انسانان،د سترو درملیزو شرکتونو د ناوړې استفادې او سیالیو ښکار
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د سترو درمل جوړونکو شرکتونو د ناوړې استفادې او سیالیو ښکار شوو انسانانو په اړه په لوموړي مطلب کې ستاسو په خدمت کې یوو،، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .
دوستانو داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي د مرغومې میاشتې په نولسمه نیټه پخپلې وروستۍ وینا کې د روغتیائي وزارت او له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره د آزموئيل شوي واکسین د تولید د چاروالو او کرکونوکو په مننې سره ، دغه واکسن د هیواد د ویاړ او عزت تومنه وبلله .

داسلامي انقلاب معظم لارښود د خپلې وینا په دوام کې کې همداراز هیواد ته د انګلستان او امریکا تولید شوي واکسن واریدیدا ممنوع اعلان کړې او وئيلي ئې دی ؛ امریکایان که توانیدلي وائ ، واکسن تولید کړي ، نو په هیواد کې ئې دغه کرونائي ترینګلتیا نه رامینځةکیدله چې په ورځ کې پکې کابو څلور زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي . ددې په ترڅ کې چې اساسا په دوي اعتماد نشي کیدلی او ممکنه ده دغه واکسنونه ئې پر ملتونو د آزمیښت لپاره وي .
دوي دغه راز فرمائيلي دي ؛ البته په هغې مخینې سره چې فرانسویان ئې ککړو ونیو په قضیې کې ئې لري ، دوي ته هم خوشبینه نه یوو ،البته له نورو هیوادونوڅخه دواکسنو برابرول هیڅ مشکل او ستونزه نه لري .
په خبرو په هغه غورچاڼ کې چې په دې باب به ستاسو په خدمت کې وړاندې شي ، یوه لنډه شان کتنه به ورته وکړو، دغو مستنداتو او موضوع ته ، هغه راپورونه او څرګندونې ، چې د ځينو هغو واقعیَتونو ښودنه کوي ، چې ددغې فیصلې دغوره کیدا او اهمیّت باندې ټَپه وهي .
دوستانو په نړۍ کې د کرونائي ویروس ضده واکسنونو د جوړولو او آزموئیلو وخت راهسې ، دجوړ شوو واکسنونو د چورلټ ناکارندوالي په باب شکونه رامینځة شوي دي . په ځينو هیوادونو کې د عمومي واکسنیشن په پیلیدا سره ، ددغو واکسنو د ترلاسه کولو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةشوي او تر دې دمه په چورلټ ډول د واکسن پيچکاري کولو له امله ډيرو زیاتو شکونو او پایلو ته روښانه او پریکنده ځواب نه دی ورکړل شوی .
یو هغه واکسن چې په نړۍ کې جوړ شوی ؤ او په ځينو هیوادونو کې ورځینې استفاده شوې ، ؛ فایزر بیونټک : دی . دغه واکسن د امریکا د فایزر درمل جوړونې امریکائي شرکت د جرمني د ؛ بیونټک درمل جوړونکي شرکت په ملګرتیا سره جوړ کړی او همدااوس په امریکا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ورکول کیږي .

په نړۍ کې د دغه واکسن له جوړیدا وروسته له ترسره شوو تبلیغاتو سره سره ، البته د کار له هماغه لومړنیو راهسې ، ددغه واکسن د پيچکاري کونې لپاره یو لړ اندیښنې او مشکلات رامینځةشوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې په امریکا کې لږ ترلږه کلینیکل آزموینو وروسته ،د فایزر او بیونټک شرکتونو مسئولان مدعي شوي چې د جوړ شوي واکسن کارندوالی له نوي فی صدو زیات دی ؛ په داسې حال کې چې په دې باب هیڅ پریکندوالی نشته او باید لازیاتې آزموئينې ترسره شي . پرې دې موضوع سربیره ،ډیری طبي متخصصانو خبرداری ورکړی چې دغه واکسن تر دې دمه د روغتیا دنړیوالې ادارې له خوا نهائي تائيدیدا نه ده ترلاسه کړې او ددې کارندوالی اثبات شوی نه دی او ددغه واکسن د کارندوالي په نسبت شکونه هماغه راز شته دي ، چې د واکسن په ځينو ترلاسه کونکو کې ئې د رامینځةشوو پایلو له امله تر دې دمه د دغه جوړ شوي و اکسن دکارندوالي په نست زیاتره نظر نشته . او په ځينو ترلاسه کونکو کې رامینځةشوي پایلې او نیمګړتیاوې لامل شوي څو ددغه شرکت د واکسن په نسبت شکونه وجود ولرل شي . . یو بل ټکی ، د ؛فایزربیونټک ؛ واکسن په ځينو ترلاسه کونکو کې رامینّځةشوي جانبی تاوانونه دي . د فایزر شرکت د چارواکو په وینا او د لومړنیو اټکلونو په اساس ،، د کوویډ۱۹ډوله واکسن جانبي تاوانونه ، د آنفلوئزا واکسن له جانبي تاوانونو سره ډير ورته والی لري ، خو د دوي سختوالی ،لازیات دی ددغه واکسن تاوانونه ، په ترلاسه کونکو کې د عضلاتي دردونو ،سختې تَبې او الرژي لرونکو تاوانونو په بڼه دي .
په امریکا کې ددغه واکسن دکلینیکل آزموینو په دریّم پړاؤ یا فیز کې ،پخپلې خوښې ترلاسه کونکي څلور کسان د مخ له سخت ګوځڼ سره مخ شوي ، چې په هماغه لومړنیو شیبو کې ورباندې د امریکا د درملیزو او خوراکي چارو ادارې نیوکې کړي ، له دې سره سره د امریکا ځیني ډاکټران او متخصصان مدعي شوي،چې تردې دمه د واکسن دپيچکاري کونې له امله ددغې پيښې رامینځةکیدا نه ده تائيد شوي او باید لازیات او پراخې آزموینې وشي . په عین حال کې دغه کیلینیکي غبرګونونو ددغه واکسن په استفاده کونکو کې یو لړ اندیښنې رامینځةکړي دي .
په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی کونکي مرکز(سی ډي سي)د دسمبر په شلمه نیټه اعلان کړی،چې په دغه هیواد کې له دوه لکه اویازره هغوکسانوڅخه چې د؛فایزر بیونټک؛ واکسن ورته پچکاري شوی ، شپږ کسان ،له ډير الرژیک غبرګونونو سره مخامخ شوي دي او عادي ژوند ئې ګډوډ شوی دی .
د اې بي سي نیوز خبري سایټ په وسیله په یوه بل خپرۀ شوي راپور کې،همداراز وئيل شوي دي،چې د امریکا په سن ډئيَګو کې دایمرجنسي برخې یو پرستار یا نرس،د فایزرشرکت دجوړ شوي واکسن له ترلاسه کولو اته ورځې وروسته په کروناویروس ککړ شوی دی.دغه مورد په ایټالیا او میکسیکو کې هم لیدل شوی او ځیني کسان د واکسن دلومړي ډوز له ترلاسه کولو سره سره په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ شوي دي .
د فایزربیونټک د ګډ واکسن د کارندوالي او اغیزشیندنې په باب د لویدیځي رسندویو په زیاتره پروپیګنډیز هائ هوئ کې ، په اروپائي هیوادونو کې ځینو معتبرو موسیسو ، یو لړ نظر سنجۍ خپرې کړي دي چې د امریکا او جرمني په ګډ جوړ شوي واکسن باندې په مختلفو هیوادونو کې د درملنې اوطبي اړونده مسئولانو او چارواکو او د ښاریزو دبې اعتمادۍ ښودنه کوي .په دې باب ائریش ټایمز خپرونې د فایزر واکسن څخه د استفادې او یا نه استفادې په زمینې کې د جرمني د ډيرو متخصصانو او ډاکټرانو د پراخو نظر غوښتونو نتیجې خپرې کړي دي . په دغو نظرسنجیو کې ، معلومه شوې ده چې د جرمني په څلورو کې درې برخې ډاکټران او پرستاران ،د فایزر بیونټک شرکت په وسیله تولید شو واکسن د باؤر وړ نه ګڼي او ددغه واکسن له پچکاري کولو سره هیڅ ګروهنه هم نه لري . په داسې شرائطو کې چې د جرمني ډاکټران او پرستاران یا نرسان د کوویډ-۱۹واکسن له پچکاري کولو سره مخالف دي ، نو ددغه هیواد عمومي افکار هم له دغه واکسنه داستفادې په نسبت له ډیرو او جدي شکونو سره مخامخ شوي او دغه بېاعتمادۍ او شکونه لاپسې په زیاتیدا دي .
یوه بله پيښه چې د فایزر واکسن د کارندوالي په باب دلازیاتو او پراخو اندیښنو لامل شوي ، د فایزر واکسن د ترلاسه کونکو درو کسانو مړینه ده .

د پرتګال رسندویو په همداوروستیو کې وئيلي دي ، چې په دغه هیواد کې دروغتیائی برخې یو کارکونکي،د فایزر کرونائي واکسن دترلاسه کولو له ۴۸ساعتونو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . همداراز د جنورۍ په شپږمه نیټه هم د ناروې رسندویو په یوه خبر کې وئيلي دي ، چې په دغه هیواد کې د بوډاګانو دساتونکي کور دوو کسانو د فایزر واکسن له ترلاسه کولو وروسته ناڅاپي ، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
په فایزربیونټک واکسن اندیښنه، په اروپائي هیوادونو کې د درملنې طبي عملې ته بیّله نه ده . په امریکا کې د اوهایو ډير نفوس لرونکي ایالت ګورنر ایک ډي وین هم د فایزر واکسن له پچکاري کولو سره ددغه ایالت د طبي عملې د زیاترو غړو مخالفت حیرانونکی بللی او وئيلي ئې دي ، ؛زه په حقیقت کې په دې چې وینم ،په اوهایو ایالت کې د درملنې طبي عملې او ادارې ډیر زیات وګړي د فایزر واکسن له پچکاري کولو سره مخالف دي ، وحشت زده شوی یم ،دطبي عملې کابو شپیته فی صدي کارکونکي ، ددغه واکسن له استفادې او پچکاري کولو سره مخالف دي .
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نظر سنجۍ په اساس، په امریکا کې یوازې څوارلس فی صدي افریقا توکه خلک،خیال کوي،چې دکرونائي واکسن پچکاري کول ددغه ویروس په وړاندې د دوي مخه نیونکی یا حفاظتي توانمنئزیاتولی شي . په لاتین توکمو کې هم یوازې ۳۴فی صدي خلک په دې اند د ي چې د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ واکسن په ډاډ سره پیچکاري کولی شي . په دې باب د افریقائي توکمه او لاتینې توکمه خلکو د اندیښنې علت،په متحده ایالاتو کې ترټولو زیاتې مړینې دي او په لاښه ډول چې ووایو ،قربانیان،په دغه هیواد کې د ناعادلانه روغتیائي او اجتماعي جوړښت نتیجه ده . له دې ورآخوا،پر توکمي لږکیو باندې د واکسنو لازیات ټسټ کونې په باب ددرملیزو او آزموئيونکو شرکتونو ناوړه مخینو ، د فایزر په څیر په شرکتونو داعتماد او باؤر لپاره هیڅ ځاي نه دي پریښودلی . په عین حال کې ، مینځنئ نظر سنجۍ ښئ چې د امریکا کابو ۲۵فی صدي سپين پوستي هم د فایزر شرکت د واکسن په پچکاري کولو او له دغه اقدام سره مخالفت کوي.
د کې ایف ایف موسیسې نظر سنجي چې په امریکا کې روغتیائي او ټولنیزې څیړنې کوي ، ، دکرونائي واکسن له پچکاري کولو سره د دغه هیواد د طبي عملې د کابو ۲۹ فی صدي وګړو دمخالفت ښودنه کوي

د جرمني دبایرن ایالت مشر مارکوس سودر وائي ، د ما په اند، باید ددې په ځاي چې په هیواد کې د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د واکسن لازیاتو اخستونکو لپاره کمپني جوړه کړو، ، ددغه واکسن د منلو په نسبت باید د خلکو دګروهنې د زیاتولو لپاره یوه کمپني جوړه کړو، دا یوه بحث راپارونکي موضوع ده .
ګارډيّن ورځپاڼې هم په همداوروستیو کې په دې زمینې کې دیوه راپور په خپرولو سره ځیني نورو اړخونو څخه هم پرده پورته کړې ده .
ګارډيّن لیکلي دي ، د یوه راپور په اساس په دسمبر کې د سپینې ماڼۍ د کارکونکو مشر مارک میډوز د درملنې او خوراکي موادو د ادارې له مشر سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ، دفایزر واکسن پچکاري کول دې تائيد کړي یا استعفی دې تیار شي .
دغه بهیر له دې وروسته رامینځةشوی ، چې ډونالډټرمپ په یوه ټویټ کې د خوراکي او درملیزو چارو اداره یو غټ، بوډا او لټ شمشَتی بللی او سټیفن هان ته ئې وئيلي وو،لعنتي واکسن دې همدااوس وویشي .::::
واشنګټن پوسټ هم لیلکي دي ،د میډوز خبرداری لامل شوی ، د امریکا د خوراکي اودرملیزو چارو اداره ،ډير زرد فایزر واکسن تائيدول اعلانوي .

په همدې ورځې د امریکاد روغتیائي چارو وزیر آلکس آذر هم وئيلي دي، د امریکا د روغتائي او درملیزو چارو اداره ډیر زر، د واکسن لپاره دبیړنۍ استفادې اجازت اعلانوياو روانه اونۍ د کلینیکل آزموینې بهر د امریکائي ښاریزو دلومړنی واکسینیشن بهیر پيلیزي .هغه په یوې مرکې کې وئيلي دي،څه وخت مخکې د خوراکي او درملیزو چارو ادارې فایزر ته وئيلي دي،چې د دوي واکسن تائيدیږي .له دې وروسته د کارپیژاندو یوه پلاوي یا پینل د خوراکي او درملیزو چارو ادارې ته سپارښتنه کړې ، فایزر واکسن دې تائيد کړي .
نو خواږو دوستانو ددغه غورچاڼ په دوهمه برخه کې به ددې موضوع نور اړخونه هم وسپړو نو تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه او له سلامتیاډک ژوند له خدايه غواړو ،بریالي اوسوکاله ووسئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************