بایکاټونه سبب شوي چې ایران په خپلو پښو ودریږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124694-بایکاټونه_سبب_شوي_چې_ایران_په_خپلو_پښو_ودریږي
رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ مشهور عرب لیکوال او شناند عبدالباري عطوان وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د لویدیځو هیوادونو سخت اقتصادي او پوځي بایکاټونه سبب شول چې تهران خپل ځايي پوځي وسونه پیاوړي کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 11, 2022 10:58 Asia/Kabul
  • بایکاټونه سبب شوي چې ایران په خپلو پښو ودریږي

رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ مشهور عرب لیکوال او شناند عبدالباري عطوان وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د لویدیځو هیوادونو سخت اقتصادي او پوځي بایکاټونه سبب شول چې تهران خپل ځايي پوځي وسونه پیاوړي کړي.

هغه وویل د ایران پرضد د امریکا او د اروپايي هیوادونو سخت اقتصادي او پوځي بایکاټونو تهران مجبوره کړ چې خپل  ځايي پوځي وسونه پراخ کړي او په ډیرو پرمختللیو بلاسټیک توغندیو چې تر ټولو نوی یې له غږ ورهاخو یعني هایپر سونیک توغندي دي او دغه راز د بې پایلوټه الوتکو په جوړولو تمرکز وکړي.

مشهور عرب لیکوال او شناندي عبدالباري عطوان د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې د دفاعي اړیکو پیاوړتیا او په دغو اړیکو باندې امریکا اندیښنې ته په اشارې سره وویل واشنګټن د ایران او د روسیې ترمینځ په بشپړه دفاعي شراکت باندې خپله اندیښنه څرګنده کړه او د امریکا د حکومت ویاند دغه مشارکت چې د پیاوړي کیدا په حال کښې دی په خپل ګومان اوکراین ، د ایران ګاونډیانو او  حتی ټولې دنیا ته ستر تاوان وباله.

هغه وویل د ایران او د روسیې په پوځي ملګرتیا باندې د امریکا اندیښنه د حیرانتیا وړ ده ځکه چې دغه اندیښنه نه یوازې غیر منطقي بلکې له ساده توب څخه ډکه هم ده.

عبدالباري عطوان په دې خبرې سره چې امریکا څلویښت کاله کیږي چې ایران کلابند کړی دی او د بلواو په ملاتړ کولو سره د ایران د حکومت د نسکورولو لپاره پلان جوړوي وویل واشنګټن هیله لري چې ایران د روسیې او د چین له چورلیزه لیرې شي او د سپینې ماڼۍ د شرطونو پراساس په تسلیم شوي حالت سره اټومي تړون ته ورستون شي.

مشهور عرب لیکوال او شناند عبدالباري عطوان وویل د ایران او د روسیې پوځي ائتلاف منطقي او له امریکا سره د تهران او د ماسکو د دښمنۍ پراساس دی او دا د امریکا زیات لیونتوب ښيي چې وکولای شي د ایران او روسیې د اړیکو مخه ونیسي.

له تیرو څو لسیزو راهسې اقتصادي بایکاټونه په نړیوال ډګر کښې په خپلواکه هیوادونو باندې د دباو د راوستلو لپاره د زور ویونکو هیوادونو لخوا په یوه اوزار بدل شوي دي او د نولس سوه نویمې میلادي لسیزې له پیل راهسې امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو پراختیايي هیوادونو د ایران په شمول د خپلواکه هیوادونو پرضد سلګونو ځله اقتصادي بایکاټونه لګولي دي.