-
اسلامی ایران ملګروملتو ته د آلبانیه په ضد سخت اعتراض وکړ
Sep 10, 2022 08:20په ملګروملتو کې دایران دا سلامی جمهوریت دایمی نمایندګۍ ددغې موسیسې سرمنشي او په دغې موسیسې کې دآلبانیه دایمی نمایندګۍ ته په یوه لیک کې په تیرانا ښار کې د ایران دډيپلوماټيکو او کنسولی ځایونو په ضد ددغه هیواد د حکومت تاؤتریخجن اقدامات په کلکه محکوم کړل.
-
د اوکراین د غلو دانو زیاتې کشتۍ شتمنو هیوادونو ته روانې دي :-
Sep 10, 2022 11:03په داسې حال کښې چې د افریقا د لوې وچې او د لاتیني امریکا ډير هیوادونه د روسیې او د اوکراین له بندرونو د غلو دانو د رسیدا په تمه دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بې وزله هیوادونو ته د غلو دانو د رسولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د نه ژمنتیا خبر ورکړ.
-
هنګري هیواد د اروپا په تګ لارو باندې نیوکه وکړه
Sep 09, 2022 00:52فارس خبري اژانس وايي د هنګري هیواد لومړي وزیر د روسیې پرضد د بایکاټ په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د روسیې د کمزوري کولو لپاره هڅه ناکامه ده او اپوټه د ماسکو پرضد د بایکاټ له کبله د انرژۍ کمښت او سخت انفلاسیون به اروپايي هیوادونه په ګونډو کړي.
-
د لویدیځو هیوادونو وسلې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي
Sep 09, 2022 00:37اسپوتینک خبري اژانس وايي د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل د لویدیځو هیوادونو جوړې ګڼ شمیر وسلې چې اوکراین ته یې ورکوي د تورو بازارونو له لارې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.
-
د روسیې د انرژۍ د بیو د اندازې د ټاکلو پر سر په اروپايي اتحادیې کښې اختلاف:-
Sep 08, 2022 10:52د انرژۍ پر سر جنګ زیات شوی دی. اروپا په داسې حال کښې چې د خپلې د ضرورت وړ انرژۍ په تیره بیا په ژمي کښې د ګازو د تامینولو په هکله اندیښمنه ده هڅه کوي چې له روسیې څخه د ګازو د واردولو لپاره د بیو د اندازې په ټاکلو سره هماغه راز ماسکو تر دباو لاندې ورولي خو تراوسه دغه موضوع د اروپايي اتحادیې د غړیو ترمینځ د درز د رامینځته کیدا سبب شوي ده.
-
د لویدیځ بایکاټونه نړۍ ته ګواښ کوي
Sep 07, 2022 10:07د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ختیځ په اقتصادي غونډې کښې ټینګار وکړ هغه بایکاټونه چې لویدیځ لګولي دی ټولې دنیا ته ګواښ کوي.
-
د ایټمي خبرواترو پر سست بهیرخپګانونه،او د ابهاماتو د ختمیدا پرضرورت د ایران ټینګار
Sep 06, 2022 09:49د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل په دوشنبې ماښام د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخلاف ورزي کونکي په توګه امریکاته له اشارې پرته ووئيل،دتیر وخت په نسبت دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې داحیاء لپاره په ویانا کې د موافقې ترلاسه کیدا ته لا کم هیله مند دی،دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي موفاقې په سر نظرونه د نزدکیدا په ځاي د لیریکیدا په حال کې دي.
-
امریکاپه بې مورده خنډجوړولو سره دانرژۍ نړیوالې بيّې زیاتوي
Sep 05, 2022 11:13د ایران د ایټمی مرکچي ټيم سلاکار په یولړڅرګندونو کې ووئيل،امریکا له ایران سره په ایټمی خبرواترو کې د څومبهمو کلمو پر سر په بې مورده خنډ جوړلو سره د انرژۍ نړیوالې بیّې زیاتوي .
-
د طالبانو حکومت له ګاونډیانو سره پر ښو اړیکو او تعاملاتوټينګار کوي
Sep 05, 2022 09:56ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو اصلی عامل د امریکا شل کلن جنګ، او د دغه هیواد له خوا د افغانستان د اسعاري زیرمو کنګل کول وبلل او وې وئيل،واشنګټن باید کنګل شوي پیسې آزادې کړي.
-
د لویدیځي آسیاسیمې بدلونونه
Sep 04, 2022 09:32د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا یا هماغه مینځني ختیځ سیمې د تیرې اونۍ د بدلونونو په اړه له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته دلویدیځي سیمې دځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې مو هم دتحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .