له سختیانو سره په مقابله کې د دعا او صبراغیز
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i91345-له_سختیانو_سره_په_مقابله_کې_د_دعا_او_صبراغیز
نن سبا ژوند له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ دې . ډیر خلک وایی چی نن سبا ژوند سخت شوې دې . نن سبا او په ۲۱ پیړۍ کې زمونږ د شاو خوا دنیا بدلونونه دومره چټک شوی دي چی که له دغو بدلونونو سره ځان غږمله نکړو ، نو له کړاو او ستونزو سره به مخامخ شو
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 08, 2020 16:14 Asia/Kabul
  • له سختیانو سره په مقابله کې د دعا او صبراغیز

نن سبا ژوند له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ دې . ډیر خلک وایی چی نن سبا ژوند سخت شوې دې . نن سبا او په ۲۱ پیړۍ کې زمونږ د شاو خوا دنیا بدلونونه دومره چټک شوی دي چی که له دغو بدلونونو سره ځان غږمله نکړو ، نو له کړاو او ستونزو سره به مخامخ شو

نن سبا ژوند له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ دې . ډیر خلک وایی چی نن سبا ژوند سخت شوې دې . نن سبا او په ۲۱ پیړۍ کې زمونږ د شاو خوا دنیا بدلونونه دومره چټک شوی دي چی که له دغو بدلونونو سره ځان غږمله نکړو ، نو له کړاو او ستونزو سره به مخامخ شو . ډیر کسان د سختیانو او مشکلاتو د نه زغملو په دلیل له سټریس او یا اروایی ناروغیو سره مخامخ کیږی . د ستونزو او مشکلاتو په وخت کله چی یو عزیز یا ګران له لاسه ورکو ، کله چی ډیر مالی دباو سره مخامخ کیږو ، کله ناروغه کیږو ، کله د مسلو د اواری قدرت نلرو ، له دغسې شرایطو سره باید څرنګه مخامخ شو ؟

لویانو مونږه تل له مشکلاتو او سختیانو سره په مخامخیدنه کی صبر ته بللی یو ، . صبر د زغم په معنا دې او صابر هغه کس دې چی د ژوند د ښکلیو اوبدرنګو پیښو په وړاندې خپل مقاومت او دریدا له لاسه نه ورکوی او ناخولۍ یې له ډګره نه باسی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ارواپیژاندو له نظره صبر او زغم له یوې پیښې وروسته د پیاوړی کیدا او کمزوری کیدا ترمینځ یوه نرۍ پوله ده . حتما د سختو او درناکوپیښو د پاتې کسانو کیسې به مو اوریدلی وی . هغه کسان چی د کوم غړی له غوڅیدا ، د سختی او لاعلاجه ناروغۍ ، د یوه خپلوان  یا قدرت او شتمنۍ له لاسه ورکولو وغیره په شان له چیلنجونو او مشکلاتو راوتلی دی او خپله کیسه یې د یوه کتاب یا مستند په چوکاټ کې له نړیواله سره شریکه کړی ده .

هغه څه چی په دغو ټولو پاتی او ژغورل شویو کسانو کی مشترکه او ګډه ده ، دا ده چی دوی ټولو د خپل ژوند هغه دردناکه اواصلی چیلنج ته د بدلانه پیچومې په توګه کتلی دي . دغه سختیانې هغو لپاره د پرمختګ د پلیټ فارم په شان دي او هغو یې د ښه ژنوند په لور ورکش ویلي دي . هغو په صبر اوپه خدای په امید او د مسلې د حل لارې په موندلو سره خپل روح پیاوړې کړې دې  او د هغو سختیانو له تیرولو وروسته یې ځان پیاوړې لیدلې دې او حتی په ځان یې باور زیات شوې دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

صبر اود صابرو کسانو ستاینه هغه مسله ده چی نه یوازې  ننی اروا پیژاندي بلکې اصلی دینونو هم چی په زرګونو کلونه مخکې په انسان نازل شوی دي ، د صبر تعلیم ورکړی دی . په دې لړ کی د اسلام د سپیڅلی دین یوه  اصلی سپارښتنه  د صبر او زغم په شان د انسانی فضیلتونو زیاتول دي . د قران کریم او روایتونو له مخې صبر ډیر ارزښت لری او هغه لپاره ډیر اجتماعی او وګړنیز اثار یاد شوی دي . د صبر د لوړ ځای په اړه همدومره بس ده چی قران کریم په ډیرو ایتونو کی ، ا... مع الصابرین یعنی خدای د صابرانو ملګرې دې ،  عبارتونه لري . ان ا... یحب الصابرین ، په خدای تعالی صابران ګران دي .

د صبر او هغه  پورې اړونده ټکی په قران کریم کی ۱۰۳ ځله کارول شوي دي چی له خدای تعالی سره د دغه اخلاقی حرکت د ځانګړی اهمیت ښودنه کوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

خدای تعالی د دنیا ژوند داسې مقرر کړی دی چی د هغه خوند تل له کړاو او هڅې سره یو ځای دې . په دغه دنیا کی کامیابی له کړاو ، له ناروغۍ پرته سلامتیا ، له غم پرته خوشحتالی ، له سرخوږۍ پرته هوساینه ، له فراق پرته دیدار ، له بیلتون پرته وصل ، له ویرې پرته ارامښت وجود نلری . سختیانې د انسان د جوړولو او په هغه کې د تقوا د روح د پللو لپاره دي . په سختیانو کې مومن او خدای پالونکې  انسان  خدای عظیم خدای ته مخه کوی  او له شکایت او ګیله کولو پرته  له خپل پالونکی صبر او خلاصون غواړی . دغه صبر او زغم د خدای تعالی په درګاه کی ډیر اجر لری . په اسلامی تعلیماتو کې مشکلات او سختیانې د انسانانو خالص او ځلا بخښونکی دي  او صبر د انسانی صفتونو په سر کې دې .

متعال خدای د بقره سورت په ۱۵۵ او ۱۵۷ ایتونو کې فرمایی ، په پریکنده توګه تاسو ټول به په ویرې ، لوږې  او مالونو او جانونو او میوو په کمښت سره ازمایو او ځیرې ورکړی مقاومت کونکیو ته . هغو چی هرکله له مصیبت سره مخامخ شي ، نو وایی مونږه خدای لره یو او خدای په لور به ورستنیږو. دوی هماغه کسان دي چی خدای تعالی ورباندې لطف او رحمت کړی  او دوی هدایت شوي دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««

هغه نیازبینان چی په ډیر ارام او راحت ژوند لری او د ژوند ګرم او ساړه یې نه وی لیدلی او د مشکلاتو په وړاندی یې د مقاومت ازمښت ندې ورکړی ، کله چی له امکاناتو لیری شي نو هیڅ مشکل په وړاندې د دریدا توان نلری او خپلې څرګندې دندې نشی ترسره کولې او دا یوازې صابر انسانان دي چی هر ډول روحی ماتې او له ځان بایللو په امان کې دي ، د حضرت ایوب ع د صبر کیسه ډیره اوریدونکی او درس اخیستونکی ده . قران کریم د حضرت ایوب ع صبر ، صبر جمیل او ښکلی صبر یاد کړې دې .

د حضرت ایوب ع په اړه راغلی دی ، چی هغه د حضرت ابراهیم ع له نسل او د حضرت اسحاق ع  لمسې دې . هغو دامدارۍ له امله ډیر ګډان ، اوښان او غواګانې درلودلې اوډیره شتمنۍ یې ترلاسه کړه . په دې سربیره د کرهڼې په برخه کی یې هڅه وکړه  او د ډیرو مځکو ، باغونو ، غلامانو ، او بچیانو خاوند شو ، خو ټولې هلې ځلې یې د عدالت په اساس وې الهی او د خلکو حقوق یې ادا کول او تل یې د خدای تعالی د نعمتونو شکر کاوه او هیڅکله دنیاوی او مادی چارو هغه د پالونکی له عبادت او بندګۍ لیرې نکړ . تل یې په دسترخوان یتیمان وو او له بی وزلو او اړمنو سره یې ډیره مرسته کوله . حضرت ایوب ع  اوه زامن او درې لوڼې درلودلې او تل دډیرو نعمتونو په وجه د خدای تعالی شکراو مننه کوله  او هغه څه چی دینی او انسانی دندې یې وې ، ټولې یې په ډیر ښه ډول ترسره کولې .

«««««««««««««««««««««««««««««««

ابلیس د حضرت ایوب په عبادت او بندګی حسد وکړ او خدای تعالی ته یې وویل د ایوب دا شکر کول له صدق نه بلکې په  دې وجه ده چی بهترین الهی نعمتونه لری . خدای تعالی د حضرت ایوب ع د صدق د څرګندولو لپاره لومړې د ایوب شتمنۍ او بچیان له مینځه یوړل او بیا یې سخت بیمار کړ ، د ښار خلکو له ایوب ع مخ واړوه او د ناروغۍ د خپریدا د مخنیوی لپاره  یې هغه له ښاره بهر وویسته ، په یوه بد ځای کې یې ځای پر ځای کړ ، خو د هغه میرمنې هیڅکله له هغو لاس وانخسته او دحضرت ایوب ع خدمت کولو ته یې دوام ورکړ . هغو اوه کاله په ډیرو سختو شرایطو کی ژوند وکړ ، خو دغو ټولو ترخو پیښو نه یوازې د حضرت ایوب ع شکر کول ختم نکړل بلکې هغه یې په صبر او شکر کولو کی نور هوډمن کړ . په همدغه پړاو کی په ایوب ع درې ایمان راوړنکی هغه حضرت ته ورغلل  او په سختو مصیبتونو یې د هغه غاخته کیدا د خدای تعالی له لوری د هغه د اعمالو سزا یاده کړه او دغې چارې ایوب ع سخت خپه کړ . په حضرت ایوب ع نورې روحی سختیانې راغلې تر دې چی دغه الهی پیغمبر  په فریاد او کوکو د پالونکی په خدمت کې عرض وکړ ، پروردیګاره بدحالی او مشکلاتو ما ته مخه کړی ده او ته له ټولو مهربانانو مهربانه یې . هغه ونه ویل چی خدایا تا زه بیمار کړم او پر ما رحم وکړې بلکې د دعا له لارې یې خپل هدف په ډیرې ښکلا سره بیان کړ .

په قران کریم کی لولو چی خدای تعالی حضرت ایوب ع ته داسې وحی وکړه ، خپلې پښې په مځکه ووهه ، دا ساړه چینه د پرینځلو او څښلو لپاره ده او هغه ته مو د هغه د کورنۍ کسان وبخښل او د هغه په شان مو د هغو شمیر زیات کړو څو زمونږ له لروی رحمت شی او د فکر کونکیو لپاره تذکر.

او په یوه بل ځای کی قرتان کریم فرمایی ، مونږه ایوب ع صابر ولیده او هغه څه ښه بنده دې چی د خدای په لور ډیر ستنونکې دې .

ایوب ع خپله سلامتی ترلاسه کړه او ځوان شو او ټول څیزونه د مخکې په شان ستنه شول  او هغه څه یې چی له لاسه ورکړی وو و له مخکې زیات او بهتر ورته ورکړل شول . او دا ټول د سختیانو په وخت کی د دعا او صبر له امله وو .

«««««««««««««««««««««««««

هو صبر د انسان دپیاوړی ارادې ښودنه کوی . صبر انسان له هر ډول ځان بایللو او روحی ماتې په امان کې ساتی او د هغه د سرکشۍ او کږ لاریتوب مخه نیسی ، مولای متقیان حضرت امام علی ع فرمایی د ایمان په نسبت د صبر موقعیت په بدن د سر په شان دې او په هغه بدن کی خیر نشته چی سر پکې نه وی او نه په هغه ایمان کی چی صبر پکې نه وی .

هماغه ډول چی د بدن بقا  د سر پر غاړه دی ، د ایمان د پاتی کیدا ضامن هم صبر دی نو ویلی شو چی صبر د ټولو خوبیانو سرچینه دی . خدای پیراندی انسانان پوهیږی چی سختیانې د ازمښت اود انسان د جوړولو لپاره دي . هغوئ چی په ژوند کی له هر څه مخکې په خدای تعالی توکل کوی او صبر او دعا ته مخه کوي اوکلک باور لری چی خدای تعالی په هیڅ  شرایطو کې هغو په خپل حال نه پریږدي .