د سږکال عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وشو
(last modified Tue, 08 Jul 2025 00:01:26 GMT )
Jul 08, 2025 04:31 Asia/Kabul
  • د سږکال عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وشو

د  افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی.

په کابل کې د محرم لسمې يا د عاشورا ورځې  مذهبي مراسم د زرګونو ماتم کوونکو په حضور  ترسره شول.

د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل،  امام حسین (ع) د ظلم او زیاتي پر وړاندې ودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره يو الګو وي.

د مراسمو نورو ویناوالو، په شمول د سرپرست حکومت د ښاري پراختیا او کور جوړونې مرستیال وزیر مدار علي کریمي بامياني،  د امام حسین (ع) پاڅون ته په اشارې وويل چې امام حسین (ع) او د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم اهل بیت موږ ته د ورورګلوۍ، او د ظالم پر وړاندې د درېدو لوی درس راکړی.

بلخوا يو شمېر مانم کوونکي وايي چې د تيرو کلونو په پرتله د عاشورا ورځې سږني مراسم ډير پر ځای او پرته له کوم امنيتي ګواښ او ستونزې څخه ترسره شول.

د‌یادونې وړ ده چې له کابل سربېره په هرات، بامیان، غزني، فراه، مزارشريف او پکتیا په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د عاشورا مراسم د امن په فضا کې نمانځل شوي دي.