د ایران کورنۍ وړتیاوې
(last modified Tue, 06 Dec 2022 10:59:45 GMT )
Dec 06, 2022 15:29 Asia/Kabul
  • د ایران کورنۍ وړتیاوې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کورنیو وړتیاؤ نومې لړۍ له دیرشمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده د استفادې وړ مووګرځي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د۱۴۰۱لمریزکال شعار؛ تولید ،پوه بنسټ او د کارروزګار پيداکول،نومولی دی. په همدې لړ کې دکال د شعار په چورلیز توب سره دغه لړۍ ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،ددغې لړۍ په دوام کې په پوه بنسټه اقتصاد کې د اطلاعاتو ټيکنالوجۍاهمیّت په لاتفصیل سره بیانوو.

نړیوال اقتصاد څو لسیزې کیږي چې د پوهې اوج ته وارد شوی  او پوه بنسټه اقتصاد د مختلفو  هیوادونو  داقتصادي ودې اصلي چورلیز باندې بدل شوی  دی.د بشری ټولنې د تمدن  او مهذبو(civilized)مخکینیو په نسبت ددغه پړاؤ خاص او جلا کونکي ځانګړنه،د انسان د ژوند د ډول  او تولید  په رودو کې د انټرنیټ او کمپوټرونو،د ماډرن اطلاعاتي او ارتباطي ټیکنالوجیو، پوهې ، اطلاعاتو او د اساسی ډیتا رول او ځائيګی دی . د فیزیکي کار ځواک حتی د آټومیشن او مشین پاؤر یا قدرت،د اطلاعاتو،پوهې او د سمارټ  پرمختللو ټیکنالوجیو او د چټکې ودې  په ګټه شاتګ کړی او تخصصي پوهه او اطلاعات،په دغه پړاؤ کې داقتصاد او تولید په ترټولو مهمې مؤلفې او عامل بدل شوی دی. په همدې دلیل  دغه زمانه ، د اطلاعاتو دور ، د پوهې دوران، ډيجیټلي پړاؤ او د ټولنو، ښارونو او د پوه بنسټه  اقتصادونو او ډیجیټلي  زمانه بلل شوې ده.

د نړیوال بانک دتعریف په اساس د څلورو رکنو،یعنی دتعلیم او انساني سرچینو،اورګاني او اقتصادي رژيمونو،داطلاعاتو دټيکنالوجۍ  او ماډرن سسټم  او د ارتباطاتو په وسیله دپوه بنسټه  اقتصاد پراختیا،د ارزونې وړ ده. همداراز دنړیوال بانک دتعریف په اساس،د ارتباطاتو او اطلاعاتو ټيکنالوجي(آئي ټي)د پوه بنسټه اقتصاد یوه اصلی برخه ده او د اقتصادي ودې وارمخکې شرط دی.

Image Caption

 

د ډيرو راپورونو په اساس،د ارتباطاتو او اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ د حوزې شرکتونو ،په پوه بنسټه شرکتونو کې تر ټولو زیاته ونډه ځان ته بیله کړې ده. یو هغه دلیل چې د آئي ټي په حوزې  کې د پوه بنسټه شرکتونو شمیر  له نورو حوزو څخه لازیات دی ،په وروستیو کلونو کې  د آئي سي ټي  یا هماغه د اطلاعاتو او ارتباطاتو دټيکنالوجۍ د برخې بیخ بینائي وده  او همداراز د دغو ټيکنالوجیو دنړیوالې دودې بهیر دی.

د اطلاعاتو او ارتباطاتو ټيکنالوجي  په مختلفو وړتیاؤ او ځانګړنو څخه په برخمنیدا سره توانیدلې  ده دایران پشمول  په مختلفو هیوادونو کې د کارکسب په رامینځةکونې کې ډيرې اغیزې وشیندي . اطلاعات او ارتباطات، د کارکسب د رامینځةکونې په حوزې کې د  هرډول فعالیت  داړتیا وړ دوه  ورزَرې  دي .

  د ایران په اسلامی جمهوریت کې داطلاعاتو ټيکنالوجۍ یا آئي ټي ته  توجه هم له کلوکلونو راهسې پيل شوې ده  او  د اسلامی انقلاب ستر لارښود تل ورباندې ټيڼګار کړی دی.حضرت آيت ا....العظمی سید علی خامنه اي  د وږې یا سنبلې د میاشتې  په شپاړسمې نیټې د اطلاعاتو ټيکنالوجۍ اهمیّت ته په اشارې سره وفرمائيل؛د ارتباطاتو له ټيکنالوجۍ سره د اړونده صنائعو د پراختیا لپاره په تیره د ولسمشرۍ د علمي او ټيکنالوجیکي  مرستیالۍ پلانونه او د حکومت ملاتړ، ډير ضروري دی  او د پوه بنسټه شرکتونو له لارې ددغه صنائعو  پراختیا به ، دهیواد په اقتصاد کې د بدلون په کارکسب رامینځةکونې کې ډيرې اغیزې ولري.

Image Caption

 

د ۱۴۰۴کال  د افق دل رلید په سند کې  هم په روښانه توګه وئيل شوي دی چې  باید د پوه بنسټه او ټیکنالوجیکي چورلیزونو  دکار روزګار په حوزو کې  دملی اومو تولیداتو پنځوس فیصدي برخه پوره شي. د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۱کال په شعار کې هم د اقتصاد پر پوه بنسټه کیدا ټينګار کړی دی چې دغه هدف ته د رسیدا لپاره هم د اطلاعاتو دټيکنالوجۍ یا آئي ټي رول لا غوره  دی.

  د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او ټيکنالوجیکي ارتباطاتو د چارو وزیر عیسی زارع پور په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي چې د کال د شعار د پوره کیدا لپاره ،د هیواد د ارتباطاتو او  اطلاعاتو دټيکنالوجۍ  دبرخې پر اوږو ډير دروند مسئولیّت دی چې نن سبا د هیواد د درستو برخو  دپراختیا په بیخ بینائۍ او د نورو ټيکنالوجیو پر محرک  انجن بدل شوی دی  او ډيجیټلي اقتصاد اصلي مرکز هم جوړوي.

په تیرو څو کلونو کې په ایران کې د اطلاعاتو دټینکالوجۍ او نرم آوزار د صنعت  وده په اوڅاره توګه لیدل کیږي. د ټيکنالوجۍ په پرمختګ  سره،دغې حوزې  دانسانانو په ژوند کې ځانګړی رول پيدا کړی دی،په دې توګه چې  نن سبا  د  اطلاعاتو او ارتباطاتو ټيکنالوجۍیا آئي سي ټي،د اقتصادي فعالیتونو لپاره  یو  ضروري آوزار شوي ده ،همدغه چاره سبب شوې څو  اطلاعاتو او ارتباطاتو ټيکنالوجي د اقتصادي ودې لپاره یو عامل شي.دهمدغه اهمیّت په دلیل،د ایران په کال هینداره کې د چنګاښ یا سرطان د میاشتې ۲۲نیټه،د اطلاعاتو دټيکنالوجۍ د ورځې په توګه نومول شوې ده .

     د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ د اهمیّت یو دلیل هغه اغیزې دي چې د کارکسب په حوزې کې شیندي.پوه بنسټه کارروزګار یا کارکسب د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ یا د آئي ټي په حوزې کې  تر ټولو مهم ټکی کیدلی شي،ځکه چې  په دغې حوزې کې د سواد د عمومي سوئې زیاتیدا ته په اشارې سره،د اطلاعاتو په ټيکنالوجۍ کې  دکارروزګار پيدا کیدا ممکنه ده او دترقۍ او پراختیالپاره د یوه عامل په توګه  کرکسب رامینځةکولی شي،په دې توګه چې له دغومسئلوسره سره،د بهرنیوګواښونوپه مقابل کې،مقاومتي اقتصاد، لاپیاوړی کولی شي.پر دې سربیره له آئي ټي څخه استفاده د تولید دلګښتونو پر کمیدا،د ګټې پرزیاتیدا او دخدماتو او محصولاتو دکیفیّت پر لوړتیا سربیره،په ټولنې کې د غوښتې د ودې فضا  برابروي.د تجارتی حوزې یو لوړ پوړی کارپيژاند شیخ صراف په دې اند دی چې له آئي ټي څخه  استفاده پردې سربیره چې انګیزه او دکارکسب د رامینځةکولو انګیزه زیاتوي،نوي بازارونو ته په لاس رسي کې د آسانتیاپه رامینځةکولو سره،تخنیکي او انجنئرینګ  او حتی  د شیانو د صادراتو  لپاره  شرائط برابروي.

له هغه ټينګار سره سره چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ئې د آئي ټي په حوزې کې لري،البته تر اوسه پورې له دغې آئي ټي ټيکنالوجۍڅخه د پرمختللو هیوادونو له استفادې سره په ایران کې  ورڅخه له استفادې سره ډير زیات واټن موجود دی.د ایران د مخابیراتو د شرکت عمومی مدیرمجید سلطاني په زاهدان کې د ایران د مخابیراتو د نوری فیبر د پراختیا د جهادي غورځنګ دعملیاتو په پلیدونکو دستورو کې ووئیل؛د اطلاعاتو او ارتباطاتو ټيکنالوجي(ائي سی ټي)د ۱۴۰۱کال د شعار په پوراکیدا او د کارروزګار په رامینځةکولو کې ډيره اغیزشیندونکې کیدلی شي، په حقیقت کې  دعلم او ټيکنالوجۍ پرمختګ د اقتصاد د پرمختګ سبب کیږي او  د  هیواد په اقتصادي ودې کې  نیغ په نیغه اغیزې لری . هغه زیاته کړې ده، د  ایران په اقتصاد  او و دملی ناخالصو تولیداتو کې  د اطلاعاتو او ارتباطاتو د ټيکنالوجۍ ونډه تقریبا  له یو فیصده کمه  ده په داسې حال کې چې همدغه ونډه په ځينو هیوادونو کې  له اوو فیصدو څخه  او کله هم له لس فیصدو څخه لازیاته ده.د ایران د مخابیراتو د شرکت عمومی مدیر دغه راز ووئيل،له ۲۰۱۶کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې د  ایران په اوومو تولیداتو کې د ډيجیټلي اقتصاد ونډه  له درې اعشاریه اتو فیصدو څخه تر شپږ اعشاریه نهو فیصدو پورې رسیدلې ده،په داسې حال کې چې  دنړۍ متوسطه ونډه دوه ویشت اعشاریه پنځه فیصده ده . پر دې اساس، د ډيجیټلي اقتصاد په ودې کې د مونږ ونډه له نړۍ سره ډير واټن لري  چې باید دغه واټن په چټکۍ سره  کمه شي.

 د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ په حوزې کې  د ایران دغه وضعیّت ته په پام سره  او همداراز دې ته په پام سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  اساسا  دمتخصصو کسانو یو پالونکی هیواد دی  او په دغې حوزې کې  دنړۍ د برلاسه هیوادونو په لیکه کې حسابیږي،وئيل کیدلی شي د اطلاعاتو په ټيکنالوجۍ کې  پانګونه ، د  هیواد اقتصادي مشکلاتو یوه مهمه برخه حل کولی او یا هم تر ډیره حده کمولی شي.

        خوږو دوستانو  دایران د کورنیو وړتیاؤ نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،سرلوړي او بریالی ووسئ.

(سیماب)

***********************************************