الهی نامې
(last modified Thu, 03 Dec 2020 12:12:46 GMT )
Dec 03, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • الهی نامې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د الهي نامو نومې لړۍ له ننني ۲۶مطلب سره ستاسو په خدمت کې ی وو، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ او دغه مطلب مو د استفادې وړ وګرځي .

دوستانوپه دغه ننني مطلب کې   د الهي نامو د لړۍ په دوام کې د سمیع  په  باب درسره غږیږو. سمیع   یوه بله الهي  نامه ده  او په دې معنا ده چې خداوندمتعال مطلق آوریدونکی دی  او د هغه په درګاه کې ښکاره خبرې کول ،مناجات او  چپتیا ،مساوی ده . په قرآن کریم کې د خدای دغه نامه یعني سمیع ۴۷ځله تکرار شوې ده .

 سمیع   د آوریدونکي  په معنا دی  خو کله هم په مجازي بڼه د فهم او اطاعت لپاره هم کارول کیږي . د قرآن کریم  د اعراف سورې  په ۱۷۹آیت کې د جهنمیانو د ژوند په باب  راغلي دي ؛ لَهُم آذانّ لا یَسٌمَعُونَ بِها......  دوي  غوږونه هم لري  چې  ورسره نه آوري ....   دلته د آیت معنا دا نه ده چې   غوږونه ئې غږ ونه نه آوري ، بلکې مراد دا دی ، دوي هغه څه چې  آوري ئې ،پخپل تصّور کې ئې نه راولي  او  د هغو په باب فکر نه کوي  څو  ورځيني ګټه پورته کړي  او لکه څنګه چې   له آوریدو  ورته کوم عاید  نه ترلاسه کیږي ، نو  ګواکې  نه ئې دي آوریدلي . 

همداراز  دقرآن کریم  دفرقان سورې  په ۴۴آیت کې  کې هم خداي تعالی فرمائي ؛  أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۴﴾

آیا ګمان کوئ چې له دوي زیاتره ، آوري یا پوهیږي ؟،  دوي  د هماغه چارپایانو یا حیوانانو په شان دي  او بلکې لا ګمراه دي .

    دوستانوخداوندمتعال سمیع دی،خو دهغه دغه آوریدنه،دهغه د مخلوقاتو له آوریدنې سره  هیڅ شباهت نه لري . هغه  هغه درست غږونه  په  هرځاي کې چې وي آوري .سمیع خداي،د هغو په درستو ټکو،کلمو او معنا  او مخارج  او هر صفت باندې چې ئې لري  هغه که پټ بیان شي او یا ښکاره،په لوړ غږ سره وي  او که په کمزوري او خفیف  غږ سره،په ټولو مسلط دی .د خداوندمتعال دغه آوریدنه یوازې   هغه کلام ته  مخصوص نه ده چې  له دوو شونډو  یا خولې خارجیږي ، یا  په ژبې راول کیږي ، بلکې هر هغه څه چې  په پټو ضمیرونو کې دی  او هر هغه څه چې  په مناجاتو کې  ترسره کیږي ، حتی هر هغه څهع چې  په  ذهن کې خطور کوي ،  په درستو خداي تعالي پوهیږي .  لکه د قرآن کریم د طه سورې په اووم  آیت کې  فرمائي ؛

Image Caption

 

وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى ﴿۷﴾

؛که خبرې ښکاره وکړې (او که پټې ئې وکړې ) هغه  په پټو او له دې په لازیاتو پټو خبرو  هم پوهیږي . (سِیّر معنا،دلته پټې خبرې دي او اَخفی،یعني هغه  پټې خبرې جې لا په تصَور کې هم نه وي راغلي ). 

خداي تعالی  په هغه ټَکان  چې  انسان ئې د آوریدو توان نه لري ،او  په هر هغه څه چې  انسان ئې  له فهم او آوریدو  بې وسه  دی ، هرڅه او درست آوري .په مخلوقاتو کې دغه آوریدنه ، د هوا پشمول ځينو وسایلو ته اړتیا لري ، ځکه که  هوا نه چلیږي ، نو شَغهار(د هواغږ)نه آوریدل کیږي. که څه هم  خبرې کونکی له آوریدونکي سره  ډير نزدې وي ،  خو سمیع خداي   د  کومې واسطې  او وسیلې  له مرستې پرته  هم آوري . انسان  په یوې شیبې کې د څو کسانو غږ باندې نه پوهیږي او نه ئې آوري ، ځکه کله چې په هغو کې  دیوه په کلام  په فکر او تدبّر باندې لګیاکیږي ،نو د بل په خبرو  او کلام کې  له فهم او تدبّر کونې  بې وسه کیږي ، خو خداوند سبحان  د هر هغه څه غږ چې  په آسمانونو او مځکو کې  دي ،  د دستو انسانانو ،جنیانو ،ملائکو  او حیوانانو  او چرنګانو او پرندګانو  هرڅه آوري  او ورباندې پوهیږي  او  پر ټولو ښه خبر دی  او هیڅ یو کلام نه هیروي .

خداوندمتعال دقرآن کریم د مجادلې سورئې په اووم آیت کې فرمائي ؛

 

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷﴾

؛ آ یا ومو نه لیدل  چې خداي پر هغه څه چې  په آسمانونو کې او په مځکې کې دي ،خبر دی ؟ ،   هیڅ راز   درې کسان پخپلو کې سره  نه وائي،مګر دا چې څلورم ئې خداي وي ،  او هیڅ پنځه کسان  ئې سره   نه وائي ، مګر دا چې  شپږم ئې خدای  وي او  نه  تر دې زیات او نه تر دې کم (مګر دا چې  بل ئې خدای   وی   هر چرته چې وي  ، نو خداي ورسره دی .  بیا به د قیامت په ورځ  درست  د خپلو اعمالو ( د نیکو او بدو کارونو نتیجې باندې ) پوهه شي  چې خدای د عالم په درستو چارو ښه خبر دی .:::  

     خوږو دوستانو دسمیع نامه کله کله د منل کیدا او  اجابت  په معنا ده .  کله هم  وئیل کیږي ، فلاني  کس د مونږ خبره نه  ده آوریدلې ،  نه  دا  چې متوجه  شوي نه دي ، بلکې  په دې توګه   پرې اثر نه دی  شوی . دا چې  وئیل کیږي ، خدای سمیع الدّعا : یعني  د دعا آوریدونکی دی ، یعني ددعا کونکي غږ ئې آوریدلی دی،  او په دې توګه  اثر کوي . همداراز کله لمونځ ګُزار له رکوع وروسته په قیام کې وائي ؛؛؛  سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه :::  خداوند  دهغه چا حمد او ستاینه چې  هغه ستائي ، آوري :::  په دې معنا ده چې  خداوندمتعال  دخپل  مومن لمونځ کونکي  او حمد  ویونکی مني.  یو حکایت شوی دی چې  یو کس  دکعبې شریفې د طواف په وخت  خداوندمتعال ته مخاطب  شو او وې وئيل ؛  پروردګاره! هماغه شان چې  وینې ، زه یو فقیر کس یم ، ائ هغه  ذاته ! چې  وینې او  زه د نه وینم ، زما فریاد او غږ واوره !!!   تر دې دمه  چې د هغه طواف ختم شوی نه ؤ  ، چې   ورته خبر ورکړل شو ،  د یوه خپل  کس وارث شوی دی ، چې  دي ته ئې ډيره زیاته شتمني پريښودلې ده . په هغه ځاي کې موجود یوه کس ووئيل ؛ تر دې دمه مو  نه وو لیدلي چې  په دومره چټکۍ سره  دعا قبوله شي .   هغه دعا کونکي ووئيل !  مګر نه وینې ، چې  زه ئې له هغه چا  غواړم ، چې    هم سمیع او هم اجابت کونکی دی . خداوندمتعال  خپل فضل  په هر هغه چا کوي ، چې  ئې وغواړي .

             دوستانو انسان  هغه مخلوق دی چې په یوې خاصې محدودې یا حدودو کې غږونه آوریدلی شي . ځیني قدرتونه  دلازیاتې آوریدنې قدرت څخه او ځیني  نور هم د لاکمې آوریدنې قدرت څخه برخمن  دي . په حقیقت کې  هر هغه موجود  د وجودي رُتبې په تناسب سره  او  په هغې اندازې سره چې  خداي   ئې د هغه لپاره لازمه ګڼي ، دآوریدو له قدرته   برخمند دی .  د قرآن کریم د نمل سورې په اتلسم او نولسم آیتونو کې راغلي دي ، ؛

Image Caption

 

حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۸﴾     فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۹﴾

 کله چې د میږیو  وادئ  ته ورسیدل ، نو یوه میږي ووئيل ،  ائ میږیو!  خپلو کورونو ته ننوځئ داسې نه چې سلیمان او د هغه  لښکریان مو په بې پامۍ لاندې نه کړي،سلیمان د هغه په خبرو مسُکی شو او وې وئيل،ائ پروردګاره!دهغو نعمتونو شکر ، چې  پر ما او د ما پر مور اوپلار دې په آسانۍ سره لورولي دي ،ماته الهام وکړه ،  او توفیق راکړه ،څو داسې صالح عمل  چې د تا د رضا لامل دی ، ترسره کړم ، او ما  باندې  د خپلو صالحو بندګانو  په لیکه کې  خپل رحمت  نازل کړه !:   

دغه آیتونوه په ډاګه وائي،چې د میږي غږ او د هغه پیغام د وادئ  درستو میږیو  واورید،هماغه شان چې  حضرت سلیمان علیه السلام  هم  دهغې لوړې آوریدنې له مرتبې څخه په برخمنیدا سره چې خداي تعالی ورته عطا کړې وه، د میږي غږ واورید او د هغه پیغام ئې درک کړ .جالبه ده چې پوهه شو،نن سبا  دنړۍ پوهاند  هڅه کوي ، په هغو غږونو  چې  میږی ئې کوي ، پوهه شي. دوي  له کلونو کلونو تر دې دمه  له څیړنو وروسته  متوجه شوي دي ، چې  میږي  د  د خپلو حس لرونکو بریتونو له لارې ، غږیز پیغامونه  لیږدلی او ترلاسه کولی شي .

هو! سمیع خداي هرڅه آوري او په تورتمې شپې کې تر آسمان پورې  پر تور کاڼي د میږي د پښو غږ او د سمندرونو  په څپڅپانده مَوجونو او د آتشفشانو  په  پړَک پړوک او لنډه دا چې هر څه د هغه د ذاتي سمَع  او بَصر  په  حدودو کې دي . هغه آوري  او پوهیږي  چې په زړونو کې څه تیریږي  او د  آوریدو یا لیدو لپاره  هیڅ وسیلې ټه اړتیا نه لري ، هماغه شان چې  له ژبې  پرته  له خپلو پنځول شوو درستو مخلوقاتو  سره خبرې  کوي او هغه دی چې مطلق آوریدونکی او دانا  او پوه دی .

           ددغه نننی مطلب وخت هم پاي ته رسیږي ،د خداي په آمانۍ سره  ، د تل په شان لاس په دعا کیږو ، او  دهغو مناجاتو یوه برخه چې حضرت امام علی علیه السلام  په شعبان میاشت کې کول ،زمزمه کوو ، چې  امام بزرګوار پخپلو مناجاتو کې فرمائي ؛  ائ خدایه ! پر پیغمبر او  دهغه په پاکې کورنۍ دورد واستوه ،  او  کله چې  له تا سره مناجات کوم ، نو پر ما رحم وکړه او پر ما ولوروه،  ما له هرچا   تاته پناه راوړي  او  د تا په درګاه کې ولاړ یم ، په داسې حال کې چې  د تا په درګاه کې  بې وسه او زړه ماتی  یم او له تا د جایزې امیدوار یم ، او  پرهغه څه چې  د ما په زړه کې تیریږي ، ښه خبر ئې ، زما په اړتیاؤ ښه پوهیږې ، زما باطن او ضمیر ښه پیژنې  او زماد ژوند عاقبت  اوزما مرګ له تا پټ نه دی . هغه څه چې  غواړم ، پر ژبه ئې وایم  او دخپلو غوښتنو خبره کوم  او  خپل ښه انجام او عاقبت ته هیله مندشم ، په هر څه ته ښه  خبر ئې ::::::

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه