي ډول کنټرول شي .ملګري ملتونه او دغې موسیسې غړي هیوادونه دنده لري ، د ایران دولس او حکومت په غوښتنې سره ، د امریکا د ورانکارو او ظالمانه سیاستونود د رولو لپاره ملګرتیا وکړي څو له دې زیات ، د ایران د ولس د ژوند اوحیات حق ددغو سیاستون وقرباني نشي .
د نړیوالو اړیکو او د سیاسی علومو استاذ جمال زهران په دې باب وائي ،د ایران په ضد امریکاد بندیزونو دوام،په دغه هیواد کې د کرونا ویروس دخوریدا په شرائطو کې د بشریّت په ضد جنایت حسابیږي او په داسې حال کې چې نړۍ ددغو شرائطو لپاره د ایران له ملته بخښنه وغواړي،د امریکا ولسمشر د هیګ په نړیوالې محکمې یا عدالت کې دمحاکمه کیدا حقدار دی .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************