-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
شهباز شریف د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
Mar 16, 2024 08:22د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شريف په اسلام آباد کې د امريکا له سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې بدلونونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجذبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې ناستې ترسره کېدل
Mar 15, 2024 12:50د اسلام آباد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربه توب، د ایران او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د فرصتونو د تشریح او د سوداګریزو بدلونونو د بیا کتنې لپاره د غونډې ترسره کېدل، د سوداګریزو او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د هوډ ښودنه کوي.
-
د افغان نجونو د تعلیمي وضعیت په اړه اندېښنې او د سیمې بېلګې
Mar 13, 2024 12:58ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د ټولنیز، تعلیمي او کاري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې نجونې په زده کړو کې شاتګ کړی دی.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي
Mar 10, 2024 02:42په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.
-
پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه له امله ۳۱ تنه ټپیان او ۱۴ لادرکه دي
Mar 10, 2024 01:08د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۳۱ کب نیوونکي ټپيان او ۱۴ لادرکه دي.
-
آصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو
Mar 10, 2024 00:55آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند مشترک کاندید د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه انتخاب شو.
-
د پاکستان لومړي وزیر د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ
Mar 08, 2024 11:29د پاکستان لومړي وزیر په مختلفو برخو کې، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د پاکستان پورونه ۴۰۰۰ میلیارده روپۍ زیات شوي
Mar 08, 2024 10:15د پاکستان مرکزي بانک ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د دغه هېواد پورونه په سلو کې ۶ ډېر شوي دي.
-
په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۱۷ کسان مړه او ۲۳ ټپیان شوي
Mar 03, 2024 01:45د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې په مختلفو سیمو کې د وروستي ورښت او ځمکښویېدو له امله، د مړو شمېر ۱۷ او د ټپیانو ۲۳ ته رسېدلی.