Pars Today
زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول مرستیال انریکه مورا (Enrique mora) په ویانا کښې د اټومي تړون د کمیسیون د غونډې په دریمه (۳) اونۍ د سلامشورو هدف د ایران اټومي تړون ته د امریکا بیرته ورستنیدل وبلل .
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لیسټ مو چمتو کړی دی خو دا اقدام لا نه دی فاینل شوی
د اروپایي اتحادیې شورا خپل د بشري حقونو جایزه یې یوې سعودي میرمنې ته ورکړه چي د ښځو د حقونو په زمینه کې فعالیت کوي.
امريکه او اروپا مودې اوشوې چې په مختلفو بهانو د روسيې په کورنيو چارو کښې په مداخلت سره د خپلو سياستونو په لړ کښې په ماسکو باندې د دباوونو د زياتونو په تکل کښې دي.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال: د ایران د اسلامي جمهوریت او ۴+۱ ډلې ترمینځ خبرواترو کښې په هیڅ توګه (د لنډمهاله موافقې) یا داسې نورو موضوعاتو په شان هیڅ بحث مطرح نه دی.
تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې په دنیا کښې د روسیې په ارتباط هیسټریک او د اندیښنې احساس رامینځته کړي .
د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سیاسي تاوتریخوالو په زیاتیدا سره د دوې ترمینځ ډیپلوماټیکه جګړه هم زیاته شوي ده په دې ډول چې په تیرو څو ورځو کښې له اوکراین او پولینډ څخه د روسیې سفیران تللي دي او په مقابل کښې له روسیې څخه هم د نوموړیو هیوادونو سفیران وتلي دي .
سید عباس عراقچي: د څو ورځو له کوټلو خبرواترو وروسته داسې ښکاري چې په صحي لاره سم شوي یو خو بیا هم مخکښې لاره سخته ده.
د ایران له خوا د یورانیمو د شپیته فی صدي پخولو او دغه راز د امریکا او اروپایانو د لالهاندۍ او سربداله کیدا په باب د سیاسی چارو کارپيژاند اوشناندی ډاکټر علی واحدي خپل نظر داسې څرګندوي .
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو: