-
ډيپلوماسۍ د اوکراین د کړکیچ حل لاره ده
Dec 03, 2022 02:00فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف دې خبرې ته په اشارې سره چې په اوکراین کښې د ماسکو پوځي عملیات به دوام ولري وویل ډیپلوماسۍ د دغه هیواد د حالت لپاره تر ټولو ښه لاره چاره ده.
-
د اروپا د نوي امنیتي نظام په هکله د جرمني او د اروپايي اتحادیې په نوي دریځ د روسیې نیوکه:-
Dec 02, 2022 11:13د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ماسکو پرضد د اروپا لپاره د نوي امنیتي نظام د جوړولو د ضرورت په هکله د جرمني د خارجه وزیرې النا بائربوک او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل په څرګندونو نیوکه وکړه.
-
اسلامي ایران کښې اوس هم د جرمني شرکتونه شته
Dec 02, 2022 08:26د ایران او د جرمني د ګډې کوټې مشر عباسعلي قصاعي په ایران کښې د جرمني د سترو شرکتونو د شتون د دوام خبر ورکړ.
-
امریکا ،اروپا او ناټو د اوکراین په جنګ کښې لاس لري
Dec 02, 2022 07:22ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا او د ناټو تړون په شمول لویدیځ هیوادونه د اوکراین په جنګ کښې په لاسوهنې تورن کړل.
-
د ایران، روسیې او چین ناستې د څو اړخیزې ډيپلوماسۍ نوی مثلث دی
Dec 01, 2022 12:08په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي ، په ویانا کې د چین ،روسیې او ایران دسیاسی پلاؤ ناستې دڅو اړخیزې ډيپلوماسۍ نوي مثلث یاد کړ.
-
امریکاد ترهه ګرو ډلو بشپړ ملاتړ کوي
Dec 01, 2022 09:41د ترکیې خارجه وزیر خپل ځيني متحدان په تیره بیاامریکا له ترهه ګروډلو په ملاتړ تورنه کړه.
-
لویدیځي کرغیړن حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکوملاتړی دي
Dec 01, 2022 08:53د چین د ولسمشرشی جین پینګ په یولړ څرګندونو کې د لویدیځ غلیم حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکو ملاتړي وبلل او ګواښ ئې وکړ،دوي به په خپلو کرغیړنو کړنو پښمانه شي.
-
د انرژۍ په برخې کې چین او روسیه خپل مینځئ اړیکې لاپراخوي
Nov 30, 2022 08:29د چین او روسیې خپل مینځۍ اړیکې په دا وروستیو کلونو کې د لویدځ په وړاندې داتحاد د نظرئې په اساس په چټکۍ سره ډيرې پراخې شوي دي.
-
د فرانسې په پارلیمان کې دایران په ضد پریکړه لیک،پر نورو تپونکی اقدام
Nov 29, 2022 12:57فرانسویان په داسې حال کې د ایرانیو میرمنو له حقوقو دملاتړ مدعیان شوي دي چې فرانسوۍ میرمنې په اروپائي هیوادونو کې له ترټولو بد وضعيّته برخمنې دي او د دوي په ضد بې مخینې تاؤتریخوالی اعمالیږي.
-
د مریّتوب د لغوه کیدا نړیواله ورځ
Nov 29, 2022 10:19د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دمریّتوب د لغوه کیدا د نړیوالې ورځې په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.