-
د افغانستان سفارت د ایران د کرمان ولایت مننه وکړه
Apr 18, 2020 00:09زمونږ خبریال وايي په ایران کښې د افغانستان سفارت په کورونا وایروس د ککړیدا د مخنیوي په هدف سره په افغان ښاریزو باندې د بشر دوستانه مرستو د ویشلو لپاره د ایران د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې قدرونه وکړه .
-
په ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۴۵زره کسان ښه شوي دي
Apr 17, 2020 11:33په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر نن څه دپاسه دوه میلیون اویو لک تنو ته زیات شوی چې له دغو شمیرنو څه دپاسه یو لک اوه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو پنځه لکه څلورپنځوس زره کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
ایران له کرونا ویروس سره د مقابلې څونوره آلې هم جوړې کړي
Apr 17, 2020 10:34د ایران دپوځ د ملی ورځې په مناسبت د خدمت پریډ نومې دستورې د مدافعان وطن او دسلامتیا د مرسته کونکو په شعار سره ترسره شوې .
-
افغانستان او هندوستان کښې ځینې نور کسان په کرونا ککړ شول
Apr 17, 2020 03:15د افغانستان او هندوستان روغتیايي سرچینو په دغو هیوادونو کښې په کرونا وایرس د اخته او له امله یې د وژل شویو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
-
چین د کرونا خلاف مبارزه کښې له ایران سره د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ
Apr 17, 2020 03:10د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره له تهران سره د ملګرتیا پراخولو ته د بیجنګ په چمتووالي ټینګار وکړ.
-
په کرونائي بحران کې بې مسئولیّتي،د نړۍ د خلکو د ژوندقاتله امریکا
Apr 16, 2020 07:44ټرمپ د روغتیا د نړیوالې ادارې یعني د هغې ادارې د مالی سرچینو په غوڅولو سره،چې شپه ورځ هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د نړۍ د خلکو ژوند وساتي ، عملا یو ځل بیا وښودله ، یوازې د خپلو سیاسی ګټو په فکر کې دی ، او د د انسانانو د ژوند ساتل چې ، دبشری حقوقو د رعایتولو لومړنی اصل دی ، د امریکا ، بلکې د ټرمپ لپاره څه معنا نه لري .
-
په ایران کې په کروناویروس ککړکابو۵۲زره کسان ښه شول
Apr 16, 2020 10:43په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر نن پورې څه دپاسه دوه میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دغو کسانو څه دپاسه یو لک پنځه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او له درملنې وروسته کابو پنځه لکه شپاړس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
د کورونا وائرسو په خپرېدو د افغانستان د روغتيا د وزارت اندېښنه
Apr 16, 2020 01:15د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارے ورکړ که خلق طبي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه وائرس به يې کورونو ته اورسيږي.
-
په هند او پاکستان کښې په کورونا داخته کسانو او مړو شمېر مخ په زياتېدو دے
Apr 16, 2020 00:37په هند او پاکستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو او له کبله يې د مړو شمېر مخ په زياتېدو دے.
-
د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو کښې د امريکې فېصله د بشريت په خلاف جنايت دے
Apr 16, 2020 00:22د ايران د خارجه وزارت وياند د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو او هغه هم د کورونا په وجه بحراني حالاتو کښې کښې د امريکې د ولسمشر په فېصلې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا اقدام د امريکې يو غېر ذمه دارانه اقدام او د بشريت په خلاف جنايت دے.