• غزه د نسل‌وژنې د نوې دورې له پیل درې کاله وروسته؛ ۷۴ زره شهیدان او ۶۰ میلیونه ټنه کنډوالې

    غزه د نسل‌وژنې د نوې دورې له پیل درې کاله وروسته؛ ۷۴ زره شهیدان او ۶۰ میلیونه ټنه کنډوالې

    Oct 08, 2026 07:33

    پارس تودی – په غزه کښې د نسل‌وژنې د نوې دورې له پیل څخه درې کاله تېرېږي، خو فلسطینی ولس لا هم له بې‌شمېره دردونو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی. غزه لا هم د جګړې د درنو پایلو تر بار لاندې ده؛ احصائیې ښيي چې څه باندې ۷۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۷۵ زره نور ټپیان شوي او د ژوندانه د بنسټیزو زیربناوو ډېره برخه ویجاړه شوې ده. اټکلونه ښيي چې د غزې د بیارغونې لګښت له ۷۱ میلیارد ډالرو اوړي.

  •   د آیت‌الله خامنه‌ اي شهادت به د صهیونیزم د سلطه‌ګرۍ پر وړاندې د مقاومت د سمبول په توګه پاتې شي

      د آیت‌الله خامنه‌ اي شهادت به د صهیونیزم د سلطه‌ګرۍ پر وړاندې د مقاومت د سمبول په توګه پاتې شي

    Oct 07, 2026 05:20

    پارس‌ټوډې: د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر آیت‌الله سیدعلي خامنه‌ اي شهادت ته په اشارې سره وویل، چې د هغه یاد او لاره به د  صهیونیزم د سلطه‌ګرۍ  پر وړاندې د مقاومت د یوه څرګند او مهم سمبول په توګه هماغسې پاتې وي.

  • د صهیونیسټي پوځ لوي درسیتز: د اسرائیلیانو د امنیت په تأمین کې ناکام شوي یو

    د صهیونیسټي پوځ لوي درسیتز: د اسرائیلیانو د امنیت په تأمین کې ناکام شوي یو

    Oct 05, 2026 15:24

    پارس‌ټودې ـ د صهیونیستي رژیم د پوځ لوي درستیز د «طوفان الاقصی» عملیاتو د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه څرګند اعتراف کې ومنله چې د دغه رژیم پوځ د خپل تر ټولو مهم مأموریت، یعنې د اسرائیلیانو د امنیت د تأمین، په برخې کې ناکام شوی دی.

  •   دبخښنې نړیوالې ادارې د اسرائیلو د فوټبال د ملي فیډریشن له  اروپايي سیالیو د ویستلو غوښتنه وکړه

      دبخښنې نړیوالې ادارې د اسرائیلو د فوټبال د ملي فیډریشن له  اروپايي سیالیو د ویستلو غوښتنه وکړه

    Sep 23, 2026 17:43

    پارس ټوډې ـ  د بخښنې نړیوالې ادارې  له نړیوالو او اروپايي فوټبال فیډریشنونونو وغوښتل چې د اسرائیلو د فوټبال فیډریشن  دې له دې امله وځنډوي چې په  صهیونیسټ میشته  ښارګوټو کې دیره کلبونه لا هم د دغه هېواد په فوټبال سیالیو کې ګډون کوي. دغې ادارې په اروپايي ملتونو لیګ کې د اسرائیلو د ملي لوبډلې شتون    بې توجیه  وباله.

  • په هرمزتنګي کې د نوښت اختیار د ایران د وسله‌وال ځواک په لاس کې دی

    په هرمزتنګي کې د نوښت اختیار د ایران د وسله‌وال ځواک په لاس کې دی

    Sep 20, 2026 11:44

     پارس‌تودي ـ د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویندوي ،د سنټکام د قوماندان ادعا دروغ او  امریکائي عسکرو ته د روحیې ورکولو لپاره نفسیاتي عملیات وبلل او وې ویل چې په هرمز تنګي کې د  عمل د نوښت  واک لا هم د ایران د پیاوړو وسله‌والو ځواکونو په لاس کې دی.

  • د ایرلنډ او صهیونیستي رژیم په فوټبال لوبې په سکاټلنډ کې د فلسطین ملاتړو اعتراض کړی

    د ایرلنډ او صهیونیستي رژیم په فوټبال لوبې په سکاټلنډ کې د فلسطین ملاتړو اعتراض کړی

    Sep 20, 2026 12:48

    پارس‌ټوډي- د فلسطین فعالانو او ملاتړو د سکاټلنډ د ګلاسکو ښار د «سيلټیک پارک» لوبغالي مخې ته اعتراضيه غونډه جوړه کړه او د اروپا د ملتونو لیګ سیالیو په چوکاټ کې ئې د ایرلنډ د ملي لوبډلې او د صهیونیسټي رژیم د لوبډلې ترمنځ د لوبو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

  •  د اسرائیلو اصلي هدف په سیمې کې د شخړو زیاتول دي

     د اسرائیلو اصلي هدف په سیمې کې د شخړو زیاتول دي

    Sep 20, 2026 12:16

    پارس‌ټوډي ـ د ترکیې د پارلمان مشر وویل چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو رامنځته کول دي، څو هغوی له یو بل سره په جنګ اخته شي.

  • په کوهاټ کې د پولیس لاین په غمیزې کې د شهیدانو شمیر۲۱ تنو ته رسیدلی

    په کوهاټ کې د پولیس لاین په غمیزې کې د شهیدانو شمیر۲۱ تنو ته رسیدلی

    Sep 19, 2026 06:02

    د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر یا آئي جي ذوالفقار حمید ویلي چې د پولیسو  زاړه لاین ترڅنګ  د جامع جومات په خوا کې  په دغې زوروې  چاودنې کې  چې له چاودېدونکو توکو ډک  ګاډی د پولیسو له ودانۍ سره وجنګول شو . له چاودنې وروسته یوه بل ځانمرګي بریدګر د ځانګړې څانګې د ودانۍ ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه، چې په نتیجې  کې یې ۱۵ پولیس او ۶  عام وګړي شهیدان شول.

  • افغان  طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره  ملګرتیا ته ګروهمن نه دي

    افغان  طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره  ملګرتیا ته ګروهمن نه دي

    Sep 19, 2026 05:43

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ویلي چې  د افغانستان د طالبانو حکومت  له اسلام‌اباد سره دملګرتیا  او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.

  • د واده په وخت ژړا

    د واده په وخت ژړا

    Sep 08, 2026 14:17

    د تهران د پښتو خپر نې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د واده په وخت ژړا په نامې سره له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو چې د وحشی امریکائي ترهه ګر پوځ په لاس د ایران د سیریک ټاپو په کوهستک سیمې کې د واده پر دستورو د وحشي ډوله حملې  له امله د وینې بهیدا په اړه دی ، هیله ده له وحشی  او  دانسانیت له دښمن امریکائي پوځ څخه مو کرکه اونفرت لازیات شي له دغه مطلب استفاده وکړئ.