اسلام او د لږکیو حقوق
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i92955
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام او د لږکیو د حقوقو نومې یوې نوي لړۍ سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې به درته د قرآن اوحدیث په اساس په اسلام کې د لږکیو د حقوقو په باب درسره وغږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Sep 15, 2020 15:06 Asia/Kabul
  • اسلام او د لږکیو حقوق

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام او د لږکیو د حقوقو نومې یوې نوي لړۍ سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې به درته د قرآن اوحدیث په اساس په اسلام کې د لږکیو د حقوقو په باب درسره وغږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو دتاریخی سرچینو په اساس په ډيرو ټولنو او حقوقی نظامونو کې،لږکي په ډيرو معنوی اومادي تنګڅو کې وي او له ډيرو انساني حقوقو محرومه کیږي،خو په  سوچه اسلام کې  له اقلیّتونو یا لږکیو سره په چلند کې د ټولو انساني حقوقو پر رعایتولو او د دوی د خیال پر ساتنې ټيڼګار شوی دی .

 په دې باب داهل بیت علیهم السلام  په ډيرو حدیثو او نورو خبرو کې  ورته ډير زیات پام شوی دی،په دې موخې سره چې پر نورو نظامونو  داسلام د حقوقي نظام د یوشمیر امتیازونو یوه برخه روښانه شي او اسلامی ټولنې لازیات ورته پام وکړي .دغه نظام له لږکیو سره دخپلو راشه دیرش ه او  تعاملاتو بیلګه وګرځوي .

              د اسلام د الهي د ین  دښمنان دتاریخ په اوږدو کې د اسلام د نور د  خامشولو هڅه کوي  او تل په دې لټه کې دي چې  اسلام د بشري  او لږکیو دحقوقو  خلاف ورزي کونکي وبریښوي . داپه داسې حال کې دي چې د اسلام پاک دین  په اسلامی ټاټوبي کې د اوسیدونکو لږکیو لپاره ځيني حقوق او دندې په نظر کې نیولي دي  چې دغه دندې  او حقوق په تاریخي سرچینو او حدیثونو کې موندلی او ټولو ته ئې وړاندې کولی شو. دتاریخي سرچینو په اساس ، په ډيرو ټولنو او حقوقي نظامونو کې  لږکي له ډيرو معنوي او مادي تنګڅو سره لاس اوګریوان  وي او له ډيرو انساني حقوقو څخه هم محرومه  وي ،خو  په سوچه اسلام کې  لږکیو سره په ښه چلنند او د دوي د درستو انساني حقوقو پر رعایتولو ټينګار شوی دی او تاریخ پخپله پر دغوخبرو روښانه  ګواه او شاهد دی .  قرآن کریم هم  چې  دالهي احکامو تر ټولو مهمه   سرچینه ده ،  ددغه واقعیّت  په بیانولو کې  له ځانګړي مقامه  برخمن دی . د اسلام ګران پیمغبر (ص) او د هغه بزرګوار پاک او مطهر  اهل بیت علیهم السلام  پخپلو ارزښتمنو څرګندونو اوقولونو کې د لږکیو   دحقوقو د خیال ساتلو سپارښتنې کړي دي . په دې توګه پر مسلمانانو ده چې د اسلام د احکامو اومقرراتو د  کارندوالي په دفاع سره او دغه مکتب د هراړخیزو اغیزشیندنو نندارې ته په وړاندې کولو  سره،نه یوازې د اسلام د دښمنانو د سپيرو اوفسادګرو عقایدو په وړاندې خنډ  رامینځةکوي،بلکې د اسلام د پرمختګ او پراختیا لاره تل لا هواروي  او  نړیوالو ته د ددغه الهی  او عدالت غواړي دین دلاروښانه  اوښه اندازه سره  په معرفي کولو کې لازیاته هڅه وکړي .

              یو هغه معّیار چې په ډيرو بشري حقوقو کې د تاریخ په اوږدو کې له اکثریّت څخه  د اقلیّت د جلا کولو په اساس بللی،توکمیز اختلاف دی ، خو  اسلام  دغه برتري چټي ګڼي  او  په دې عقیده لرونکي ئې رټلي دي .د قرآن کریم  دالحجرات سورې  په دیارلسم آیت کې راغلي دي ؛ 

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۱۳﴾

Image Caption

 

؛ ائ خلکو!مونږ تاسو  له سړي اوښځې   پيدا کړئ  او تاسو مو   ملت او  قبیلې   جوړې کړې څو له یوه بل سره بدل شئ؛په حقیقت کې  په تاسو کې  دخدای په نزد تر ټولو غوره او برتر پرهیزګاران دي .بې شکه خداوند دانا او پوه دی؛ خداوند  ددرستو انسانانو جوهر یو شان معرفی کړې  او په دغه شان چارې کې   واقعي اختلاف مردود او رد بللی او د برترۍ او فضیلت معیار ئې پرهیزګاري بللې ده .اسلام د  ا نسانیّت  نړۍ  یو شان بللې او  د توپير او درز او تفرقې بنیاد ئې  رټلی دی .اسلام هیڅکله  د سپين او تور،ښځې او سړي،شتمن او بې وځله، شاه او ګدا،پياوړي اوکمزوري،ختیځي اولویدیځي،عالم او جاهل او ځوان او بوډا  ترمینځ هیڅ ډول فرق په نظر کې نه لري .

            دوستانو لوستل شوی آیت  دې  ټکی  ته اشاره کوي  چې   مِن ذِکرٍ وَ اٌنثَی څخه یعني د خداي له کلام څخه مطلب،حضرت آدم او حوا دی  چې فرمائي، مونږ تاسو  له مور اوپلارڅخه وپنځولئ  چې  درست په دغه مشترک کې دي ،  او پر یوه بل د برترۍ له پلوه نه ،بلکې د بیلابیلو قبیلو او څانګو کې مو تقسیم کړئ  ،  او ددې لپاره چې په تاسو یو بل سره وپيژنئ او په دې پيژندګلوۍ سره، له یوه بل سره د تاسو ارتباطات، معاملې او ټولنیزې چارې  سمې شي . پر دې اساس پر قبیلو او څانګو ویشل،پر مور او پلار د مباهاتو او ویاړلپاره  نه دي.

ددغه آیت د مطلب د لاروښانه کیدا لپاره،د آیت شان او لوړتیا ته اشاره ، له خوند او مقصده خالی نه ده .د مکې دفتح په دوران کې  د اسلام ګرام پیغمبر  حکم ورکړ،ائ بلاله! آذان  وکړه .بلال د کعبې د پاسه  وښت او بانګ وئيلل ئې پیل کړل .  عتاب بن اسید چې پخپله د مکې  د فتح یو آزادونکی ؤ ووئيل ، شکر کوم ائ خدایه!چې پلار  مې له دنیا تللی او دغه شان ورځ ئې ونه لیدله؛: حارث بن هشام   هم ووئيل،آیا رسول ا... له دغه تور کارغۀ پرته ئې بل څوک  نه دی پیدا کړ ئ؟په دې وخت کې وه چې د الحجرات سوې دیارلسم آیت نازل شو

           اجتماعی عدالت ، د تاریخ په اوږدو کې د انساني ټولنو یوه  هیله ده . پر دې اساس دق رآن کریم دحدید سورې په پنځویشتم آیت کې  راغلي دي؛؛ په تحقیق سره مونږ  خپل پيغمبران  په ښکاره دلیلونو سره واستول  اوپه کتاب او میزان سره مو ولیږل ، څو خلک  انصاف ته وبولي ؛  خداوندت متعال  داسلام  مکرم نبی   او نور پیغمبران  د عدالت د ټينګولو په موخې سره  خلکو ته ولیږل  او دا پخپله د عدالت د بحث د اهمیّت  ښودنه کوي ، چې  د  خداوندمتعال له خوا  دپیغمبرانو د رسالت لپاره  د یوه  هدف په معنا دی  .

تاریخ  هم په دې حقیقت ګواهی  ورکوي ، چې  هرکله الهي نبیانو او والیانو په ټولنې کې د حاکمیّت  د اعمالولو لپاره  فرصت ترلاسه کاوۀ، نو پر دې پسې وو  څو په عدالت مشتمله یوه ټولنه رامینځةکړي . دا موضوع  د اسلام دګران پیغمبر (ص) او د حضرت امام علی علیه  السلام   په سیرت کې لیدل کیدلی شي .  په جراءت سره وئیلی شو چې   په مدینې منورې کې د پیغمبر اکرم  د سیاسی حکومت  او  د امیر المومنین علیه السلام  د خلافت لنډې صحنې   هغه تر ټولو غوره صحنې  دي چې د انسان تاریخ ، د خپلو حاکمانو  له خوا او له هیڅ ډول توپير پرته  دقانون  بشپړ اجرا  لیدلې ده . 

 خداوندمتعال  د نساء سورې په لومړي آیت کې هم فرمائي ؛ائ خلکو د تاسو د پرودګار څخه چې تاسو ئې له یوه واحد روحه پنځولي یاست،عبادت وکړئ .دغه آیت خاص مومنان نه،بلکې  دخلکو درستې پرګنې  تقوا او پرهیزګارۍ ته بولي  چې  د ټولنو د اصلاح  اصلي زمینه جوړونکي  دي او د یوه بل دحقوقو  خیال ساتل ، د میراث په عدل سره ویش،له یتیمانو څخه ملاتړ او دکورنۍ  او د ودي په څير  دحقوقو رعایتول پکې شاملیږي .وروسته د هغه خداي د معرفي  کولو لپاره چې د انسان پر ټولو عملونو څارنه لري،د هغه دخلقتځانګړنو ته اشاره کوي چې د انسان په ټولنیز وحدت کې ریښه لري  او دهغه په اساس،درست انسانان  له یوه واحد خټې پنځول شوي دي .پردې اساس توکمیز،ژبنې،قبیله وي امتیازونه او ویاړونه،چېنن سباپه ټولنوکې د اختلافاتو سرچینه دي،په یوې اسلامی ټولنې باید وجود ونه لرل شي،ځکه   درست له یوۀ اصله سرچینه اخلی  او  دیوه مور پلار  اولادونه دي .

            د معصومین علیهم السلام په روایتونو هم د برترۍ لپاره د یوه معیار په توګه د  توکم د بې ارزښتوالي اصل ته  اشاره شوي او دا چاره روښانه شوې ده،لکه څنګه چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  د اصل و نسب باندې ویاړ،د ناپوهۍ  او جهل یوه نښه بللې او دپیغمبر اکرم له قوله ئې فرمائيلي دي؛په تحقیق سره چې د تاسو پروردګار او پلار یو دی ،پر هیڅ یوه عجم عرب ته او پر عرب عجم ته  او پر هیڅ یو ه تورپوستي باندې سرۀپوستي او هیڅ یو تورپوستی پر سرۀپوستي  لوړاوی نه لري،مګر داچې په تقوا سره وي .هو! د اسلام  دین تقوا د فضیلت معیار ګرځوي .ځکه چېد وګړو د لوړاوي معیار هغه څه  دي چې په خپله ورپاره هڅه وکړي نه دا چې د حسب او نسب  او کورنۍ په وجه چې په انتخاب کې یې هیڅ ونډه نه لري د برترۍ معیار وي.کیدی شي یوکس هیڅ ښه کورنۍ مخینه ونه لري خو په خپله له خدای سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅه وکړي یا  له نوروسره ښه اخلاق ولري او یا له مور او پلارسره نیکي وکړي او په ماشومانو مهربانه وي، څرګنده ده چې دغه شان کسان به د خدای پّه در کې مقرب وي.او هیڅ فرق نه کوي چې له کوم نسل او ذات سره تعلق لري.

Image Caption

 

لکه چې وویل شول اسلام د انسان د اخلاقي او معنوي ارزښتونو لپاره د برترۍ قایل دی او ددې دلیل د رسول الله مبارک هغه صحابي دی چې د موذنانو په سردار مشهور دی. بلال یو تورپوستی صحابي و او وروسته له دې چې اسلام په ښکاره توګه تبلیغ او اعلان شو مسلماني یې قبوله کړه.په روایتونو کې راغلې دي چې جنت د دریو کلونو لیواله دی: علي، عمار او بلال.همداراز نقل شوې چې  درې تورپوستي صحابیان د بهشت له مشرانو دي. لقمان حکیم، نجاشي او بلال. امام صادق علیه السلام هم بلال عبد صالح او د اهل بیتو له مینانو بللی دی. همداراز له عبدالله بن الصلته روایت شوی چې د بلخ یو کس نقل کړې چې له امام رضا علیه السلام سره په یو سفر کې ملګری وم. یوه ورځ یې چې امر وکړ چې یو دسترخوان ورته وغوړوي او ټول غلامان او مریان یې راغونډ کړل. ومې ویل: له تا زار شم که  دې خوښه وي دوي ته به جدا دسترخوان وغوړوم. امام په دغه خبره حیرانه شو او په هغه غوصه شو او وې فرمای: خدای تعالی یو دی. زمونږ مور او پلار یو دي او خدای تعالی د انسان په عمل باندې جزا او سزا ورکوي.

کلونو اورېدونکو د پروګرام وخت په ختمېدو دی لازمه ګڼو د دې خبرې یادونه وکړو چې د پېغمبر په  ارماني او الهي ټولنه کې چې په یوې داسې ټولنه کې راپېدا شوه چې  پکې قبیلې او توکم تر ټولو زیات اهمیت درلود،  له ټولو کسانو سره یو شان او برابر سلوک کېده،  توکمیز توپیر او قانون ماتونه نه وه او په دغه الهي ټولنه کې د برترۍ او فضیلت معیار یوازې د خدای په حکم تقوا او پرهېزګاري وه.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************