پاکستان په لبنان کښې د اسرائيلو د رژيم ترهګر جنایت وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152506-پاکستان_په_لبنان_کښې_د_اسرائيلو_د_رژيم_ترهګر_جنایت_وغنده
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په لبنان کښې د ترهګرو چاودنو په غندلو سره د دغه هیواد له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2024-09-19T21:24:15+00:00 )
Sep 20, 2024 01:51 Asia/Kabul
  • پاکستان په لبنان کښې د اسرائيلو د رژيم ترهګر جنایت وغنده

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په لبنان کښې د ترهګرو چاودنو په غندلو سره د دغه هیواد له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ایرنا د خبر له مخې، میرمن ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام آباد کښې په خپلې اونیزې خبري غونډې کښې، د «پیجر» په نامه ارتباطي ډیوایسونو د چاودولو له لارې د صهیونیسټي رژيم حملې، یو ترهګر اقدام وباله او هغه یې په کلکه وغنده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د اسرائیلو له لورې د ګواښونو د سختیدو او په سیمه کښې یې له بلاغوښتنو څخه د خپل هیوادو د ژورې اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړه: نړیواله ټ،لنه باید د اسرائیلو نیواکګر رژيم د هغه د جنایتونو او د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه ځواب ورکولو ته مجبور کړي.

هغې د لبنان د له خلکو سره د پیوستون او د یادو ترهګرو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د لبنان جمهوریت له ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت څخه ملاتړ ته د پاکستان د حکومت ژمنوالی اعلان کړ.

د نړۍ ډیرو هیوادونو او شخصیتونو په لبنان کښې د صهیونیسټانو دغه جنایت غندلی دی.