امریکا ،اروپا او ناټو د اوکراین په جنګ کښې لاس لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124314-امریکا_اروپا_او_ناټو_د_اوکراین_په_جنګ_کښې_لاس_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا او د ناټو تړون په شمول لویدیځ هیوادونه د اوکراین په جنګ کښې په لاسوهنې تورن کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 07:22 Asia/Kabul
  • امریکا ،اروپا او ناټو د اوکراین په جنګ کښې لاس لري

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا او د ناټو تړون په شمول لویدیځ هیوادونه د اوکراین په جنګ کښې په لاسوهنې تورن کړل.

هغه وویل لویدیځ ، امریکا او اروپايي هیوادونه اوکراین  ته د وسلو په ورکولو او د کي یف د عسکرو په پوځي  روزلو سره نیغ په نیغه د اوکراین په جنګ کښې لاس لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه راز وویل د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو او نورو مهمو بیخ بنایانو باندې د روسیې د توغندوي حملو هدف د اوکراین د پوځي پوټیشنل کمزوري کول او د لویدیځو هیوادونو د وسلو د پیټیو له لارې څخه غړول دي.

بل خبر دا چې د روسیې دفاع وزارت د دونتسک جمهوریت په اوریخوواتکا سیمه کښې د امریکا  د جوړو دوو ریډاري سیسټمونو او د هیمارس توغندیو د تباه کولو خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې په تیرو دوو ورځو کښې په څو ځایونو کښې د حملې لپاره د امریکا هڅې شنډې کړې شوي او د اوکراین ځواکونو ته زیاتې مرګ ژوبلې واوښتلې.