-
د یوریشیا په اتحادیه کې د ایران څارونکي غړیتوب ولې مهم دی؟
Dec 27, 2024 12:38د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، د یوریشیا په اقتصادي اتحادیه کې د ایران د څارونکي غړیتوب د هرکلي ترڅنګ، د تهران او د دغې اتحادیې د پنځو غړیو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې عملي کېدل، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د تبادلې د نوي فصل په توګه یاد کړ چې بل ګام به د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ پراخول وي.
-
ملګرو ملتونو پر یمن د اسرائیلو د بریدونو دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه
Dec 27, 2024 11:19د ملګرو ملتونو سرمنشي پر یمن باندې د صهیونیسټي رژیم حملې د اندېښنې وړ وبللې او د دغو حملو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
د اسرائیلو لخوا د اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت منلو په اړه امنیت شورا ته د ایران لیک
Dec 25, 2024 12:47په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د سه شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې، د اسرائیلو له خوا د حماس د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت پر منلو ټینګار وکړ.
-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
په سږني ژمي کې به کابو ۱۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
Dec 21, 2024 03:07د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بېوزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه وښوده. دغه ادارې ویلي چې، په سخت ژمي کې به، چې نن یې لومړۍ ورځ ده، نږدې ۱۵ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.
-
طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلي دي
Dec 21, 2024 02:57د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف (RSF) ویلي چې د طالبانو حکومت شاوخوا په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلې دي. یاد سازمان زیاته کړې چې د دې ترڅنګ، طالبانو د آرزو ټلویزیون ۷ کارکوونکي تر اوسه په کابل کې بندیان دي.
-
صهیونیسټي دښمن سرطاني دانه ده
Dec 20, 2024 02:27د لبنان حزب ا... په یمن کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو تیری وغانده. د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو پرون سهار د یمن د پلازمینې صنعا پر ځینو سیمو او د یمن په لوېدیځ کې پر الحدیده ولایت حملې وکړې.
-
په سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه باید ودرول شي
Dec 20, 2024 02:23د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې باندې د اسرائیلي رژیم هوايي بریدونه د دغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بللې ده.
-
په راتلونکي میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
Dec 18, 2024 11:13د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.