-
ایران کي یف او ماسکو د جنګ ختمولو ته راوبلل
May 30, 2022 01:22د ایران خارجه وزیر له خپل فنلینډي همرتبه سره په خبرو کښې وویل: ایران د جنګ مخالف دی او کي یف او ماسکو خبرواترو او د جنګ ختمولو ته رابولي
-
د یونان د دوو تیلي کشتیو نیول، له غیرقانوني اقداماتو سره د ایران پریکنده چلند
May 28, 2022 11:38د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دوي سمندري ځواکونو پرون په فارس خلیج کښې د خلاف ورزۍ په وجه دوه یوناني کشتۍ نیولې دي
-
له روسیې سره د لویدیځ جنګ به ټولې دنیا ته تاون ورسوي
May 15, 2022 00:54ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو د بشپړه جنګ د ختمیدا د وخت اټکلول سخت وبلل او ویې ویل د دغه اقدام منفي پایلې به یوازې روسیې ته محدودې نشي .
-
د اروپايي اتحادیې مسوول او د ایران چارواکو خبرې وکړې
May 11, 2022 11:29ایران پریس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول مرستیال نن د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو له مرستیال سره کتنه او خبرې وکړې .
-
ایران کښې د اروپا دوه ښاریز ونیول شول
May 11, 2022 09:45ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د استخباراتو وزارت په هیواد کښې د بې نظمۍ او د بلواو د تنظیمولو د دوو (۲) اروپايي ښاریزو د نیولو خبر ورکړ .
-
امریکا لګیا ده اروپا قرباني کوي
May 08, 2022 02:53د چین د خارجه وزیر مرستیال پرون په یوه وینا کښې وویل: امریکا په داسې حال کښې چې د یوکراین له جګړې ډیره ګټه ترلاسه کوي، د اروپا په قرباني کولو لګیا ده
-
د ویانا د خبرو اترو د بندون د ختمیدا هڅه کوو
May 07, 2022 11:58فارس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل ادعا وکړه بروکسل د اټومي تړون د ژغورلو لپاره خپله اخري هڅه ترسره کوي .
-
سویډن کښې د ایراني ښاریز د محاکمې په بهیر باندې اعتراض
May 04, 2022 03:28د ایراني ښاریز حمید نوري کورنۍ په یوې خبرپاڼې کښې په سویډن کښې د دغې دوسیې د فرمایشي او سیاسي رسیدګۍ په بهیر کښې د بشري حقوقو په څرګندې خلاف ورزۍ اعتراض وکړ
-
امریکا دې د سیاسي نوښت په لاره ګام کښیږدي
May 04, 2022 03:25د ایران خارجه وزیر وویل: د امریکې حکومت دې د ټرمپ د غیرقانوني کړچار د اصلاح کولو په ترڅ کښې د سیاسي نوښت په لاره روان شي
-
روسیې د اوکراین په ماریوپل کښې اوربند اعلان کړی
May 03, 2022 08:34ایرنا خبري اژانس وايي رشیا ټوډې ټيلي ويژن وویل روسیې د اوکراین د پاتې ملکي وګړو د وتلو لپاره په ماریوپل بندري ښار کښې یواړخیزه اوربند اعلان کړ .