عرفه، د هستۍ د خالق لوري ته د اړتيا لاسونه
(last modified Wed, 29 Jul 2020 03:26:00 GMT )
Jul 29, 2020 07:56 Asia/Kabul
  • عرفه، د هستۍ د خالق لوري ته د اړتيا لاسونه

د مهربان بخښونکي لوےڅښتن په نامه ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د عرفې د مبارکې ورځې له خاص مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

انسان تل په ژوند کښې له خداے پاک سره د خلوت او د سوچ او فکر لپاره يو لړ شېبو ته ضرورت لري. کله کله داسې خاص ځايونه او موقعې  د دې چارې لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځته کوي. عرفات له دنيائي کاذبو ځانګړتياؤ  او امتيازاتو نه  يو خالي بيابان او د سوچ او فکر لپاره يو مناسب ځاے دے. يو داسې فرصت دے چې د خلقت په فلسفه او په عالم کښې د خپل مقام په اړه تفکر وکړوو او خپل حقيقت درک کړوو. د ذي الحجې نهمه نېټه د عرفې ورځ ده. هغه ورځ چې حاجيان د عرفات زمکې ته ځي  دې لپاره چې په يو بل مکان او بله فضاء کښې په يو داسې ځاے کښې چې پکښې د خداے ترټولو غوره انسانان ايسار شوي، اوښکې يې توئې کړې او د خداے پاک په درګاه کښې يې آه و زاري کړې ده د عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه وکړي.

په کتابونوکښې راغلي دي چې جبرائيل (ع) کله حضرت ابراهيم (ع) ته د حج مناسک ورزده کول نو چې کله عرفات ته ورسېد نو ورته يې وويل: «عرفت» او هغه ورته ځواب ورکړ: هو، نو ځکه دغه ځاے په دې نوم سره وبلل شو. او همدا رنګ ويل شوي دي چې د دې سبب دا دے چې پکار دے دغه ځاےکښې خلق په خپله ګناه اعتراف وکړي او ځينې يې د هغه صبر او کړاو د زغملو په وجه بولي چې ورته د رسېدو لپاره يې بايد وزغمي. ځکه چې د عرف يوه معنا صبر او زغم دے.

د عرفات صحرا د مکې مکرمې له ښار نه تقريباً په شل کېلوميټرۍ کښې پرته ده. د عرفې په ورځ  په سپين لباس سره د ملبوسوکسانو يو عظيم سېلاب په غږمله او هم شکله توګه د عرفات صحرا ته ځي. د خداے پاک مېلمانۀ د ذي الحجې يا لوے اختر د مياشتې په نهمه نېټه له ماسپښين نه تر نمر پرېواتۀ پورې  په دغه ويړه وادۍ کښې له عاجزۍ نه په ډک زړۀ سره خداے پاک رابولي. د عرفات صحرا د جبل الرحمه يعنې د رحمت د غرۀ په لمن کښې شتون لري. هغه غرۀ چې د هغې په لمن کښې د حضرت آدم (ع) توبه قبوله شوه. اوس چې هر کس د عرفات په وادۍ کښې د جبل الرحمه لمنې ته ځي نو دا احساس او اميد پکښې څپانده وي چې خداے به د هغه ګناهونه اوبخښي. په عرفات کښې وقوف يا ايسارېدل د حج له مهمو مناسکو څخه دي. په دغه ويړه صحرا کښې د زرګونو انسانانو په اجتماع کښې يو لړ حکمتونه پټ دي. په زرګونو انسانان په يو شان لباس سره له اجتماعي او طبقاتي امتيازاتو نه لرې دغه بيابان ته بلل شوي دي او ورته فرمان ورکړے شوے دے چې په دغه ځاے کښې ايسار شي او فکر وکړي. يو حاجي د دغه ځاے په توصيف کښې په خپله يوه خاطره کښې ليکلي دي:

«له نور کله نه زيات په عشق او مينې سره عرفات ته راغلي يوو، د عشق او بندګۍ شوق په يوې داسې صحرا کښې چې ترټولو زيات مجنون د خپل نفس لېلا پرېښودې ده او د خپل جنون او لېونتوب په لټون کښې د بندګۍ چغې وهي. عرفه د بخښنې اختر دے،په هغې سياهۍ چې د انسان په باطن کښې او د انسان په زړۀ کښې ده د بطلان د کرښې د راکښلو ورځ ده، د هرې هغې دريڅې چې ويجاړۍ لوري ته خلاصه وي تړلو ورځ ده، د هغو کېړکيو د خلاصولو ورځ ده چې له نور او رڼا نه بغېر څه ته  نه خلاصيږي. دغه صحرا د پېلامې ټکے دے د هغه روح او زړۀ لپاره چې بې له خدايه هيڅ بل معبود نه زغمي او د هيڅ ناخدا د بندګۍ په درشل تندے نه مښي او يوازې د خداے پاک پرستش ته شونډې خلاصوي.»

د عرفې په ورځ دعا او رازونياز داسې اوج ته رسيږي چې ويل کيږي د خداے پاک په درګاه کښې د بندګانو په عاجزۍ او زارۍ سره شېطان سخت غمجن کيږي. حاجيان په دغه ورځ خپل روحونه او زړونه د الهي رحمت او مهربانۍ په بې انتها سمندر کښې وينځي چې د يو تازه پېدا شوي انسان په شان پاک او پاکيزه شي. په روايتونو کښې  راغلي دي چې که چا له خداے پاک نه د بخشش حاصلولو لپاره د قدر د شپو او رمضان مبارکې مياشتې فرصت له لاسه ورکړے وي نو غوره ده چې د عرفې د ورځې شېبې د بخښنې غوښتلو لپاره غنيمت وبولي. نن  چې د حاجيانو او زائرانو لاسونه د آسمان لوري ته اوچت دي نو ټول مشترکه تمنا او آرزو لري او هغه الهي رحمت او مغفرت دے.

د عرفات صحرا په خپله تاريخچه کښې د حضرت آدم (ع)، حضرت ابراهيم خليل ا... (ع) او د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په شان سترو الهي هستيو ځينې خاطرې لري چې په خپل شتون سره يې عرفه نورشيندونکې کړه او خپله هم  د عارفانو په دغه معيادګاه کښې د الهي رحمت او عنايت د رڼاګانو په ځلاسره متبرکه شول. د عرفات د غرۀ لمن د اسلام په ابتدائي دور کښې د پېغمبراکرم (ص) يو صحرائي کلاس ؤ او د مفسرينو په قول د قرآن مجيد وروستے سورت په پېغمبراکرم (ص) باندې د عرفات په صحرا کښې نازل شو او هغه حضرت دغه سورت چې د قرآن پاک ترټولو جامع سورت دے خلقو او خپلو شاګردانو ته تعليم کړ. او د محدثانو ترمېنځ د مشهور قول له مخې د خداے ګران رسول (ص) په داسې ورځ د حاجيانو په عظيم الشان او شانداره اجتماع کښې خپله تاريخي خطبه بيان کړه او وې فرمايل:

«... اے خلقو زما وېنا وارئ، کېدې شي بيا په دې ځاے کښې له تاسو سره ملاقات ونه شي.  تاسو به ډېر زر د خداے لوري ته ستانۀ شئ او په هغه دنيا کښې به ستاسو په نېکو او بدو اعمالو غور اوشي. زۀ تاسو ته نصيحت کوم چې تاسو کښې له هر چا سره څه امانت وي نو خاوند ته يې ستون کړئ، اے خلقو پوه شئ ربا ( يعنې سود) په اسلام کښې سخت حرام دے د شېطان له پېروۍ ډډه وکړئ.»

عرفات همدارنګ د امام حسين (ع) د هغه عارفانه او ښکلې دعا ياد تازه کوي چې هغه حضرت د عرفې په ورځ لوستې ده. په دغه نوراني دعا کښې يې مبارک الهي نومونه، صفتونه او نه ختمېدونکي نعمتونه په ډېر ښکلي انداز سره بيان کړي دي. هغه حضرت د عرفې په ورځ او د عرفات په صحرا کښې له يو شمېر اهلبيتو، اولادونو او اصحابو سره په ډېرې انکسارۍ او عاجزۍ سره له خېمې راووتۀ او د جبل الرحمه کيڼ لوري ته اودرېد او د زړۀ له تله او په عارفانه دعا او رازونياز سره يې په بزرګۍ او لوړتيا سره د خداے پاک ثنا صفت بيان کړ او د هغه د بې پايانه نعمتونو ذکر يې وکړ. د دغې دعا هره برخه د خداے پاک لوري ته د نور، معرفت او عشق يوه دريڅه د انسان مخې ته خلاصوي. د دغې دعا عبارت ښودنه کوي چې امام حسين (ع) د دغې دعا د لوستلو په وخت له خپل ځان او د نړۍ له ټولو ظواهرو څخه آزاد شوے او په خپل ټول وجود سره د خداے پاک شتون او د کائناتو په ټولو ذراتو باندې د هغه ذات احاطه ويني. امام حسين (ع) په دغې دعا سره  له خداے پاک سره د انسان ترټولو ښکلے تعلق په عارفانه عبارت سره انځوروي. انسان د دغې دعا په لوستلو سره په خپلې ناتوانۍ، بې وسۍ او د خالق په عظمت او لوړتيا اعتراف کوي. ژبه د خداے پاک په حمد او ستائنه خلاصوي او د هغه ذات د زوال نه موندونکي قدرت ته پنا اوړي.

د پوهنتون استاد او څيړونکے ډاکټر بلخاري وائي: «کله چې رازونياز له يوې خاصې دعا سره مل شي،نو داسې مرتبې پلې کوي چې د باطن د لا زياتې غوړېدنې سبب کيږي.» هغه زياتوي: « هر ځل چې يو خاص سلوک او رازونياز تجربه کړوو نو لا زياتو حقائقو ته رسيږوو. حضرت محمد مصطفی (ص) د نيمې شپې په وختونو کښې د حرا په غار کښې  داسې بې واسطې حقائقو ته اورسېد چې ډېر کم به ورته څوک رسېدلي وي. همدارنګ حضرت امام علي (ع) او زياتره اولياء کرام داسې مرتبو ته اورسېدل چې عامه انسانان ورته نه دي رسيدلي. نو ځکه هغه څوک چې غواړي د دعا په ذريعې سره رڼا او نور حاصل کړي او په خپله حلقه کښې بااثره وي نو دې ته ضرورت لري چې د معرفت او دعا ورونه خلاص کړي. له معبود سره رازونياز او ترې دعا غوښتل د حضرت موسی (ع) ، حضرت عيسی (ع) او حضرت محمد مصطفی (ص) په شان د لويو شخصيتونو د ليد زاويه انسان ته ښئ او هغه هاغه لوري ته هدايت کوي. خاصې دعاګانې د خداے پاک د اولياء کرامو تجربې دي او پکار دي له دغو تجربو او قالبونو څخه د روح د لوړتيا لپاره استفاده اوشي.»

په دې ورځو کښې چې د نړۍ زياتره خلق د کورونا له مرګونې بيمارۍ سره ښکېل دي او د دنيا مسلمانان هم د دغو وائرسو د خپرېدو په وجه د حج له قافلې نه پاتې شوي دي، نو څومره به ښه وي چې د خداے پاک درګاه ته مخه کړوو او ترې مرسته او مدد وغواړوو چې هغه د هر سوال او غوښتنې اورېدونکې دے او هم د هغه ذات په ذکر سره زړونو ته آرام او اطمينان رسيږي.

محمد مهدوي نومې کس په حج کښې د عرفې د ورځې د وروستيو شېبو په اړه داسې وائي: « اے د عرفې نمره! لږ په آرام آرام ځه، غواړم چې لږې زياتې شېبې رازونياز وکړم، غواړم لا زيات لمبه شم، د اوښکو په لړۍ سره اودس تازه کړم او د زړه په حضور سره دوه رکعته نمونځ په قلاره وکړم چې د مړاوي کېدو له بام راکوز شم او د آسمان بې انتها لمنو لوري ته والوځم. نه غواړم چې ستا په ډوبيدو سره مې د آرمانونو نمر په ډوبېدو شي، ما پرېږده چې د حسين بن علي (ع) له رازونياز سره يوځاے شم او له هغه سره يوځاے د نياز لاسونه اوچت کړم چې په الهي درګاه کښې يې داسې عرض وکړ:

«اے خدايه! ستا ستائنه کوو چې په خپل پوره قدرت سره دې مونږ پېدا کړوو او هغه عنايت او مهرباني چې له ماسره دې وکړه، زما خلقت دې په ښکلي شکل کښې وکړ، په داسې حال کښې چې تۀ زما له وجوده بې نيازه وې.

اے زما پروردګاره! مونږ ته هم په دې مازيګر کښې له هر هغه خېر او سعادت څخه  چې په خپلو بندګانو يې وېشې پوره برخه راکړې.

اے خدايه! مونږ له بې برخه کسانو ومه ګرځوې او له خپل بې پايانه رحمته مو بې برخې مه کړې، اے ربه! هرکله چې ژوند په خپلې ټولې پراختيا سره زما لپاره مشکل شي نو تۀ زما پناه يې او که ستا رحمت مې په برخه نه شي نو بې شکه چې  هلاک به شم.

اے پروردګاره! ما ته له حلال رزق څخه پراخه روزي راکړې او په ژوند او مال کښې راته سلامتي او سوکالي عطاء کړې او د خوف او ويرې په وخت راته تحفظ راکړې.....»

------------

 

ټیګونه