د روژې د مبارکې میاشتې د درویشتمي ورځې دعا
(last modified Thu, 06 May 2021 06:46:57 GMT )
May 06, 2021 11:16 Asia/Kabul

اَللّهُمَّ اغْسِلْنى فيهِ مِنَ الذُّنُوبِ، وَطَهِّرْنى فيهِ مِنَ الْعُيُوبِ، وَامْتَحِنْ قَلْبى فيهِ بِتَقْوَى الْقُلُوبِ، يا مُقيلَ عَثَراتِ الْمُذْنِبينَ.

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د درویشتمې  ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛

اَللّهُمَّ اغْسِلْنى فيهِ مِنَ الذُّنُوبِ، وَطَهِّرْنى فيهِ مِنَ الْعُيُوبِ، وَامْتَحِنْ قَلْبى فيهِ بِتَقْوَى الْقُلُوبِ، يا مُقيلَ عَثَراتِ الْمُذْنِبينَ.

«ائ خدايه! په دې (مياشت) کښې مې ګناهانې ووينځې او پکښې مې له عېبونو پاک کړې او په دغې  برکتناکې میاشتې کې مې  زړۀ د زړونو په پرهېزګارۍ سره وزمائې، ائ د ګناهګارانو له خطاګانو تېرېدونکيه !»

 

ټیګونه