-
جینوا کې د ایران سفیر: موږ جګړه نه کوو، بلکې له خپل هېواده دفاع کوو
Apr 25, 2026 15:36د پارس ټوډې - په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ایران دایمي استازي او سفیر علي بحریني، د بيبيسي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو تر کومه وخته جګړې ته دوام ورکوئ؟ وویل: دا پوښتنه باید له امریکا څخه وشي، ځکه هماغه هېواد جګړه پیل کړې ده. موږ جګړه نه کوو، موږ له خپل هېواده دفاع کوو، او دفاع پای نه لري.
-
طالبان: افغان کډوال دې د کانګو پرځاې خپل هیواد غوره کړي
Apr 25, 2026 15:33طالبانو هغو افعان کډوالو ته چې امریکا یې کانګرو ته د لیږلو نیت لري، ویلي چې په ډاډه زړه دې خپل هیواد ته راستانه شي.
-
برني سنډرز د امریکې له خوا کانګو ته د افغان کډوالو په لیږلو نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 15:27امریکایي سناټور کانګو ته د افغان کډوالو د لیږلو لپاره د ټرمپ د حکومت په اقدام باندې نیوکه کړې ده.
-
پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 14:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.
-
د اروپايي اتحادیې مسوولې د ایران پرضد بې منطقه خبرې وکړې
Apr 25, 2026 14:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو په تکرارولو او د ایران د دفاعي توان پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره ادعا وکړه دغه اتحادیه کولای شي له تهران سره د ډيپلوماسۍ په بهیر کښې رول ولوبوي.
-
د «توسکا» په نوم په طبي تجهیزاتو د بار کشتۍ نیول د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده
Apr 25, 2026 13:29په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ویلي چې «توسکا» نومې تجارتي کشتۍ مهم طبي تجهیزات او د ډایلاسز لوازمو ایران ته راوړل او په هغې باندې حمله او په غیرقانوني توګه یې نیول، د نړیوالو قوانینو او د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده.
-
د ایران د جان فدا نجونو مانوره
Apr 25, 2026 12:35د ایران د اسلامي جمهوریت په دفاع کې د جان فدا تر کمپاین لاندې څه باندې ۳۰ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې، چې په دې انځوریز راپور کې تاسو د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د ایراني نجونو د مانورې انځورونه کتلئ شئ.
-
که دښمن بیا کومه تیروتنه وکړي،نو د درست ځواکونه ګوته په ټریګر دي
Apr 22, 2026 12:06پارس ټوډې -د ایران د اسلامی جمهوریت د خاتم الانبیا مرکزي غونډ مسئولانو اعلان وکړ: زمونږګوته په ټریګرده او ددښمن هر ډول تیري ته به ځواب ووایو.
-
ټرمپ له ایران سره اوربند وغځاوه خو ایران رسمی خواب ندی ورکړی
Apr 22, 2026 11:54پارس ټوډې- د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له ایران سره اوربند په ښکاره ډول له پخوانیو دریځونو او ګواښونو په شا کیدو سره وغځاوه، خو وئیل کیږي چې تر وروستیو پورې ایران اسلامی جمهوریت له دغه اور بند غزیدا په باب هیڅ نه دي وئيلي. دا څوم ځل دی چې ټرمپ پخپلو کړو پښمانیږي او شاتګ کوي.
-
پزشکیان: د ایران سمندري کلابندي د اوربند ښکاره نقض او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې ده
Apr 20, 2026 14:20پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ټلفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو بدلونونو، د اسلامآباد د مذاکراتو او د اوربند اړوند مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.