سویډن کښې د ایراني ښاریز د محاکمې په بهیر باندې اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115570-سویډن_کښې_د_ایراني_ښاریز_د_محاکمې_په_بهیر_باندې_اعتراض
د ایراني ښاریز حمید نوري کورنۍ په یوې خبرپاڼې کښې په سویډن کښې د دغې دوسیې د فرمایشي او سیاسي رسیدګۍ په بهیر کښې د بشري حقوقو په څرګندې خلاف ورزۍ اعتراض وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2022 03:28 Asia/Kabul
  • سویډن کښې د ایراني ښاریز د محاکمې په بهیر باندې اعتراض

د ایراني ښاریز حمید نوري کورنۍ په یوې خبرپاڼې کښې په سویډن کښې د دغې دوسیې د فرمایشي او سیاسي رسیدګۍ په بهیر کښې د بشري حقوقو په څرګندې خلاف ورزۍ اعتراض وکړ

د ایراني ښاریز حمید نوري کورنۍ په یوې خبرپاڼې کښې په سویډن کښې د دغې دوسیې د فرمایشي او سیاسي رسیدګۍ په بهیر کښې د بشري حقوقو په څرګندې خلاف ورزۍ اعتراض وکړ

حمید نوري د ۲۰۱۹ کال د نومبر په نهمه نیټه د یوې کورنۍ مسئلې د هواري په موخه سویډن ته تلی و خو هلته امنیتي ځواکونو ونیوه او کابو دیرش میاشتې وشوې چې زنداني دی.

د حمید نوري د کورنۍ په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د بشري حقوقو د اصولو له مخې نیونکی حکومت دنده لري چې بې له ځنډه د نیولي کس کورنۍ ته خبر ورکړي او د هغه جیل ورته اعلان کړي.

هغوي ویلي دي: څو څله چې سویډن ته لاړل، له حمید نوري سره ورته د ملاقات اجازه ور نه کړې شوه او له تقریباً دوو کلونو راهیسې په انفرادي سِل کښې دی.